وروستي:

منی کې د ټېل ماټېل له امله سلګونه حاجيان مړه شوي

حماد – عربي رسنۍ

افغان بنسټ (پنجشنبه، د تلې۲مه ۱۳۹۴ل): مکه مکرمه کې جمراتو سره نږدې په ټیل ماټيل کې ۷۱۷ څخه زیات حاجیان مړه او له ۸۱۸ تنو څخه زيات ټپيان شوي دي.

دغه پېښه د رمي یا شیطان ویشتلو پر مهال رامنځته شوې.

دا په تېرو ۲۵ کلونو کې د حج مراسمو پر مهال تر ټولو مرګونې پېښه ده.

اوسمهال د حج فریضې ادا کولو لپاره لږترلږه دوه میلیونه حاجیان سیمه کې شتون لري.

د العربية تلويزيوني چينل د راپور له مخې دا پېښه د منی ۲۰۴ نمبر کوڅه کې رامنځته شوې.

چارواکي وايي چې د پېښې وروسته ۴۰۰۰ ژغورونکي او ۲۰۰ امبولاسونه په مرستندویه کارونو مصروف دي او چورلکې هم د ژغورنې په بهیر کې برخه اخلي.

د پېښې وروسته ټولو نږدې روغتونونو کې بیړنی حالت نافذ شوی، د ژغورنې او د ټپیانو د لېږد پروسه لا هم روانه ده.

د «محمد» په نامه یو حاجي سیمه ایزو رسنیو ته د پیښې په اړه ویلي: «د حاجیانو بهیر د جمراتو پر لور روان و، ګورم چې مخکې لار بنده ده، څو شیبې پس له شا نه د حاجیانو تازه دمې جوپې راورسېدې او سخت ټېل ماټېل رامینځته شو، ښځو په لوړ اواز چیغې وهلې او سپین ږیري پر ځمکه راپرېوتل».

په وژل شوو کسانو کې ډيری سپین ږیري او ښځې دي.

سعودي چارواکو تر اوسه د وژل شوو کسانو جنسيات نه دي اعلان کړي؛ خو په منی کې د بي بي سي يو خبريال ويلي چې ډېری وژل شوي کسان د نايجيريا، چاډ او سينيګان او سېدونکي دي.

دغه راز ايراني چارواکو ويلي چې په مړو کې د دوی د هېواد ۴۳ تنه هم شامل دي.

منی کې ټېل ماټېل له امله مړه شوي حاجيان.jpg۲

د مدينې منورې اسلامي پوهنتون يو زده کوونکي قاري عبدالرحمن سعيد چې د حج د مراسمو د اداينې لپاره مکې ته راغلی و، افغان بنسټ ويب پاڼې ته وويل چې نن په منی کې د هر وخت په پرتله ګرمي ډېره وه او ډېری سپين ږيري او ضعيفه حاجيان به په لارو کې بېهوښه کېدل، نوموړي زياته کړه: که څه هم د سعودي چارواکو له لورې منی ته د حاجيانو د تګ او راتګ لارې جلا ټاکل شوي؛ خو يو شمېر حاجيانو هڅه کوله چې له ټاکل شوي لارې پرته بېرته په همغه لار شاته وګرځي چې پرې راغلي، له همدې امله د جمراتو تر څنګ خلک جام شول او ورسره په شاته لارو کې د خلکو مخه ډب شوه چې له امله يې دا پېښه را منځه شوه.

د بشير سعد عبدالله په نوم يو خبريال رسنيو ته ويلي: که څه هم پوليسو هغه کوڅه بنده کړې چېرې چې دغه پېښه را منځته شوې ده؛ خو تر کومه چې سترګې ليدل کوي د مړو کتارونه پراته دي.

منی کې ټېل ماټېل له امله مړه شوي حاجيان.jpg۳

تر دې وړاندې د حرم شریف دننه د یوه کرین راغورځېدو له کبله تر۱۰۷ کسان ووژل شول او نېږدې ۲۲۰ نور ټپیان شول.

وروستي ځل په ۲۰۰۶ کې په حرم شریف کې د ټیل ماټیل له کبله ۳۴۶ کسان ووژل شول او تر ۱۰۰ پورته ټپیان شول.

له هغه وروسته د سعودي حکومت د جمراتو لپاره نوې نقشه جوړه او په لنډ وخت کې يوه څلور پوړيزه ودانۍ جوړه کړه چې هر پوړ ته جلا جلا پلونه ورکړل شول، دغه پلونه ۹۵۰ متره اوږدوالی او ۸۰ متره پلنوالی لري، د دې پرمختللي نقشې د جوړوونکو په وينا که اړتيا پېښه شي دغه ودانۍ د ۸ نورو پوړونو وړتيا هم لري چې بيا به د پنځه ميليونو حاجيانو د تېرېدلو جوګه وي.

د پلټنو امر

په عين حال کې د سعودي شاهي ماڼۍ اعلان کړی چې د دې پېښې د څېړنې لپاره يې يو لوړرتبه هيئت ټاکلی او ډېر ژر به د څېړنو پايلې اعلان کړي.

د سعودي عربستان د روغتيا وزير الجزيره شبکې ته ويلي چې دا پېښه هغو لارښوونو ته د ځينو حاجيانو د نه پاملرنې له امله را منځته شوې چې د سعودي حکومت له لورې جمراتو ته د تللو پر مهال هغوی ته کېږي.

مکي حرم کې د اختر لمونځ 

له بلې خوا نن په مکي حرم کې د لوی اختر لمونځ ادا کړل شو، د اختر په خطبه کې د مکي حرم امام شيخ خالد الغامدي حاجيانو ته په خپله وينا کې وويل چې له صبر او تحمل څخه کار واخلي؛ نو الله جل جلاله به هغه ټولې بدلې ورکړي چې د حج له مراسمو سره يې ژمنې شوي دي، نوموړي زياته کړه: اسلامي امت نن سبا له ډېرو سختو او پړاوونو تېريږي او هر لورې ته چې سترګې اړوې د دردونو خبرې دي، په داسې حالاتو کې مسلمانانو ته ښايي چې خپل يووالی او پر دين ټينګښت وساتي.