وروستي:

ديني ښوونه – د عباداتو عملي زده کړه

ليکنه: دهند لوی عالم مفتي کفايت الله رحمه الله

ژباړه: مفتي حبيب الله قاسمي

دويمه څانګه: د عباداتو عملي زده كړه (تعليم الاركان)

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِ

پوښتنه:  (ديني عملونه) څه ته وايي  ؟

ځواب: داسلام پنځه بناوې چې داسلام بنياد پرې ولاړ دى لومړني بناته يې ايمان وايي اوتاسو داسلامي عقايدو ترسرليک لاندې په لومړۍ څانګه كې ولوست ، پاتې څلور نور بناوې (لمونځ، زكات، روژه او حج) همدې ټولو ته (ديني عملونه) وايي ، چې دلته په دويمه څانګه كې به لومړى تاسې دلمانځه حکمونه ولولئ .

لــمــونـــځ

پوښتنه: لمونځ څه ته وايي ؟

ځواب: لمونځ دالله پاک دعبادت اوبندګۍ يوه غوره او ځانګړې طريقه ده چې الله پاک اوپيغمبر صلی الله عليه وسلم  بندګانوته ښوولې.

پوښتنه: له لمانځه مخكې دكومو کارونو كول ضروري دي ؟

ځواب: له لمانځه دمخه اوه (7) کارونه کول ضروري دي،چې له هغو پرته لمونځ نه كيږي،همدې خبرو ته د(لمانځه شرطونه) او (فرايض) وايي .

پوښتنه: هغه اوه (7)خبرې كومې دي ؟

ځواب: لومړى: دبدن پاكوالى.دوهم:دكاليو پاكوالى. دريم :-دځاى پاكوالى. څلورم : عورت پټول.پنځم: دلمانځه دوخت پېژندل.شپږم: قبلې ته مخ كول.اووم: نيت كول.

د لمانځه د لومړي شرط (پاكوالي) بيان

پوښتنه: دبدن پاكوالى څه ته وايي ؟

ځواب: دبدن پاكوالى دادى چې هيڅ ډول پليتي اونجاست پرې نه وي .

پوښتنه: پليتي (نجاست) څو ډوله دى  ؟

ځواب: دوه ډوله  : ۱. حقيقي.   ۲. حكمي.

پوښتنه: حقيقي پليتي  څه ته وايي ؟

ځواب: هغه پليتي چې په سترګو لېدل كيږي (حقيقي نجاست) بلل كيږي لكه : وړې بولې(متيازې)، غټې بولې ، وينې او شراب.

پوښتنه: حكمي نجاست څه ته وايي ؟

ځواب: هغه پليتي چې په سترګو نه لېدل كيږي؛ خو د يني ښوونې ورته پليتي وايي حكمي نجاست بلل كيږي لكه : بې اودسي او جنابت .

پوښتنه: لمانځه ته له كوم ډول نجاسته دبدن پاكوالى ضروري دى ؟

ځواب: له دواړه ډوله نجاست څخه دبدن پاكوالى ضروري دى .

پوښتنه: حكمي نجاست څو ډوله دى ؟

ځواب: دوه ډوله دى : لومړى كمكى حكمي نجاست چې (حدث اصغر)  ورته وايي ، دوهم غټ حكمي نجاست چې (حد ث اكبر) او جنابت يې بولي .

پوښتنه: له كمكي حكمي نجاسته دبدن پاكولو طريقه څه ډول ده ؟

ځواب: له كمكي حكمي نجاسته بدن په اوداسه سره  پاكيږي .

اودس

پوښتنه: اودس څه ته وايي؟

ځواب: كله چې سړى دلمانځه اراده وكړي ؛ نو په پاك لوښي كې دې پاكې اوبه را واخلي ، لومړى دې ترمړوندو دواړه لاسونه ومينځي ، ورپسې دې درې ځله په خوله اوبه ورغړوي ، مسواك دې ووهي ، بيا دې درې ځله پوزې ته اوبه واچوي او په كيڼ لاس دې پاكه كړي بيابه درې ځله مخ ومينځي ، ورپسې دې درى واره دواړه لاسونه ترڅنګلوپورې ومينځي، بيا دې دسر او غوږو مسح وكړي ، بيابه دواړه پښې تربېډيو ومينځي همدې ته (اودس) وايي چې دكولو طريقه يې تاسې د تعليم الاسلام په لومړۍ برخه كې لوستې ده .

پوښتنه: آيا په اوداسه كې داټولې خبرې ضروري دي ؟

ځواب: نه ! په اوداسه كې ځينې خبرې ډېرې ضروري دي  اوكه پرېښودل شي اودس نه كيږي ، هغوته فرض وايي اوځينې خبرې بيا داسې دي چې په كولو يې ثواب زياتيږي  او كه پاته شي څه زيان نه لري چې همدې ته  (مستحب) وايي .

