پنځمه لويه ګناه – د يتيم مال خوړل
ليکنه: مولوي عبدالسلام ضعيف
قوله تعالى وَآتُواْ الْيَتَامَى أَمْوَالَهُمْ وَلاَ تَتَبَدَّلُواْ الْخَبِيثَ بِالطَّيِّبِ وَلاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَهُمْ إِلَى أَمْوَالِكُمْ إِنَّهُ كَانَ حُوبًا كَبِيرًا (٢)
ژباړه.ورکړی يتيمانو ته (چې كله بالغ سي) مالونه دهغوی تاسومه بدلوی ښه مالونه ددوی په بدو او خرابو مالونو سره ستاسي، مه خوری مالونه ديتيمانو دخپلو مالونو سره ګډ او يو ځای، په تحقيق سره دا كار كول (چې د دوی مالونه دخپلو مالونو سره ګډوډ وهی يايي ښه مال په بدمال سره بدلوی بيله شکه داسي كاركول ډيره) لويه ګناه ده.
إِنَّ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَالَ الْيَتَامَى ظُلْمًا إِنَّمَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ نَارًا وَسَيَصْلَوْنَ سَعِيرًا (١٠)
ژباړه.په تحقيق سره هغه كسان چې دوی خوري مالونه ديتيمانو په ظلم سره، بيشكه خوري دغه كسان په نسونو خپلو کې اور (يعني نسونوته اوراچوي) ژردی چې سوځوونكي اور ته به ننوځي.
{وعن ابي هريرة (رض) عن النبي صلى الله عليه وسلم اجتنبو السبع الموبقات قالوا وما هن يا رسول الله؟ قال الشرك بالله،وقتل النفس التي حرم الله إلا بالحق، والسحر، واكل الربا، واكل مال اليتيم، والتولى يوم الزحف، وقذف المحصنات الغافلات المؤمنات، } رواه البخاري ومسلم وغيره .
دغه مبارك حديث څو ځله په اړونده موضوعاتوکې دترجمي او تفصيل سره تيرسوى دى، البته ديتيم ذكر هم پكښې دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم موږو ديته متوجه كوي چې ديتيم دمال دخوړلوڅخه ډډه وکړی، دا ګناه اكبر دكبائرو بلل کيږي، چې په خپل ذات كبيره ګناه ده په كبيره ګناهونو كښي بيا ترځينونوروګناهونوهم لويه ګناه ده.
{ وعن ابي برزة (رض) ان رسول الله (ص) قال يبعث يوم القيامة القوم من قبورهم تأجج افواههم ناراً قيل يا رسول الله من هم؟ قال الم تر ان الله تعالی قال نَّ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَالَ الْيَتَامَى ظُلْمًاالآية ابن مرو وعن ابي هريرة (رض) قال: قال رسول الله (ص) احرج مال الضعيفين المرأة، واليتيم، ای اوصيكم باجتناب مالهما} ابن مرويه.
ژباړه.حضرت ابي برزة (رض) وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل: په ورځ دقيامت به يو قوم دخپلو قبرونو څخه را پورته کيږي چې ترخوله به يي اور وزي، صحابه كرامو (رض) سوال وکړی چې دا به څوك وي يا رسول الله؟ رسول الله(ص) وويل ايا تاسي نه دى ليدلی يا لوستلی دا ايت چې الله (جل جلاله) فرمايي ((ان الذين يأكلون اموال اليتامى ظلما)) تر پايه همدارنګه دحضرت ابو هريرة (رض) څخه روايت دی هغه وايي چې رسول الله (ص) وويل: پرهيز دركوم تاسيته دخوړلوڅخه ددوو ضعيفانو دمالونو چې هغه يوه ښځه اوبل يتيم دی، ابن مرويه نقل کړيدی، په يوه بل حديث شريف كي دحضرت ابي هريره (رض) روايت دی هغه وايي كله چې په ناحقه اوظلم سره ديتيم دمال خوړونكی په ورځ دمحشر دقبر څخه را پاڅيږي نس به يې داوره څخه ډك وي، په نس کې به يې اور خوټيږي دډيره زوره به د دغه سړي تر خوله، سږمو او سترګو داور لمبي وزي، الله (جل جلاله) مودې وساتي، كله چې دغه ايت نازل شو چې ((وَآتُواْ الْيَتَامَى أَمْوَالَهُمْ ۡ او نَّ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَالَ الْيَتَامَى ظُلْمًا)) الآية نو صحابه كرامو (رض) دالله دعذاب دډيره وهمه او بيري له کبله ديتيم دمال ساتلو څخه ډډه وکړه چې بيخي به نه ورنژدي كيدله، نو دا ديتيمانو لپاره سخته سوه چې ددوی مال به څنګه او څوك ساتي، نو الله بيا دغه نور ايتونه ددوی په موردکې نازل کړله: وَلاَ تُؤْتُواْ السُّفَهَاء أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللّهُ لَكُمْ قِيَاماً وَارْزُقُوهُمْ فِيهَا وَاكْسُوهُمْ وَقُولُواْ لَهُمْ قَوْلاً مَّعْرُوفًا (۵)
