وروستي:

برتانيا.. له کرکې ډک چلند سرسره د مسلمانانو شمېر په ډېرېدو دی

په بریتانیا کې ۲،۷ میلیونه مسلمانان ژوند کوي. اسلام د دې هېواد دوهم لوی دین دی.

د مسلمانانو ګڼ شمېر په لندن کې استوګن دي. خو د لندن ښاري پولیسو له خولې، سږ کال په دې ښار کې پر مسلمانانو یرغل ډېر شوی.

د لندن ښار د پولیسو په وینا د مسلمانانو ضد کرکې پېښې د تېر کال په پرتله ۷۰ سلنه زور موندلی.

سږ کال ۸۱۶ پېښې په دې تړاو ثبت شوې چې تېر کال دا شمېر ۴۷۸ پېښو ته رسېده.

د (ټېل مه مه) په نامه یوه خیریه مؤسسه چې د مسلمانانو ضد یرغلونه څاري، د دې پېښو لومړنۍ قربانیانې ښځې بولي.

په تېره بیا هغه ښځې چې مخ یې پټ وي، له فزیکي تاوتریخوالي سره مخامخ شوي.

په ثبتو شوو قضیو کې له انټرنیټي ځورونې نیولې تر فزیکي حملې شاملې دي.

د دا ډول پېښو زیاتون د لندن په سویل ختیځ (مېرټن) سیمه کې تر نورو ډېر دی چې د تېر کال په پرتله ۲۶۳ سلنه زیاتوالی په کې لیدل شوی.

د (ټېل مه مه) مشر فیاض مغول په وینا ښځې له دې کرکې تر نورو ډېر عذاب ګالي.

“زموږ د موندنو له مخې مسلمانې ښځې چې پر سړک ګرځي او د ټکري یا حجاب له مخې پېژندل کېږي، د دې ډول یرغلونو په صدر کې دي.”

نوموړې مؤسسه وایي مسلمانانې د دې پېښو په اړه ډېری وخت پولیسو ته نه وایي، له دې وېرې چې ستونزه لا پراخه نه شي.

د پولیسو د کرکې جنایت ضد ځواک په وینا:

“مسلمانې ښځې ډېری وخت یوازې وي او یا هم له خپلو ماشومانو سره ګرځي. د یرغل کوونکو لپاره اسانه ده چې پر دوی لاس پورته کړي تر هغې چې په یو مسلمان سړي حمله وکړي.”

د ځورېدلو ښځو له ډلې یوه هم جوني کلارک ده چې په خټه انګرېزه ده خو مسلمانه شوې. نوموړې له خپل کړاوه وایي:

“دوی داسې فکر کوي چې زه له افغانستان یا سعودي عربه راغلې یم. ښایي تاسې هم داسې فکر وکړئ، ځکه چې یوازې سترګې او لاسونه مې لیدی شی.”

جوني دوه تنکي زامن لري او وېرېږي چې د خلکو ناوړه چلن به د هغې په ماشومانو هم اغېز وکړي.

اوس په دې سلا ده چې د لندن له سویل ختیځه د ښار بلې سیمې ته چې وایټ چپل نومیږي او د مېشت وګړو ډېره برخه په کې مسلمانان دي کډه شي.

جوني وایي دې کار ته اړه شوه:

“هره ورځ خلک نارې راپسې وهي. څوک مې خاینه او ترهګره بولي او ځینې بیا وایي خپل وطن ته ستنه شه.”

خو د ستونزو سربېره اوس هم اسلام په بریتانیا کې تر نورو چټکه وده کوي.

په تېره لسیزه کې د مسلمانانو د ودې زیاتوالی د نورو په پرتله لس ځلې ډېر و.

د دې زیاتوالي لامل نه یوازې نوي مېشت شوي مسلمانان دي، اسلام ته ځایي خلکو هم تر نورو ادیانو ډېره مخه کړې.

سرچينه: بي بي سي