وروستي:

د خپلمنځي میني اسباب او لارې چارې [3]

حامد افغان

4) نرم چلند

نرم چلند هغه مؤثر او اغېزمن چلند ده چې په برکت یې آن د سړي سخت مخالف هم نرم کیدلی شي. نرمي، مهرباني، شفقت بښنه او عاجزي په ځانګړې توګه له مور او پلار نیولې نږدې خپلوانو، ګاونډیانو، کمزورو مومنانو، ماشومانو او میرمنو سره؛ سره ډېره ضروري ده او په برکت یې مینه، محبت او خواخوږي رامنځته کیدلی شي. د نرمي د اهمیت او اغېزمنتوب په اړه په لنډه توګه یو ایت او حدیث رااخلم.

د نرم چلند په اړه یو ایت

قرانکریم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته امر کوي: [اې پېغمبره!] دا د الله لوى رحمت دى چي ته د دې خلكو لپاره ډېر نرم خويه جوړ شوى یې، كه داسي نه واى او ته توند خويه او سخت زړى وای، نو دا ټول به ستا له شا وخوا څخه خواره شوي وای. د دوى خطاوي وبښه، د دوى لپاره بښنه غواړه؛ او د دين په چارو کي هغو ته هم په مشوره کي برخه ورکړه، بيا چي ستا اراده پر كومه رايه ټينګه شي؛ نو پر الله توكُل وکړه. د الله هغه خلك خوښیږي چي د هماغه په ډاډينه كار كوي. فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللَّهِ لِنتَ لَهُمْ ۖ وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ ۖ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِى الْأَمْرِ ۖ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ[سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 159]

تفسیر:

یعني پر تا او ستا په ملګرو د الله رحم شوی دی چې ته هغوی ته نرم شوی یې، هغوی ته دې وزري ټيټي کړې دي، له هغوی سره په ښو اخلاقو چلند کوې، نو هغوی درباندې راټول شوي دي، هغوی مینه درسره کوي او ستا خبره مني. {ولو كنت فظا} یعني توندخویه، {غليظ القلب} یعني سخت زړی وی {لانفضوا من حولك} یعني نو دوی به ستا له شا وخوا څخه خواره شوي وای. ځکه له توندخویه او سخت زړي انسانه خلک منډي وهي او هغه نه شي کولی خلک په ځان راجمعه کړي.

دیني لارښود او مشر که ښه اخلاق ولري دوه ګټي به وکړي یو به خلک پرې راټول شي، خلک به مینه ورسره کوي، او بل به په دې ستر عمل الله ثواب او اجرونه ورکوي، او که دیني مشر توندخویه، سخت زړی او بد اخلاقه وي دوه تاوانونه به ورته رسيږي، یو به خلک نفرت او کرکه ورنه کوي او بل به د دې بد اخلاقي لامله خلک له دینه بیزاره کړي او د دې ګناه به د ده په غاړه لویږي. العیاذ بالله، الله جل جلاله خپل معصوم او د سترو اخلاقو څښتن پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم ته دا وضاحت کړی ده نو د امت هغو خلکو ته چې د هغه په لاره تګ کول غواړي او خلک دین ته رابولي هغوی باید هروخت دې توصیې ته ځیر او متوجه واوسي.

د الله د دین په داعي په ځانګړې توګه او په هر هغه مومن چې خلکو ته د خیر رسولو اراده لري باندې لازم او واجب ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سترو اخلاقو پیروي وکړي، له خلکو سره هغه د نرمي او غوره اخلاقو چلند خپل کړي چې رسول الله خپل کړی و، په دې سره به یې د الله امر هم پر ځای کړی وي او داراز د الله دین ته به یې خلک هم تیار کړي او مایله کړي وي.

وروسته الله جل جلاله امر کوي چې که له خلکو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په باره کې کومه کوتاهي او تقصیر رامنځته کیږي د هغه بښنه ورته کوه، او که د الله په باره کې کومه کوتاهي ورنه کیږي له الله نه د هغه بښنه او مغفرت ورته غواړه: فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ، {وشاورهم في الأمر} یعني پخپلو چارو کې دې مشورې او د نورو نظر شریکولو ته ضرورت و نو له خپلو ملګرو مشوره غواړه، الأمر، عام دی، یعني که د دنیا کارونه وي یا دیني چاري وي په ټولو کې له خپلو ملګرو نه مشورې اخله او په مختلفو موضوعاتو کې د هغوی نظر او فکر درسره شریکوه.

د نرم چلند په اړه یو حدیث

رسول الله صلی الله علیه وسلم به آن له یهودو سره نرم او مناسب چلند کاوه، دلته په دې اړه یو روایت را اخلم: عروه بن الزبیر وایي: د رسول الله صلی الله عليه وسلم ميرمني عائشي وویل چې د یهودو څو کسان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلل د راننوتلو په مهال یې وویل: السام علیکم، عائشه وایي زه یې په مطلب پوه شوم په ځواب کې مې ورته وویل: وعليکم السام واللعنه، دا وایي: رسول الله راته وویل: عائشي! ګذاره او نرمي کوه، الله په هر کار کې نرمي خوښوي، ما ورته وویل: يارسول الله؟ تا د دوی خبره واوریدله څه یې وویل؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: خو تا هم “وعليکم ” ورته وويلې.

عن عروة بن الزبير أن عائشة -رضي الله عنها- زوج النبي -صلى الله عليه وسلم- قالت: دخل رهط من اليهود على رسول الله -صلى الله عليه وسلم- فقالوا: السام عليكم، قالت عائشة: ففهمتها فقلت وعليكم السام واللعنة، قالت: فقال رسول الله -صلى الله عليه وسلم-: مهلا يا عائشة إن الله يحب الرفق في الأمر كله فقلت: يا رسول الله أو لم تسمع ما قالوا؟ قال رسول الله -صلى الله عليه وسلم-: قد قلت وعليكم. أخرجه البخاري، 5/ 2242، برقم: 5678.

یهودو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته سپکه خبره او ښېرا وکړه، السام علیکم یعني په مرض اخته شئ، کله چې عائشي په ځواب کې زیاتی وکړ یعني “واللعنة ” یې هم زیات کړ رسول الله صلی الله علیه وسلم دا د نرمي خلاف کار وباله او هغه یې منعه کړه. یعني د مسلمانانو له سترو دښمنانو یهودو سره هم رسول الله نرم چلند کاوه او همدا د دعوت په لاره کې نبوي اخلاق دي. او د همدې نرمي له برکته هغه مهال د یهودو په څېر سختو کفارو کې هم ځینو یې اسلام ومانه.