د ابو بکر رضي الله عنه د دعا تشریح
حامد افغان
ابو بکر صدیق رضی الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: يارسول الله! داسې کلمات او دعا را وښيه چې سهار او ماښام یې وایم، رسول الله صلي الله علیه وسلم دا دعا ور وښووله: اللَّهُمَّ عَالِمَ الغَيْبِ والشَّهَادَةِ، فَاطِرَ السَّموَاتِ والأرْضِ، رَبَّ كُلِّ شَيءٍ ومَلِيْكَهُ، أشْهَدُ أنْ لا إلَهَ إلاَّ أنْتَ، أعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ نَفْسِي، وَمِنْ شَرِّ الشَّيْطَانِ وَشِرْكِهِ، وأنْ أقْتَرِفَ عَلَى نَفْسِي سُوءاً، أوْ أجُرَّهُ إلَى مُسْلِم. رواه احمد، والترمذي والطبراني، والبيهقي، والبخاري في الادب.
ژباړه: ای الله! ته په غیبو او ښکاره باندي خبر یې، د اسمانونو او ځمکو پنځوونکی یې، د هرشي څښتن او واکدار یې، شاهدي وایم چې له تا پرته بل د عبادت وړ خدای نشته، په تاسره د خپل نفس له شر او د شیطان له شر او شرک نه پناه غواړم، او ځان ته له بدو رسولو نه په تاسره پناه غواړم او یا بل کوم مسلمان ته د بدو او تکلیف رسولو نه.
تشریح
په دعا کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د نفس له شر نه پناه غوښتې ده: ” من شر نفسي ” د نفس له شر نه پناه غوښتل ځکه ضروري دي چې انساني نفس دنیوي خوندونو او لذتونو ته ډېر میلان لري او انسان په خپل پوره ځواک سره همدې لورته وربولي، لکه قرانکریم وایې: إن النفس لأمارة بالسوء. او د انساني نفس مختلفې معناوې دي دلته مراد معنا یې د انسان د غضب او شهوت ځواک ده.
دلته دا پوښتنه رامنځته کیږې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له “نفس” نه د “شر” تصور هم نشي کیدلی نو بیا څنګه هغه د نفس له شر نه پناه غواړي؟ دې خبرې ته دوه ځوابونه لرو یو دا چې د نفس له شر نه د پناه غوښتلو مطلب په خیر باندي ثابت پاته کیدل دي او بل دا چې په دې سره امت ته تعلیم او زده کړه ورکول مراد دي، او دا وروستی ځواب ښه او مناسب ده.
په دعا کې د نفس له شر او د شیطان له شر او شرک نه پناه غوښتل شوې ده او ځان او بل مسلمان ته له بدو او شر رسولو پناه غوښتل شوې ده، ځکه انساني نفس د شر داعي او بلونکي دی نو انسان په شر اخته کوي او شیطان یې هم شر او بل مسلمان ته بدو رسولو ته رابولي نو ځکه له دوی پناه غوښتل په کار دي، د شیطان په اړه قرانکریم وایي: شیطان خپله ډله هغې لارې ته بولي چې جهنم ته رسیدلې ده، إنما يدعو حزبه ليكون من اصحاب السعير.
د دعا مهم پیغام
د دعا په پای کې راغلي دي: وأنْ أقْتَرِفَ عَلَى نَفْسِي سُوءاً، أوْ أجُرَّهُ إلَى مُسْلِم. یعني او ځان ته له بدو رسولو نه په تاسره پناه غواړم او یا بل کوم مسلمان ته د بدو او تکلیف رسولو نه. په دې دعا کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له طرفه امت ته خورا ستر او مهم پيغام نغښتی ده باید ووایو چې دا دعا د سهار او ماښام له اذکارو نه ده لکه ابو بکر رضي الله عنه ته یې دا خبره کړې ده چې دا سهار او ماښام وایه، نو یو څوک چې سهار او ماښام له الله نه غواړي چې یا الله! خپل ځان او بل مسلمان ته له بدو رسولو مي وژغوره؛ هغه به خامخا کوښښ کوي چې له بده کاره او بل ته له بدو رسولو ځان وساتي، که یو څوک دا ذکر ورد وګرځوي په روحي لحاظ هم په هغه کې دا توان پیدا کیږې چې ځان او بل مسلمان ته له ضرر رسولو ځان وژغوري، خو دا د هغه چا له پاره چې خپل اذکار او اوراد په ویښ او بیدار زړه وایې او هسي عادت او د تشو الفاظو تکرار یې نه وي ګرځولي.