پوښتنه: په اوداسه كې څو فرضونه دي ؟

ځواب: په اوداسه كې څلورفرضونه دي :

١. دمخ مينځل چې دسرد وېښتانو دشنه كېدو له ځايه نيولې دزنې ترلاندې برخې پورې ،د يوه غوږ له نرمۍڅخه نيولې دبل غوږ ترنرمۍ پورې دي .٢ــ ترڅنګلو پورې دواړه لاسه (لومړى ښى اوبيا چپ) پرېمينځل.٣ــ دسر دڅلورمې برخې مسح كول.٤ـ تربېډيو ددواړو پښو مينځل  .

پوښتنه: په اوداسه كې څو شيان سنت دي ؟

ځواب: په اوداسه كې ديارلس (13) شيان سنت دي:١-داوداسه نيت. ٢-بسم الله الرحمن الرحيم ويل.٣-اول ترمړوندو دواړه لاسه مېنځل.٤-مسواك وهل.٥-خوله مېنځل.٦-درى وراه په كيڼ لاس پوزې ته اوبه اچول.٧-دږيرې خلالول.٨-دلاسو اوپښو د ګوتو خلالول .٩-هراندام (غړى)درى واره مينځل .١٠-دټول سر مسح، يعنې لوند لاس پرسرتېرول.١١-دواړه  غوږو نه مسح كول .١٢-په ترتيب سره داندامونومينځل.١٣-پيوسته اودس كول داسې چې يواندام لا وچ شوى نه وي سمدلاسه  بل اندام پرېمينځل شي .

پوښتنه: په اوداسه كې څوشيان مستحب دي ؟

ځواب: په اوداسه كې پنځه(5)شيان مستحب دي : ١-له ښي اندام نه پيل كول، چې ځينې علمايې په سنتوكې شماري.٢-ورمېږ(څټ) مسح كول . ٣-دبل چاله مرستې پرته اودس كول.٤-قبلې ته مخامخ كښېناستل. ٥-پرپاك او لوړ ځاى باندې اودس كول .

پوښتنه: په اوداسه كې څو شيان مكروه دي ؟

ځواب: په اوداسه كې څلور (4) شيان مكروه دي : ١-پرناولي ځاى اودس كول . ٢-په ښي لاس دپوزې پاكول .٣-په اوداسه كې دنياوي خبرې كول .٤-دسنت طرېقې پرخلاف اودس كول .

پوښتنه: اودس په څو شيانو ماتيږي ؟

ځواب: په اتو (8) شيانو سره اودس ماتيږي چې داوداسه نواقض (ماتوونكي) ورته وايي اوهغه دادي:١-غټې او وړې بولې كول، يا د همدې دوو شرمځايونونه ديوبل شي وتل. ٢-باد پرېكېدل (دشاڅخه هوا وتل).٣-دبدن ديوې برخې څخه دوينې او نوونو بهېدل .٤-په ډكه خوله كانګې (قى)كول . ٥-په پروتي اويا ډډه وهلو خوب. ٦-د ناروغۍ او يا بل څه له امله بې هوښه كېدل. ٧-ليونتوب.٨-په لمانځه كې په زوره خندل.

غسل

پوښتنه:له غټ حكمي نجاسته(حد ث اكبراوجنابت) بدن څرنګه پاکيږي؟

ځواب: بدن له لوي حکمي نجاسته په غسل پاكيږي .

پوښتنه: غسل څه ته وايي ؟

ځواب: ټول بدن مينځلوته وايي، چې دديني ښوونوله مخې ځانګړې طريقه لري.

پوښتنه: دغسل طريقه څه ډول ده ؟

ځواب: دغسل كولو طريقه داده چې:لومړى دواړه لاسونه ترمړوندو پورې پريمينځي بيا استنجا وكړي اوله بدنه حقيقي نجاست لېرې كړي، اودس وكړي ،بيا پربدن اوبه واچوي ، په لاس يې وموښي اوبيا پرې درې واره اوبه تېرې كړي؛خوله كنګال اوپوزې ته به هم اوبه اچوي.

پوښتنه: په غسل كې څو فرضونه دي ؟

ځواب: درې (3)فرضونه دي :

١-خوله مينځل.        ٢-دپوزې مينځل.         ٣-ټول بدن مينځل  .

پوښتنه: په غسل كې څو سنتونه دي ؟

ځواب: پنځه (5) سنتونه دى : ١-ترمړوندو دواړه لاسونه مينځل.٢-استنجاكول،اودبدن پركوم ځاى چې نجاست وي،هغه لرې كول.٣-دپليتۍ دلرې كولوپه نيت غسل كول.٤-لومړى اودس كول .٥-درى واره پرټول بدن اوبه تېرول .