ژباړه.مه وركوی بي عقلانو ته (چې ليوني او كوچني دي) مالونه خپل، هغه مالونه چې ګرځولي دي لپاره ستاسي رب ستاسي سبب دګزران او معشيت ستاسي، وركوی تاسودغو ناپوهانو ته نفقه او جامه (يعني په نس يي ښه مړه وی په تن يې ښه پټوی) او واياست دوی ته خبره نيكه، (دا چې ستاسو مالونه زموږ سره امانت دي، تاسو ته به يي اختيار درکړو كله چې تاسو په كار بار ګټه او تاوان باندې پوی سی، موږ فقط ستاسو دمالونو ساتونكي يو، ترڅو تاسي دتصرف خاوندان ګرځی، په بل ايت مبارك كي راځي چې تاسو امتحان وکړی په دغو يتيمانو سره تر هغه چې دوی حد دنكاح يابلوغ ته ورسيږي، كه چيري وموندل تاسو يتيمان چې لوی سوي وه، هوښيار دخپلو مالونو په تصرف او معاملاتو کې نو وسپاری هغوی ته مالونه ددوی ( يعني خپل مالونه يي ورته ددوو شاهدانو په وړاندې په حساب سره ورته وسپاری) ترڅو بياپه تاسوباندې دعوه ونکړي، په قرانكريم دهغه چا لپاره چې ديتيم وارث، يايي وكيل وي چې دده مال ساتي دوه لاري دي، يو دا چې كه دغه ديتيم دمال ساتونكی مالداره او غني وي نو ديتيم دمال څخه بيخي حق نلري چې لږ او يا ډيرڅه وخوري، دغه سړی مسئول دی چې ديتيم مال مجاناًياپه وړياتوګه سره وساتي، اوكه دغه ساتونکی فقير، مسكين، محتاجه وو نو بيا تر هغه مودي پوري چي يتيم دخپل تصرف خاوند کيږي حق لري چي دمزدوری په اندازه دهغه د ماله څخه دځان لپاره نفقه واخلې، خو هغه څوك چې ديتيم مال ساتي حق نلري چې دهغه په مال کې اصراف او بي ځايه تصرف وکړي،دومره بايد مصرف کړي چې په عادي توګه دهغه يتيم كفايت وکړي او هم داکفيل دا حق نلري چې په تلوار سره ديتيم مال نفقه کړي دځان او يتيم لپاره، ددي ويري له کبله كه يتيم لوی سي نو بيا به له ده څخه خپل مال جلا کړي، په هر صورت دغه قضاوت په دنياكښي الله (جل جلاله) ده ته پريښی دی يعني ديتيم وكيل ته چې يتيم ته په ځای يا بيځايه مصرف كوي خوحساب وروسته لري چې ډيردرونددی والله اعلم.
دا چې ديتيم دمال خوړل دومره غټ عذاب لري او دومره غټه ګناه ده، بالعكس دهغه كفالت او دمال ساتنه هم ډيرغټ ثواب لري اوډيرښه كار دى، لكه رسول الله صلى عليه وسلم چې فرمايي: { عن سهل بن سعد (رض) قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم أنا وكفيل اليتيم في الجنة هكذا، واشار باالسبابة والوسطى وفرج بينهما} رواه البخاري وابو داود والترمذي، {وعن ابي هريرة (رض) قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم كافل اليتيم له او لغيره، انا وهو كهاتين في الجنة واشار مالك بالسبابة والوسطى } رواه مسلم ورواه مالك عن صفوان بن سليم مرسلاً.
ژباړه.دسهل بن سعد (رض) څخه روايت دى، دى وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وويل،زه او كفيل ديتيم په جنت کې داسي يو، ده مبارك دوې ګوتې سره يو ځای پورته کړې چې هغه يوه د شهادت او بله منځنى گوته وه او بيايي سره جلا کړي، بخاري او نور. همدارنګه ابو هريرة (رض) روايت کړی دی هغه وايي چې رسول (ص)وويل كفيل يعني ساتونكی او پالونكی ديتيم چې هغه يتيم يي خپل وي قريب يي وي او كه پردی وي زه اودی به په جنت کې داسي يو چې مالك (رض)درواړي ګوتي درزق ګوته او دهغي په څنګ کې ګوته سره يو ځای پورته کړلي صحيح مسلم اونور روايت كوي. ددواړو حديثونو مباركو مفهوم دادی چې زه او كفيل ديتيم به په جنت کې سره يو ځای يو په يوه بل حديث مبارك كښي دحضرت عبدالله ابن عباس (رض) څخه روايت دی،هغه وايي چې رسول الله عليه وسلم وويله كه چا درې يتيمان وساتل او هغوی ته يي نفقه اوجامه ورکړه، دده مثال داسي دی لكه څوك چې ټوله شپه عبادت وکړي او د ورځي روژه ونيسي او يوه مياشت د شپې او د ورځي په خپل توره سره في سبيل الله جهاد وکړي، زه او دغه سړی به په جنت کې سره وروڼه يو لكه همدغه دوې خوندي، ده مبارك دغه دوې ګوتي سره يو ځای پورته کړي چې يوه درزق او يوه يي ورپسي ګوته وه، ابن ماجه په يوه بل حديث کې هم دده مبارك څخه روايت دی وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل كه چا يويتيم بوتلى دمسلمانانو له مينځ څخه دډوډی او اوبو لپاره يعني اوبه يې ورکړې تنده يې ورماته کړه اوپه نس يې موړ کړ خامخا به الله (جل جلاله) دغه سړی جنت ته داخل کړي تر څو يي داسي لويه ګناه نه وي کړي چې الله (جل جلاله) يي نه بخښي لكه شرك، ترمذي شريف.
