ناڅاپي مرګ ډېرېدل (1)
حامد افغان
مرګ ټولو منلی حقیقت
د مرګ په اړه که څه هم د خلکو نظرونه مختلف دي او د مختلفو لوریو په اړه یې ګڼ شمیر نظریات او اختلافات شتون لري خو په دې خبره ټول متفق او یوه خوله دي چې ولا که پاته شو ټول به مرو، لکه قرانکریم وایي: كُلُّ نَفْسٍ ذَآئِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيٰمَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ وَمَا الْحَيٰوةُ الدُّنْيَآ إِلَّا مَتٰعُ الْغُرُورِ. [سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 185]. په پاى کښي هر څوك د مرګ خوند څكونكى دى او تاسي ټول د قيامت په ورځ د خپلو خپلو پوره اجرونو موندونكي یاست، په اصل کي بريالی هغه څوك دى چي هلته د دوزخ له اوره وژغورل شي او جنت ته ننيستل شي. پاتي شوه دا دنيا، دا خو یوازي او يوازي يو غولوونكى شى دى.
دا حقیقت هر چا منلی ده چې مرګ حتمي او يقيني ده، او هیڅوک په دې نامراده نړۍ کې د تل له پاره نشي پاته کیدلی، زموږ سپينږيري او مشران په هره فاتحه کې د تسلیت په توګه دا خبره کوي: که په دنیا څوک پاته کیدلی زموږ خوږ نبي به پاته و، قرانکریم په دې اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وایي: وَمَا جَعَلْنَا لِبَشَرٍ مِّن قَبْلِكَ الْخُلْدَ ۖ أَفَإِين مِّتَّ فَهُمُ الْخٰلِدُونَ. [سُوۡرَةُ الاٴنبیَاء : 34]. او [اې محمده (صلی الله علیه وسلم)!] ستا څخه مخکي هم موږ هیڅ یو انسان ته تل پايښت ندى ورکړی. كه ته مړ شوې، نو ايا دوى به د تل لپاره ژوندي وي؟
د ناڅاپي مرګ ډېرښت د اخرت نښه ده
خبره د ناڅاپي مرګ په اړه غځوو، ډېری خلک فکر کوي ناڅاپي مرګ ښه نه ده، او دا خبره سمه نه ده بلکي دلته پوره تفصیل ده او هغه تفصيلات ستاسو.مخته ږدم، خو له دې تفصیلاتو مخته مو په یوه بله سریزه زوروم .. ناڅاپي مرګ پخوا هم و، د ناڅاپي مرګ په اړه زموږ یوه سیمیېزه زړه اصطلاح ده، څوک به چې ناڅاپه ومړ خلکو به ویل: فلانی ټک له ټکه شو، یعني یوناڅاپه ومړ، ښه نو بیا ناڅاپي مرګ ولې د اخرت نښه شو؟ موږ وایو ډېرښت یې د اخرت نښه ده او یواځي شتون یې پخوانی ده. وروسته په دې اړه حدیثونه رااخلو.
که موږ د تاریخ له نظره د مرګونو پېښو ته وګورو د اوس په نسبت واضح توپیر شتون لري، پخوا به اکثره مرګونه په جګړو او اوږدو ناروغیو کیدل، دا د “مرض الموت” او “صاحب الفراش” تعبيرونه همدا راښیي چې د مرګ ناروغۍ به اوږده وه، داراز په تاریخ کې د ناڅاپي مرګ پېښې هم ډېري کمې یادې شوې دي، حافظ ابن حجر رحمه الله په فتح الباري کې د ناڅاپي مرګ په اړه د یو چا دوه شعرونه رااخلي او وروسته لیکي: عجیبه خو دا ده چې دی پخپله په ناڅاپي مرګ ومړ، مطلب دا چې پخوا ناڅاپي مرګ شتون لاره خو ډېر د تعجب وړ ځکه و چې شتون یې کم و، داراز امام النووي رحمه الله لیکلي چې ځیني انبیاء علیهم السلام او لوی نېکان خلک هم په ناڅاپي مرګ مړه شوي دي.
څرنګه چې د پخوا په نسبت نن سبا ناڅاپي مرګ زیات ده نو دا زیاتوالی یې د اخرت نښه ده، لکه په حدیث کې راغلي دي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: د ناڅاپي مرګ ښکاره کیدل یعني ډېریدل د اخرت له نښو ده. عن أنس بن مالك رضي الله عنه أن النبي -صلى الله عليه وسلم- قال : (إن من أمارات الساعة أن يظهر موت الفجأة)، رواه الطبراني. په حدیث کې د (أن یظهر) مطلب دا ده چې ناڅاپي مرګ به ښکاره، زیات او یوه ښکاره خبره (ظاهره) وګرځي.
نوربيا