وروستي:

نیوکه او تنقید

حامد افغان

له یوه لویځوال مفکر نه پوښتنه وشوه چې د لویدیځ د پرمختګ راز په څه کې ده؟ هغه په ځواب کې ورته وویل: د نظر مخالفت د انسان سپیڅلی حق ګڼل. دا بې له شکه کره خبره ده، دا د یوه لویدیځوال مفکر خبره نه ده دا د فطرت یو قانون دی او دا قانون په یوه نبوي حدیث کې داسې بیان شوی دی: اختلاف امتي رحمة.( د دې حدیث په صحت کې خبرې شته خو ملاعلي القاري رحمه الله وایي دا حدیث الخطابي راخیستی او القرطبي هم، نو کیدی شي اساس ولري).

د نظر مخالفت هر وخت د نیوکي او تنقید په شکل رامنځته کیږي، نیوکه که په هر چا کیږي هغه په حقیقت کې د مطالعې او څېړني یو شکل دی، د نیوکي او تنقید موخه په یوه موضوع د نظر ښکاره کولو پیل وي د تنقید موخه دا وي چې د یوې موضوع په اړه مختلف ذهنونه په مخلصانه توګه د خپلو څیړنو پایلې بیان کړي، او بیا دې نور خلک د هغه اړوند خپل نظرونه ښکاره کړي، او دا ډول ازادانه نظر څرګندول د ذهني پرمختګ لازمي غوښتنه ده.

علم پخپله یوه نامحدوده موضوع ده، دا خبره په دیني او دنیوي ټولو چارو کې یو ډول رښتینې ده. د نظر مخالفت بې له شکه رحمت دی او په هر صورت ګټور کار دی، دلته باید یو شرط په نظر کې ونیسو او هغه دا چې د نظر مخالفت کول باید په کره دلیل تکیه ولري، او هسې پوچه ادعا با د چا شخصیت کمزوری کول مطلب نه وي.

د نظر د مخالفت ګټې خورا زیاتي دي، په دې سره ترغور لاندې موضوع کې نوي اړخونه راپورته کیږي، په دې سر تخليقي فکر وده کوي، په دې سره خلک کولی شي چې د نورو د فکر له پایلو ګټه ترلاسه کړي، او په دې سره د موضوع پټ اړخونه را برسیره کیږي او داسې نوري ګټي..