وروستي:

د عبدالله بن المبارک سخا

حامد افغان

عبدالله بن المبارک رحمه الله له خپلې قافلې سره حج ته روان و، په لاره کې په یوه کلي تیریدل، د کلي یوه ښځه یې ولیدله چې په ډېران مړ پروت کاغی یې ور واخیست، عبدالله بن المبارک هغې ته خپل غلام ور ولیږه چې ویې پوښتي.
غلام ورغی او له ښځې یې پوښتنه وکړه چې دا مړ کاغی دې ولې در واخیست؟ هغې ورته وویل: دا درۍ ورځې زه او زما ماشومان وږي ناست یو، غلام بیرته راغی او عبدالله بن المبارک ته یې د ښځې خبره وکړه، د هغه له سترګو اوښکې روانې شوې. او امر یې وکړ چې قافله ودروئ، قافله یې تم شوه او خپلو کسانو ته یې امر وکړ چې د قافلې ټول سامان د دې کلي په خلکو وویشئ، د قافلې ټول سامان یې خیرات کړ او حج یې پریښود بیرته د خپل وطن لور ته ستانه شول.
په روایت کې راغلي چې د شپې په خوب کې یې واوریدل چې حج دې قبول، خواري دې ومنل شوه او ګناهونه دې وبښل شول.

عبدالله بن المبارک رحمه الله د خراسان مشهور عالم، مجتهد، مجاهداو شتمن هم و، د هغه په ژوند پوره کتابونه لیکل شوې دي، هغه عرب په فقیه خراسان سره یادوي. نن سبا په خراسان کې د ابن المبارک له وخته زیات غریبان او مسکینان شته خو د ده په څیر شتمن اوعالمان نشته. داسې شتمن شته چې هغوی په مکرره توګه نفلي حجونه کوي خو په شاوخوا کې د غریبانو له حالته ځان نه خبروي .