وروستي:

سعودي حکومت د حرم پېښي د مړو کورنیو ته یو یو ملیون ریاله مرسته اعلان کړه

د سعودي حکومت د حرم شریف په پېښه کې ټولو وژل شوو کسانو کورنیو سره د یو یو میلیون او ټپيانو سره د نیم نیم میلیون ریالو مرستو اعلان وکړ.

د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز ال سعود د فرمان په اساس د ټولو وژل شوو کورنیو خپلوانو ته به یو یو ملیون ریال، ټولو هغو کسانو ته چې دایمي ټپونه ور رسېدلي وي، یو یو ملیون او نورو پاتې ټپیانو سره به د سعودي حکومت نیم نیم ملیون ریال مرسته وکړي.

په فرمان کې راغلي چې د ۱۴۳۷هـق کال حج لپاره به د ټولو وژل شوو کسانو د کورنیو دوه دوه غړي د سعودي حکومت د خادم الحرمین د مېلمنو په توګه حج ته راوبلي.

د فرمان له مخې ټول هغه ټپیان چې سږکال د ټپونو له کبله حج نشي کولای را روان کال ته به د سعودي د پاچا د ځانګړو میلمنو په توګه حج ادا کولو ته رابلل کیږي.

ملک سلمان همدا راز د حرم شریف د پېښې په اړه د شویو څېړنو په باره کې ویلي چې کرین د تېزې هوا له کبله رالویدلی او دا کومه جنايي پېښه نه وه، خو کرین په سهي لوري کې نه و او د شرکت مسوولینو په دې اړه بېغوري کړې ده.

د حرم شریف د پېښې په اړه ټاکل شوې کمیسیون ملک سلمان ته وړاندیز کړی چې د حرم شریف د رغونې شرکت سره تړون باندې دې نظر ثاني وکړي.

ملک سلمان د کمیسیون د وړاندیز په ځواب کې د (بن لادن شرکت) مشر او ټول غړي تر هغه ممنوع الخروج اعلان کړي او ویلي يې دي تر هغه چې د حرم شریف د پېښې په اړه څېړنې ختمې شوې نه وي او محکمې پریکړه نه وي کړي دوی له هېواده بهر سفر نشي کولای. همدا راز د بن لادن شرکت يې له دې منع کړی چې د رغونې نوي تړونونه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د تېرې جمعې په ورځ په حرم شریف کې په ځايي وخت ۵ بجې او ۱۱ دقیقو د تیزو بادونو له کبله د مسجد د انګړ دننه کرین را وغورځېد چې له کبله یې ۱۱۱ کسان مړه او ۲۵۰ څخه پورته نور ټپیان شول.

نن ټکي آسيا څخه په مننه