[stextbox id=”info” direction=”rtl”] په دي کې هيڅ شك نسته چې په يتيم باندې ظلم كول، دهغه مال په ظلم اوناحقه سره خوړل يوه عظيمه اولويه ګناه ده،دالله (جل جلاله) دقهراوغصي سبب کيږي،همدارنګه دهغه سره مرسته كول، دهغه مال ساتل، هغوی ته ښه او نيكه تربيه وركول دالله (جل جلاله) په دربار کې لويه ګټه ده، [/stextbox]هم دارنګه دالله (جل جلاله) درضا اوپه هغه دنياکې درسول الله (ص) دګاونډيتوب سبب ګرځي او ددې لپاره چې رحم ورباندي وسي په دنيا او اخرت كي بايددهغوی سره مرسته اوپه هغوی باندې رحم وکړئ، لكه څنګه چې رسول الله (ص) فرمايي حضرت ابو هريره (رض) روايت كوي هغه وايي چې يوه صحابي وخيرالناس ته دقسوة قلب شكايت وکړی يعني زړه يي ډير سخت وو، خير البشر (ص) ورته وفرمايل: {امسح رأس اليتم واطعم المسكين} ژباړه. ديتيم په سر باندې په ناز او رحم سره لاس تيره وه، مينه ورسره كوه او مسكينانو ته ډوډی وركوه احمد، په بل حديث کې دحضرت ابو درداء (رض) څخه روايت دی هغه وايې چې يوه سړي رسول الله (ص) ته دزړه د سخت والي شكايت وکړ، رسول الله (ص) ورته وويل: ايا ته غواړي چې زړه دې نرم سي اووخپل حاجت ته ورسيږي؟ هغه ورته وويل بلې هويارسول الله:نو رسول الله (ص) ورته وويل: رحم په يتيم باندې كوه، دهغه په سر باندې په رحم اوشفقت لاس تيره وه، هغه ته نفقه وركوه، په نس ېې مړه وه دخپل مال څخه يعني دخپل مال څخه نفقه وركوه، زړه به دې په دې سره کرارکرار نرم سي اوحاجت به دي پوره سي، يعني په يتيم باندي رحم كول يوازي داخرت ګټه نه بلكه په دنيا کې هم دځان په اصلاح کې ښه رول لري، په يوه بل حديث کې دحضرت ابو هريره (رض) څخه روايت دى هغه وايي چې رسول الله (ص) وفرمايل: نيك،ښه او خير دكورونو هغه كور دی چې په هغه کې يتيم وي اهل بيت ددغه كوردده سره ښه ژوند كوي. شر او بد دكورونو هغه كور دی چې په هغه كوركي يتيم وي خو څښتنان دكور دهغه سره بد چلند كوي، ابن ماجه كتاب الادب باب 6 .
داچې ډير خلك زموږ په ټولنه کې ديتيمانو په حقوقوباندې سم نه پوهيږي يا ورباندي پوهيږي خودپوهي سره يې دهغوی په حقوقوباندې خيټه ټيټه کړي وي، يا دهغه حق نه وركوي، يايي په مال کې خيانت اواصراف كوي، يا پكښي لاابالي او بي پروايي كوي بايد په دې سره سم پوی سي چې دغه مال او ظلم په يتيم باندې به دده نس اوخيټه دسره اوره ډكه کړي، جهنم ته به يي لاره سيخه اوسيده کړي، هغه نازولي اولادونه ددوی چې دوی دمظلوم يتيم مال ورباندې خوري، لكه ښځه، زوی يا لور به دده سره دده دنس داورپه و ژلوکې هيڅ مرسته ونکړي، لا هنوزبه دده په عمل باندې دده په ضد شاهدي اوګواهي وركوي چې دغه ظالم، ګمراه، خائن په موږ باندي پردی حق خوړلي، دا ورځ خامخا راتلونكې ده موږ ورتلونکې يو،ته ورتلونكي يي،زه ورتلونكی يم،ټول ورتلونكي يو، نوبايد دداسي ناروا او ناوړه عمله څخه ځانونه وژغوروکوم چي ستونزې يې ځانونو اوراحت يي بل ته رسيږي، ومن الله التوفيق
الله دی جنتی کړه او تل د په خپل امان کی وساته
هیله ده چی کله مو له نږدی ملاقات وشی او ستاسو زیارت وکړی شم
الله دي تاسي ته جنت پردوس په نصيب کړي چي دا سي خايسته پروګرام مو تيار کړي دي زما خو خپله ډير خوښي ګي له تاسي څخه مننه