وروستي:

وتلی عالم شيخ الحديث عبدالستار جان په حق ورسېد

(د زمري اتمه، افغان بنسټ) قدوة العلماء ، شيخ المشايخ ، جامع المعقول و المنقول حضرت مولانا عبدالستار جان صاحب له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
او نن له غرمې مخکې د خيبر پښتونخوا د مرکز پيښور ښار په رحمان روغتون کې د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه رحلت وکړ.
شيخ عبدالستار جان صاحب رحمه الله د مولوي غفارجان اخنذاده صاحب زوی په قوم حسين خيل د کابل ولايت د موسهی ولسوالۍ اوسيدونکی ؤ.
نوموړي اويا کاله عمر درلود او ټول عمر يې په علم ، تدريس ، هجرت او جهاد کې تير شوی ؤ.
نوموړي د الحاج مولوي جلاالدين حقاني صاحب حفظه الله په مدرسه منبع العلوم کې هم د تدريس سپيڅلې دنده ترسره کړې وه.
او له همغه مهال څخه د حقاني صاحب د فرزندانو يو مرشد ، رهنما او روزونکی ؤ چې له فيض او برکته يې د حقاني صاحب حفظه الله زامن د مسلمانانو او مجاهدينو د خذمت ستر مصدر وګرځيدل.
مرحوم شيخ صاحب رحمه الله په هيواد کې دننه او له هيواد څخه بهر هم په ډيرو نورو ديني مدارسو کې د تدريس مقدسه دنده پر مخ بيولې وه .
نوموړی د افغانستان د ټولو علماء کرامو ، ديني طالب العلمانو او ولس په منځ کې د زيات محبوبيت څخه برخمن ؤ .
په علمي او فقهي مجالسو کې به يې مشري ورته سپارله .
يقيناً د جهاد په دې حساسه مرحله کې د مرحوم شيخ صاحب رحمه الله وفات ټولو مسلمانانو په ځآنګړې توګه افغانانو لپاره يوه ستره ضايعه ده .
له الله جل جلاله څخه يې د نعم البدل غوښتونکي يو .
د مرحوم شيخ صاحب رحمه الله کورنۍ ، دوستانو او شاګردانو ته د تسليت مراتب وړاندې کوو.
او له الله جل جلاله څخه ورته صبر جميل او اجر عظيم غواړو .

د نوموړي جنازه نن مازديګر پنځه بجې په ټل کې ادا کېږي.
روح د يې ښاد او ياد د يې تل وي.