وروستي:

د ډاليو لګښت د حج په لګښت کې نه حسابېږي

فتوی شمېره: ۱۴۴

دډالیو لګښت دحج په لګښت کې نه حسابیږي

د افغان بنسټ دارالافتاء ته

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

په یوه سړي حج فرض وي،خو له دې امله حج ته نه ځي چي سبا بیرته راستون شم،نو خلکوته به څه ورکوم،سهی ده چې دحج کولوتوان لرم خو بیا دهدیو او دډالیو  ورکولو توان نه لرم،له دې امله اوس حج ته ځم،کله مي چې داتوان هم پیداکړ نو بیا به حج ته ولاړشم،شریعت داسي سړي ته څه حکم کوي،دداسي سړي حج ته نه تګ آیا ګناه لري او که نه ؟

مدیر ضیاالحق،ګردیز

ځواب

حامدا ومصلیا:

کورنۍ، خپلوانو او ملګرو ته ډالۍ راوړل یا دحاجي پوښتنې ته راتلونکو خلکو ته تسبیح، جاینماز، خولی یا دسمال ورکول دحج په لګښت کې نه حسابیږي؛ نوکه څوک دحج لګښت ولري او ددغوډالیو پیسې ورسره نه وي، حج پرې فرض دی او په نه کولو یې ګناهګاریږي.

1-قال الله تعالي : ولله علي الناس حج البيت من استطاع إليه سبيلا((ال عمران رقم اية 97))

2-وفي أحكام القرآن للجصاص 2/22 ط : دار الكتب العلمية

فثبت بذلك أن من شرط الاستطاعة إمكان الوصول إلي الحج.

3-وفي جامع الترمذي 1\378 ط :الطاف ايند سنز رقم 812

عن علي قال : قال رسول الله عليه وسلم : “من ملك زادا وراحلة تبلغه إلي بيت الله ولم يحج فلا عليه أن يموت يهوديا أو نصرانيا ’وذلك أن الله يقول في كتابه : ولله علي الناس حج البيت من استطاع إليه سبيلا.

4-وفي الدر المختار مع رد المحتار 2/156 ط : حنفية

ليس من الحوائج الاصلية ما جرت به العادة المحدثة برسم الهدية للأقارب  و الأصحاب فلا يعذر بترك الحج لعجزه عن ذلك كما نبه عليه العمادي في منسكه.

5-وفي البحر الرائق 2/547 ط : رشيدية

وهاهنا فائدة ينبغي للعامة التنبه لها وهي أن عدم القدرة على ما جرت به العادة المحدثة لكثير من أهل الثروة برسم الهدية للأقارب والأصحاب ليس بعذر مرخصلتأخير الحج فإن هذا ليس من الحوائج الشرعية فمن امتنع من الحج بمجرد ذلك حتى مات فقد مات عاصيا فالحذر من ذلك.

6-وفي بدائع الصنائع 3/52 ط : دار الكتب العلمية

وأما تفسير الزاد ، والراحلة فهو أن يملك من المال مقدار ما يبلغه إلى مكة ذاهبا ، وجائيا راكبا لا ماشيا بنفقة وسط لا إسراف فيها ، ولا تقتير فاضلا عن مسكنه ، وخادمه ، وفرسه ، وسلاحه ، وثيابه ، وأثاثه ، ونفقة عياله ، وخدمه ، وكسوتهم ، وقضاء ديونه .

7-وفي تبيين الحقائق 2/235 ط : دار الكتب العلمية

( فرض مرة على الفور بشرط حرية وبلوغ وعقل وصحة وقدرة زاد وراحلة فضلت عن مسكنه وعما لا بد منه ونفقة ذهابه وإيابه وعياله )أي وقضاء ديونه.

والله سبحانه وتعالي أعلم بالصواب

كتبه : عبد الرؤف قاسمي

23 جمادي الأولي 1434

الجواب صحیح

مفتي: عبدالحق حقاني