وروستي:

د اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد د وفات د غميزې په اړه د تسليت پيغام

إن القلب ليحزن و إن العين لتدمع و إنا لفراقك لمحزونون

الحمدلله والصلاة والسلام علی رسول الله

مرګ حق دی موږ پر دې باور لرو چې  له الله تعالی پرته به هر موجود د مرګ خوند څکي، آن دالله تعالی تر ټولو محبوب مخلوق محمد صلی الله علیه وسلم هم له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړي دي او د مرګ خوند يې څکلی دی.

د افغانستان د تاريخ منلې څېره، د نړۍ د مسلمانانو د زړونو تسل، د جهادي غوځښت سمبول او د تقوی غر اميرالمؤمنين ملامحمد عمر مجاهد له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې او د خپل رب لورې ته ورغی. انا لله وانا اليه راجعون

اميرالمؤمنين د افغانستان د تاريخ هغه مثالي څېره وه چې تر مرګه يې د هېواد پر سر له چاسره معامله ونه کړه او نه يې د باطل په وړاندې سر ټيټ کړ. الله تعالی  د نوموړي په لاس نه یوازې  دافغانستان په سطحه مؤمنانو ته د اسلامي نظام نعمت  ور ولید بلکې په څوارلسمه پېړۍ کې يې ټولې نړۍ ته د رښتوني اسلامي حاکمیت نمونه وړاندې کړه.

پر ولس ډېر مهربان، زړه سواند او په هره سخته کې له هغوی سره شريک مشر و، په هېواد کې د اسلامي حاکميت لپاره يې مبارزه وکړه او په دې لاره کې يې د هيڅ راز خنډونو او کړاوونو پروا ونه کړه.

د نوموړي مړينه يوه نه جبرانېدونکې ضايعه ده.

د افغان بنسټ مشرتابه او ټول کارکوونکي د نړۍ له ټولو مسلمانانو او د مرحوم له درنې کورنۍ سره په دې ستره غميزه کې ځان شريک بولي.

الله جل جلاله دې زموږ پر ولس رحم وکړي او الله مو دې تل د دا ډول مشرانو له سيوري نه بې برخې کوي.

د افغان بنسټ مشرتابه او کارکوونکي

۱۳۹۴/۵/۱۰ ش