وروستي:

د خپلمنځي میني اسباب او لارې چارې [4]

حامد افغان

5) له ظالم یا مظلوم مسلمان ورور سره مرسته

د ظالم هر ګام او هره کړنه ټولنه کې بدمرغي او ناارامي رامنځته کوي، مینه وژني او د ټولني نېکمرغۍ او سوکالي تالاترغه کوي، د مظلوم مرسته او د ظالم لاس نیول خورا مهمه اسلامي فریضه او ضروري واجب ده، قرانکریم او نبوي حدیثو کې ظلم خورا لویه ګناه او ستر جرم بلل شوی دی، نو د مظلوم مرسته او د ظالم مخته دریدل د خپل منځي میني او اسلامي ورورګلوي ټینګولو غوره لاره ده، د مظلوم مرسته د هغه ملاتړ او د ظالم مرسته د هغه مخته دریدل او له ظلمه منعه کول دي لکه په لاندې حدیث کې دا خبره تشریح شوې ده.
انس بن مالک رضي الله عنه وایي: رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل: ستا ورور که ظالم وي او که مظلوم مرسته یې وکړه، یوه سړي ورته وویل: یارسول الله! له مطلوم سر به مرسته وکړم له ظالم سره څنګه مرسته وکړم؟! ده ورته وویل: له ظلم نه یې منعه وکړه. او دا له هغه سره مرسته ده. عن أنس رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: انصر أخاك ظالماً أو مظلوماً، فقال: رجل يا رسول الله صلى الله عليه وسلم أنصره إذ كان مظلوماً، أفرأيت إذا كان ظالماً كيف أنصره؟! قال: تحجزه أو تمنعه من الظلم، فإن ذلك نصره. أخرجه البخاري في صحيحه والإمام أحمد في مسنده و الترمذي في سننه وغيرهم.
لکه ومو ویل ظلم قرانکریم او نبوي حدیثو کې لوی جرم بلل شوی، آن د ظالم لورته میلان هم قرانکریم داسې ګناه بللې ده چې بنده د جهنم اور ته رسوي، العیاذ بالله. په دې اړه یو ایت له یو څه تفصیل سره رااخلم. قران کریم وایي: {ولا تركنوا إلى الذين ظلموا فتمسكم النار وما لكم من دون الله من أولياء ثم لا تنصرون} (هود:113). یعني تاسو ظالمانو ته د زړه میلان مه کوﺉ کنه اور ته به ولویږﺉ ، او تاسو به له الله پرته نور دوستان نه لرﺉ ، او بیا به څوک مرسته نه درسره کوي .
د دې ایت په اړه د تفسیر له کتابونو څو خبرې را خلاصه کوم او په لاندې ډول یې له درنو لوستوالو سره شریکوم :
لومړۍ خبره : په ایت کې د ( الرکون) توری راغلی ده او (الرکون) یوه شي ته میلان , په یوه شي رضا کیدلو او د یوه شي خوښولو ته وایي. دلته له (رکون )نه مراد څه شی ده ، له عبدالله بن عباس رضي الله عنه نه دوه روایتونه راغلې دي: یو دا چې دلته مشرکینو ته له میلان نه منعه راغلې ده او دویم دا چې له ظالمانو سره مداهنه او د هغوی په کړنو رضا کیدل او د هغوی ملګرتیا حرامه ګرځول شوې ده . آن تردې چې د هغوی په کړنو او ظلمونو رد نه کول هم په (رکون) کې داخلیدلی شي.
لکه امام احمد بن حنبل رحمه الله ته یو کس راغی او ورته ویې ویل : زه ظالمانو واکمنو ته جامې ګنډم ، د دې ایت تر وعید لاندې به راځم او که نه ؟ امام احمد ورته وویل: ته د ځان خبره مه کوه تاته چې د جامو ګنډلو له پاره څوک تار او نور لوازم برابروي هغوی هم د دې ایت له وعید لاندې راځي. له ابو العالیه نه یو روایت راغلی دی هغه وایي: {ولا تركنوا إلى الذين ظلموا}، یعني د دوی کارونه مه خوښوي . داراز نور روایات هم شته او د ټولو مطلب سره نږدې ده او غورچاڼ یې داده چې د ظالمانو او کافرانو کارونه مه خوښوي ، او مه یې منئ .
په ایت کې له ظالم سره د هرډول اړیکو منعه راغلې ده د ظالم ملګرتیا له هغه سره مرسته خو پریږده ځکه ( الرکون) د ظالم په کړنو رضا ، هغه ته د زړه میلان او د هغه ظلم خوښول دي . زموږ ځیني خلک د وخت د واکمنو پلوي په داسې تعبیر سره کوي چې: هغه به ظالم و داسې به و او … خو دا یو کار یې ښه و . د قران پریکړه خو داده چې یو انسان بې ګناه ووژني ظالم شو، په یو بې ګناه انسان تیری وکړي ظالم شو او ظالم ته د زړه میلان مه کوﺉ . زموږ په هیوا د کې ډېر قاتلان او ډېر ظالمان شته چې خلک یې د ځینې مصلحتونو او ګټو په نیت ترشا ولاړ وي ، داراز په مړو واکمنو کې داسې قاتلان تیرشوې دي چې په زرهاو بې ګناه مسلمانان یې وژلې دي خو اوس یې هم ډېر خلک د سیاست پلوي کوي او آن د ملې اتل القاب ورکوي . دا بلکل د ظالم ملګرتیا او جهنم ته د اخلوونکي ګناه ده.
