مشهور سوک وهونکی سني بیل ویلیمز مسلمان شو!!!
لیکنه: علي الله متوکل الرحمن
سني بیل ویلیمز Sonny Bill Williams د نیوزیلنډ هیواد تکړه بوکس وهونکی او د راګبای د لوبي مخکښ اتل دی چي په دي ورستیو کي يي د اسلام مبارک دین قبول کړ.
د ۱۹۸۵ میلادي کال د اګسټ د میاشتي پر دریمه په نیوزیلنډ هیواد کي زیږیدلی، د نړی په مختلیفو د سوک وهني Boxing او راګبای Rugby په لوبو کي یي ګډون کړی. د ۲۰۰۴ میلادي کال څخه یي د سوک وهني لوبه شروع کړي ده، چي تر اوسه یي زیاتي جایزي په لاس راوړي. د سوک وهني په څانګه کي يي له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۳ پوري شپږ لويي لوبي کړي او ټولي يي ګټلي. د سوک وهني په لویه ویب پاڼه BoxRec کي یي د نړی په سلو ۱۰۰ غوره لوبغاړو کي نوم راغلی. په نړیواله سوک وهني اتحادیه WBA او د نیوزیلنډ هیواد د سوک وهني په اتحادیه NZPBA کي ګډون لري. د نړی د مشهورو سوک وهونکو لیویس، ټیلمان، لیوا، بوتا او والیور سره یي لوبي کړي.
پر سوک وهني سربیره د راګبای تکړه لوبغاړی او د کلنو کلنو راهیسي د نیوزیلنډ په ملي ټیم کي چي آل بلکس All Blacks نومیږي لوبیږي. راګبای Rugby د فوټبال غوندي لوبه ده چي په اتلسمه پیړی کي په برتانوي ښونځیو کي رواج وه. په دي لوبه کي توپ د لاس په واسطه ځغلول کیږي او دا لوبه دوه شکله لري پنځلس کسیزه او دیارلس کسیزه.
CNN د ۲۰۱۳ میلادي کال د نومبر په میاشت کي د سني بیل د اسلام په هکله داسي وايي: “هغه کس چي د نیوزیلنډ لپاره تحفه بلل کیږي، د بوکس او راګبای اتل دی په جدي توګه سره اسلام قبول کړ، د سني بیل د اسلام راوړلو سبب یوه کورنی سول کوم چي په جنوبي فرانسه کي يي ژوند کوی. دا کورنی کي والیدین او پنځه ماشومان یي په یوه خونه اوسیدل.”
خپله سني بیل د دوی په هکله داسي وایي: “زه و دوی ته ډیر نږدي او ګران وم، دوی په خپل ژوند کي ډیر خوشحاله او ارامه وه، د دوی د ژوند کولو طریقه ساده او بسیطه وه. “
د یوي غریبي مسلماني کورنی لیدنه او د هغو صبر، زغم، د ژوند طریقي، یو د بل سره مینی، شرف او عزت، د مشرانو احترام او خوشحالی ته متوجه کیدل، ددي لامل سول چي د سني بیل دا کلک وحشي زړه د اسلام په رڼا ور ځلانده او ښکلی کړي. او سني بیل و دي ته و هڅوی چي د اسلام په دا عظیم نظام کي خپل قدمونه کښیږدي او د یو حقیقي خالق پر را لیږل سوي کتاب عمل وکړي او ځان د هغه کتاب په ګاڼه سمبال کړي. او هغه هدایت چي الله جل جلاله ورته په تقدیر کي لیکلی حاصل کړي.