وروستي:

 لوی څښتن بالاخره حق حق جوتوي

استاد عبدالمالک همت

راځئ لومړی لاندي مبارک آيت تلاوت کړو، خوند پرواخلو او بیا يې معنا ته پام واړوو، څو په پایله کي يې پر باطل او باطل پالو باندی د اسلام، حق او حق پالو مسلمانانو پر بری او غلبه باندي نور هم ډاډه او متیقن سو، لوی څښتن جلت غظمته فرمايي:﴿ وَيُحِقُّ اللَّهُ الْحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُجْرِمُونَ (82)﴾ [يونس: ۱۰ : ۸۲]

ژباړه: او الله رښتيا (حق) په خپل امر(په خپلو ثابتو قواعدو او سننو او دلايلو او نه ردېدونکې قضا) سره رښتيا (او قوي) جوتوي(او تاييدوي يې او هغه ته په خپلو قدري کلماتو او د خپلو شرعي او ديني کلماتو په دلايلو ثبات او پياوړتيا بخښي او سر لوړی کوي يې)، که يې هرڅونه (د فرعونيانو) مجرمان(کافران، ظالمان ، مفسدان او جرایم پېشه عناصر) بد ګڼي(او تندي يې ګونچي کوي. الله د هغو هيڅ پروا نه کوي).

په پورتني آيت شریف کي د حق او باطل او فساد او سمون(صلاح) د کشمکش او تنازع په اړه د لوی څښتن پر سنت او کړنلار باندي تاکید او ټينګار سوی دی.

یعني: د لوی څښتن قانون او کړنلار داسي را جوړه سوې ده چي د مفسدانو، ورانکارانو، جنایتکارانو، خاینانو او له حق څخه د مخ اړوونکو پلانونه، عملونه، دسيسې او شرارتونه نه بریالي کوي، بلکي ورګډوډوي يې او باطلوي يې او حق ته بالاخره  په حپل تاييد سره احقاق بخښي او بریالی کوي يې او په دې اړه يې په ژمنه او وعده کي د نه ترسره کېدو او تخلف څه شک او شبهه نسته. که څه هم په دې سره د مجرمانو او مفسدانو پر تندي باندي ګونجي راځي او بد ځني وړي او قهر او غوسه يې راپاريږي.

حق ۲

د لوی څښتن سبحانه دې سپېڅلي آیت ته هم ځير سئ: ﴿ وَيَمْحُ اللَّهُ الْبَاطِلَ وَيُحِقُّ الْحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ ﴾ [الشوری: ۴۲ : ۲۴]

ژباړه: او الله په خپل امر(په خپلو ثابتو قواعدو او سننو او دلايلو او نه ردېدونکې قضا او قرآني خبرو) سره باطل له منځه وړي او حق جوتوي او پر خپل ځای يې کښېنوي(لکه چي د باطل پالو بلني، غوښتني او موخي هر کله باطلي او له منځه تلونکي جوتي سوي دي او د اسلام بلني او دعوت ته هرکله بری، عزت او تمکین ورپه برخه سوی دی).

د مومنانو په زړونو کي د لوی څښتن په وعده کي هيڅکله څه شک نه ورګرځي او نه په دې کي څه شک ورلوېږي چي دا نړۍ او دا کاینات او نظام به يې پر حق نه وي ولاړ او نه په دې کي څه شک کوی چي لوی څښتن له حق څخه ملاتړ کوي او په دې حق سره پر باطل داسي واری کوي او سر يې داسي ورماتوي چي دا ګورې يې بیا به له منځه تللی وي.

البته کله چي لوی څښتن يو وخت له وختو څخه مومنان د باطل او باطل پالو په تېري اوغلبه سره په ابتلا او ازميښت کي واچوي، نو دوی پوهيږي چي دا د لوی څښتن له خوا د هغو په اړه فتنه او ازمیښت دی او په دې سره يې خدای تعالی له ناوړتياوو راباسي او جسمي، عقلي او خلقي ځواکونو ته يې وده ورکوي، څو د بشپړتیا او کمال درجې ته ورسيږي. دا ځکه چي مومنانو ته ضعف او نيمګړتیا لار موندلې وي او خدای تعالی اراده کړې وي چي دوی د الله له خوا د ملاتړ کېدونکي حق استقبال ته چمتو کړي. په دې توګه مسلمانان متوجه کړي چي د ابتلا او ازمیښت په احساسولو سره د خپلو ځانونو ضعفونه او نيمګړتیاوي ليري کړي. نو څنګه چي دوی د خپلو نواقصو او ناوړتیاوو د سمون او علاج لپاره اقدام او هلي ځلي وکړي، لوی څښتن هم د ابتلا او فتنې موده پر راکمه کړي او هغه څه چي اراده يې کړې وي د دوی پر لاس پلی او متحقق کړي، اما د عذاب وړکسانو ته عذاب ټاکلی او مقرر وي:

