وروستي:

سلواکیا د مسلمانو کډوالو له منلو ډډه وکړه

سلواکیا چې په خپل هیواد کې د ۲۰۰ تنو کډوالو د منلو نه خبر ورکړی وو اعلان کړی دی چې دوی یواځي د مسیحي کډوالو منلو ته تیار دي. سلواکیا به مسلمان کډوال ونه مني.

د سلواکیا لخوا ددې اعلان نه وروسته د نړۍ یو زیات شمیر برخو نوموړی هیواد په تبعیض تورن کړ. سلواکیا د تبعیض تورونه کړي دي او ویلي دي چې دوی د مسلمانانو لپاره جوماتونه نلري.
د اروپايي ټولنې غړي هیوادونو لنډه موده د مخه اعلان وکړ چې دوی د ۴۰ زرو سوري کډوالو منلو ته تیار دي. اروپايي ټولنې پریکړه وکړه چې په ایټالیا او یونان د کډوالو د بار د سپکولو له امله به ۴۰ زره کډوال دوی په خپلو منځونو کې وویشي.
په همدې چوکاټ کې سلواکیا د ۲۰۰ تنو کډوالو منلو ته غاړه کیښوده. سلواکیا وروسته بیا اعلان وکړ چې دا ۲۰۰ تنه کډوال به په یو شرط ومني چې دوی ته مسلمان نه بلکې مسیحي کډوال واستول شي.
د سلواکي د کورنیو چارو د وزارت ویاند ایوان متیک ویلي دي چې ددې پریکړې لامل ددوي په هیواد کې د جوماتونو نشتوالی دی. نوموړي ویلي دي موږ تیار وو چې ۸۰۰ تنو کډوالو ته پناه ورکړو خو لکه څرنګه چې ټول پوهیږي په سلواکیا کې هیڅ کوم جومات شتون نلري.
د بله پلوه د اروپا د کمیسیون یو ویاند ټینګار کړی دی چې په اروپايي ټولنه کې هر ډول تبعیض منع دی. همداشان د ملګروملتونو د کډوالۍ عالي کمشنرۍ د اروپايي هیوادونو نه غوښتي دي چې د کډوالو د منلو په برخه کې دې د تبعیض نه لاس په سر شي. دوی باید د کډوالو دین، مذهب او عقیدې ته د کتو پرته دوی ومني او دوی ته پناه ورکړي.
د بله پلوه جرمني او سویډن ویلي دي چې دوی په اروپايي ټولنه کې تر ټولو زیات کډوالو ته ځای ورکړی دی . د جرمني دولت اټکل کړی دی چې په ۲۰۱۵ کال کې لږ تر لږه ۸۰۰ زرو تنو ددوی نه د کډوالۍ غوښتنه کړې ده .
د ویلو ده چې دا شمیره د ۱۹۹۲ کال دوه برابره ده . په ۱۹۹۲ کال کې په جرمني کې ۴۴۰ زرو تنو د کډوالۍ غوښتنه کړې وه .