وروستي:

د خپلمنځي میني اسباب او لارې چارې [1]

حامد افغان

د الله د مومنو بندګانو ترمنځه مینه او محبت د اسلامي شریعت له لوړو اهدافو او مهمو موخو نه ده، ځکه په قرانکریم او نبوي حدیثو کې د مومنانو د خپل منځي میني او محبت له پاره مختلف اسباب او لارې چارې ښودل شوې دي چې ددهغو په عملي کولو او تنقيد سره د مومنانو په منځ کې رښتینې مینه رامنځته کیدلی شي، او د دې میني په برکت به دوی پخپلو کې په یوه بل مهربانه او یوه بل ته نرم وي، خپل منځې شخړې او ستونزې به یې ختمي او یو واحد، متحد او پیاوړی امت او زړه سوانده، مهربانه او خیر خپروونکی ټولی به وي.

دلته په لنډو هغه مهم اسباب رااخلم چې په برکت یې مومنان پخپلو کې سره نږدې کیدلی او خپلمنځي مینه راوستلی شي، د دې اسبابو له برکته هغوی کولی شي په.ورځنیو چارو کې د یوه بل مرستندوی او خواخوږي واوسي او داراز کولی شي مومنان په ټولنیزو موضوعاتو کې خپلمنځي مینه او.ورورولي ټینګه او د یوه بل لاسنیوی وکړي، که څه له بده شامته زموږ ډېر وروڼه دې موضوع ته جدي پاملرنه نه لري خو د موجوده تروش وضعیت او د غوسې او غضب د بدمرغه توفانونو په زمانه کې دې لور ته توجه د بل هر وخت په نسبت زیاته مهمه او ضروري ده.

په محاصره توګه دمسلمانانو په منځ کې د خپلمنځي میني او محبت د راتللو له پاره هغه مهم اسباب دلته رااخلم چې عملي کول یې ډېر سخت او دروند کار نه ده، بلکي د خپلمنځي دښمنيو او تربګنیو د شیطاني کړکېچن چلند په نسبت اسانه دی، پخپلو کې دښمنۍ، حسدونه، کینې، شخړې او غچونه زیاته انرژي او ډېر کار غواړي خو پخپلو کې مینه او ورورولي بیا نسبةً اسانه، پسته او ورېښمینه لاره ده او ددترلاسه کولو اسباب یې دا دي:

1) یوه بل ته سلام کول او سلام عام کول، په حدیث کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: په هغه ذات قسم چې زما روح یې په واک کې ده تر هغو به جنت ته داخل نه شئ څو رښتیني مومنان نه ش،، او تر هغو رښتیني مومنان کیدلی نه شئ څو پخپلو کې مینه سره ونه کړئ، هغه شی درونه ښیم چې په کولو سره یې پخپلو کې مینه سره کولی شئ؟ هغه دا چې پخپلو کې یوه بل ته سلام کول ښکاره او زیات کړئ. عن أبي هريرة رضي الله عنه، قال: قال رسول الله – صلى الله عليه وسلم: (والذي نفسي بيده، لا تدخلوا الجنة حتى تؤمنوا، ولا تؤمنوا حتى تحابوا، أولا أدلكم على شيء إذا فعلتموه تحاببتم ؟ أفشوا السلام بينكم) رواه مسلم.

پخپلو کې یوه بل ته سلام کولو نه وروسته اکثره روغبړ هم رامنځته کیږي او روغبړ کې د یوه بل د حال پوښتنه، له یوه بل سره خواخوږي او یوه بل ته دعا او نېکې هيلي وړاندې کیږي، دا ټول د سلام کولو له برکته او ښکاره خبره ده چې په سلام سره دوه مومنان سره نږدې کیږي او له یوه بل سره یې مینه پیدا کیږي او زیاتیږي، په شرعي لحاظ سلام د مومنانو له پاره مهمه سنت کړنه ده او په حدیثو کې د سلام په زیاتولو او عام کولو ټینګار شوی دی، لکه په دې حدیث کې هم د “افشوا السلام” جمله راغلې ده.

داراز سلام کولو له پاره دا هم ضروري نه ده چې یوه بل به سره شاخته او پېژني بلکي پېژاندو او ناپېژاندو ته باید یو ډول سلام وکړل شي، لکه په حدیث کې راغلي دي: یوه سړي له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه وکړه: کوم اسلام ډېر ښه دی؟ هغه ورته وویل: ډوډۍ ورکړل، او سلام کول په هغه چې پېژنې یې یا یې نه پېژنې. عَنْ عَبْدِالله بْنِ عَمْرو رَضِيَ اللهُ عَنْهمَا أنَّ رَجُلا سَألَ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم: أيُّ الإسْلامِ خَيْرٌ؟ قال:«تُطْعِمُ الطَّعَامَ، وَتَقْرَأ السَّلامَ عَلَى مَنْ عَرَفْتَ وَمَنْ لَمْ تَعْرِفْ». متفق عليه.

نور بیا