مور او پلار له ټولو څخه ډېر د ښه سلوک وړ دي
استاد نورالله خان احمدزی مور او پلار سره ښه سلوک په عام حالاتو کې داسې یو عمل دی چې هغه کې ډېر محنت او مشقت نشته ــ ځکه چې هر انسان په فطري ډول له خپلو والدینو سره محبت ساتي ــ لدې کبله اولاد د هغوی د خدمت او ښه سلوک لپاره خپله چمتو کیږي ــ بلخوا والدین خپل اولاد باندې داسې کار [...]