﴿بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَى الْبَاطِلِ فَيَدْمَغُهُ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٌ ﴾ [الانبیاء: ۲۱: ۱۸]

ژباړه: بلکي موږ په حق سره پر باطل وارى کوو او دا حق د باطل سر داسي ماتوي او ماغزه يې داسي ورپاش پاش کوي چي ګورې يې بيا محو سوى وي.

بلکي پرباطل باندي د حق غلبه او بري د لوی څښتن اراده باله سی اود لوی څښتن ارادې او قضاته هيڅوک بدلون نه سي ورکولای، لکه چي فرمايي:

﴿وَيُرِيدُ اللَّهُ أَنْ يُحِقَّ الْحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ وَيَقْطَعَ دَابِرَ الْكَافِرِينَ (7) لِيُحِقَّ الْحَقَّ وَيُبْطِلَ الْبَاطِلَ وَلَوْ كَرِهَ الْمُجْرِمُونَ (8) ﴾ [الانفال: ۸: ۷ ، ۸]

ژباړه:الله اراده کړې وه چي حق(اسلام) په خپلو احکامو او لارښوونو سره (عملا) حق جوت کړي(او تاسي ته امر وکړي چي د کفارو سره جګړه وکړئ او په دې توګه هغه سر لوړى کړي)  او د کافرانو ريښې( په هلاکت سره) وکاږي. څو په دې توګه حق(چي اسلام او مسلمانان دي) حق(له منځه نه تلونکي او غالب) جوت کړي او باطل له منځه تلونکى څرګند کړي، که څه هم د مجرمانوله دې خبري څخه ډېر بد راځي.

البته دا هرڅه د لوی څښتن په امر او اراده موقوف دي:

﴿ فَإِذَا جَاءَ أَمْرُ اللَّهِ قُضِيَ بِالْحَقِّ وَخَسِرَ هُنَالِكَ الْمُبْطِلُونَ (78)﴾ [غافر: ۴۰: ۷۸]

ژباړه: بیا کله چي د الله حکم (د فتحي یا د پیغمبرانو او د هغو د قومونو ترمنځ د پرېکړي په باب) راسي نو په حق او عدالت سره پرېکړه کيږي(اوکفار به هلاک سي او پیغمبران به وژغورل سي)او په دې موقف کي به (کوم چي په هغه کي د بنده ګانو ترمنځ پرېکړه کيږي) هغه کسان چي باطل پالي دي سخت تاوان وکړي(ځکه چي دوی د خپل کفر له امله د هلاک مواردو ته ځانونه برابر کړي دي).

دا ټول مبارک آيتونه په څرګنده توګه پر باطل باندي د حق د ملاتړ په باب د لوی څښتن د ارادې تقرر او ټاکنه په ډاګه کوي او دا څرګندوي چي حق اصیل، بنسټيز او غالب دی او باطل ضعیف او له منځه تلونکی دی او هيڅ اصل او بنسټ نه لري. همداراز دا هم په ګوته کوي چي لوی څښتن جلت عظمته د حق او باطل د معرکې تر شا ولاړ دی او هغه سبحانه وتعالی يې په خپله اراده سره لارښوونه کوي او په نهایت کي پر باطل باندي د حق د بري او نصرت حکم کوي.

له دې امله دی چي د مسلمانانو زړونه ډاډه دي، ضمایر يې پر آرامه دي، شک او شبهه يې زړونو ته لار نه پیدا کوي، بلکي ځای يې یقین او باور نيولی دی. نو الله د حق د خاوندانو سره دی، مرسته، تاييد او ملاتړ يې کوی او خپل بنده ګان نه هېروی او یوازي يې نه پرېږدي، بلکي ترڅنګ يې ولاړ دی، حق حق کوی او باطل پوپناکوي او له منځه يې وړي تر څو يې نه اثر پاته سي او نه شتون.