د خپلمنځي میني اسباب او لارې چارې [2]
حامد افغان
2) یوه بل ته تحفه او ډالۍ ورکول، رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي: تاسو یوه بل ته تحفې ورکوﺉ څومو په خپلو کې مینه پیداشي . تَهَادُوا تَحَابُّوا رواه البخاري في الأدب المفرد، ومالك. رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپله هم خلکوته تحفې اوډالۍ ورکولې او له خلکو یې هم اخیستلې ، هغه ته به که چا هرڅومره کم شی په تحفه کې ورکړ هم ده به اخیست او ویل به یې : لَوْ دُعِيتُ إِلَى كُرَاعٍ لأَجَبْتُ، وَلَوْ أُهْدِىَ إِلَىَّ ذِرَاعٌ أو كراع لَقَبِلْتُ ، رواه البخاري.
یعني که زه تش وزر ته وبلل شم ورځم ، داراز که ماته تش وزر یا پسه پښه په تحفه کې راکړل شې قبلوم یې، ذراع دپسه یابل څاروي وزرته وایې او کراع یې لینګي ته یي اوهغه لینګی چې له غوښې خالې وي . علماء وایي: د دې مطلب داده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هرڅومره کمې تحفي اوډالۍ ته هم په درنه سترکه کتل او منله یې او خلک یې دې ته هڅول چې هرڅومره کمه ډالۍ وي هم باید درنه وبلل شي او ډالۍ ورکونکی خپه نه کړل شي.
ډالۍ په روحي لحاظ هم ډېره مؤثره او اغېزمنه وي، په ځانګړې توګه ګاونډي ته ډالۍ ورکول یا نور کم او زیات خوراکي شیان ورکول د خپلمنځي میني له پاره ډېر مؤثر او اغېزمن کار دی، لکه رسول الله صلی الله صلی الله علیه وسلم پخپل وصیت کې ابوذر رضي الله عنه ته فرمایي: ابوذره! کله چې کور شوروا پخوې اوبه ورزیاتي کړه او ګاونډیانو ته یې ورسوه. قال رسول الله صلى الله عليه وسلم لأبي ذر رضي الله عنه یا أباذر إذا طبخت مرقة فأكثر ماءها وتعاهد جيرانك . رواه مسلم.
حافظ ابن عبد البر رحمه الله پخپل کتاب: ( التمهيد (21 / 18) کې وایي: رسول الله صلى الله عليه وسلم به تحفه او ډالۍ قبلوله، او خپل امت یې هم د ډالۍ منلو ته هڅاوه، او په دې کې دی ښه نمونه دی، د ډالۍ ورکول که یو لورته د سنت پیروي ده بل لورته په ډالۍ سره په مومنانو کې مینه رامنځته کیږي، او دښمني له منځه ځي. دا د تجربې خبره ده کوم ډېر بدغومي کلیوال یا آن خپل مخالف ته مناسب ډالۍ ورولیږئ هغه به خامخا خجالت کیږي، له مخالفته به لاس اخلي او د دوستي ټینګولو هڅه به کوي.
3) یوه بل ته نصیحت او د یوه بل خیر غوښتنه،
لکه په حدیث کې راغلي رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي: دین نصیحت او خیر غوښتنه ده ، موږ ورته وویل : دین د چا له پاره نصیحت او خیر غوښتنه ده ؟ هغه وویل : الله له پاره، د هغه د کتاب له پاره ، د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له پاره ، د مسلمانانو د مشرانو له پاره او د عامو مسلمانانو له پاره . عن تميم بن أوس رضي الله عنه ، أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : الدين النصيحة ، قلنا : لمن يا رسول الله ؟ قال : لله ، ولكتابه ، ولرسوله ، ولأئمة المسلمين وعامتهم . رواه البخاري ومسلم .
ژباړه
تشریح : په عربي ژبه کې د (الدین النصیحه) جمله په داسي توګه راغلې ده چې انحصار پیدا کوي یعني دین یواځي نصیحت او خیر غوښتنه ده لکه دا ډول جمله په یوه بل روایت کې راغلې ده : (الحج عرفة) یعني حج یواځې عرفات دی دا معنا چې عرفات یې مهم رکن دی ، دلته له دي جملې نه دا معنا ځکه په دې ډول اخیستل کیږې چې مبتدا او خبر دواړه معرفه راغلې او د دواړو معرفه والی انحصار پیدا کوې . مطلب داشو چې په دین کې نصیحت او دیوه بل خیر غوښتنه ډیر لوی مقام لرې او ډیر مهم ده .
که ماشوم ته په نرمي او خوږه ژبه د نصیحت خبرې پیل شي هغه غوږ نیسي، که ډېر ساده سړي ته ثابته کړو چې موږ د ده خیر غواړو له ده سره حسد او کینه نه لرو نو زموږ نصیحت ته خامخا غوږ نیسي، خبره مو مني او پوهیږي چې خبره یې زما په ګټه ده او په پایله کې خامخا هغه له نصیحت غوښتونکي سره مینه او محبت کوي، نو نصیحت او د نورو خیر غوښتل هغه لوی او غوره خصلت او عادت دی چې په برکت سره یې د مومنانو په منځ کې مینه تو محبت رامنځته کیدای او دښمني ختمیدلی سي.