دویمه: د {الذين ظلموا} په جمله کې د مفسرینو دوه مشهور قوله راغلې دي : یو دا چې له ظالمانو نه مراد مشرکین دي ، او دویم قول داده چې له ظالمانو نه مراد ظالمان او مشرکان ټول دي، ظالم که مومن او مسلمان وي هم په کې داخل دی ، امام القرطبي وایي: دا وروستی قول غوره او عام ده ، امام الشوکاني هم دا قول غوره بللی ده او وای: چې ایت عام ده او د خصوص لامل یې نشته نو باید په عموم پرېښودل شي. او دا فکر دي څوک نه کوپ چې له (ظلموا) نه یواځي ظالم واکمن مراد دي ، په ظالمانو کې هرډول ظالم شمار ده که هغه په لوړه سطحه ظلم وي او که کم ظلم وي، که په دولتي سطحه وي او که په ټولنیز ژوند کې وي ځکه موږ وویل له ظلم نه عام ظلم مراد ده.
دریمه: په ایت شریف کې ظالم ته د میلان کوونکي دوه پایلې بیان شوې دي یو ه یې دنیوي ده او هغه د الله له لورې د مرستې بندیدل دي، او بله اورته لویدل دي ، او دا دوه پايلې داسې بیان شوې دي: {فتمسكم النار وما لكم من دون الله من أولياء ثم لا تنصرون}، خدای جل جلاله وایي: که تاسو ظالمان ملګري نیولې وو ، د هغوی کړنې مو خوښې وې، په مرسته کې یې بوخت وئ، په ظلم کې مو په خوله او لاس د هغو مرسته کوله نو په اخرت کې به مو د جهنم اور ونیسي ، او په دنیا کې به مو مرستندوی څوک نه وي ، همدا ظالمان به درباندې مسلط وي ، او نن دا ستونزه روانه ده ، په مسلمانانو ډارن ظالمان مسلط دي ځکه دا ظالمان دوی رامنځته کړې دي او د همدې خپلو ظالمانو له لاسه د دنیا د سترو ظالمانو له قهر او غوسې لاندې هم راغلې دي.
څلرمه: ابن عاشور رحمه الله وایي: دا ایت د حقیقي او ګوماني فساد د ذریعو د مخنیوي په لاره کې یو لوی اصل دی، سد الذرائع یاد ذریعومخنیوی شرعي معتبر دلیل دی چې ډېر احکام پرې ولاړ دي ، هر کار جې د شرعي فریضي د درولو او معطل کولو لامل ګرځي هغه ته نږدې کیدل ناروا دي، هر کار چې د شرعي حلال شي حرمت راولې د هغه کول منعه دي او د هر حرام شي حلالوونکی عمل ته نږدې کیدل ناروادي .
د دې ایت په اړه د تابعينو سرخیل امام حسن البصري رحمه الله وایي: جعل الله الدين بين لاَئين: {ولا تطغوا}، {ولا تركنوا}. یعني الله جل جلاله دین د دوو لاو په منځ کې ایښی ده چې هغه تاسو سرکشي مه کوﺉ ، تاسو ظالمانو ته میلان مه کوﺉ؛ دي.
دا راز د ظالم په اړه حدیثو کې هم ډېر تفصيلات راغلي دي، یوه حديث کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: که زما امت په داسې حالت کې ووینې چې ويریږي او ظالم ته نه شي ویلی ته ظالم یې نو دې وخت کې الله د دوی مرسته پریږدي. یعني په داسي وخت کې د دوی وجود او نه وجود الله ته یو برابر ده، که په امت کې داسي څوک نه وي چې د ظالم ظلم او ناروا ته ظلم ووایي دا امت الله پرېږدي او مرسته یې نه کوي. قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: “إذا رأيت أمتي تهاب أن تقول للظالم يا ظالم فقد تودّع منهم” رواه الحاكم في المستدرك، وأحمد والبزار بروايات متقاربة، وقد صحح الحاكم إسناده ووافقه الذهبي.
بل حدیث کې ظلم تیاره بلل شوی، عبدالله بن عمر رضی الله عنهما له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه روایت کوي هغه فرمایي: ظلم د قیامت په ورځ تیارې دي. عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ الظُّلْمُ ظُلُمَاتٌ يَوْمَ الْقِيَامَةِ. رواه البخاري.
د امام مسلم او نورو محدثينو په روایتونو کې د دې روایت په پیل کې راغلي: له ظلم ځانونه وژغورئ..