وروستي:

روژه د تقوا میاشت (5/5)

حامد افغان

متقیان د الله وفد

دا راز د متقي انسان دا شرافت او فضیلت هم بس ده چې الله به یې ملګری وي او الله به ورسره وي، قرانکریم وایې : {وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ} (البقرة : 194) یعني له الله نه وويریږئ او پوه شئ چې الله له متقیانو سره دی، امام قتاده وایې: څوک چې تقوا غوره کړي الله به ورسره وي او له چا سره چې الله وي نو له هغه سره نه مغلوب کیدونکی ځواک ملګری شو او له هغه سره داسي لارښود مل شو چې نه بیلاري کیږي. حلية الأولياء : 2/340 ، جامع العلوم والحكم : شرح الحديث التاسع عشر . دا راز الله له متقیانو سره مینه لري، قرانکریم وایې: څوک چې په وعده وفا وکړي او تقوي غوره کړي نو بېشکه الله له متقیانو سره مینه لري : {بَلَى مَنْ أَوْفَى بِعَهْدِهِ وَاتَّقَى فَإِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ } (آل عمران:76) .

او متقیان په الله دومره ګران او عزتمن دي چې د اخرت په ورځ به دوی الله ته د وفد او پلاوي په شکل ورځي: { يَوْمَ نَحْشُرُ الْمُتَّقِينَ إِلَى الرَّحْمَنِ وَفْدًا } (مريم : 85) ، علي رضي الله عنه وایې: په الله قسم دوی به په پښو نه ور پورته کیږي او پلاوي پياده نه ځي دوی به په داسي سپرليو ورځي چې هغه به ټولو مخلوقاتو نه وي لیدلې، په دې سپرليو به د سرو زرو کتې وي دوی به پرې سپاره وي څو د جنت دروازې ور وټکوي. رواه عبد الله ابن الإمام أحمد في زوائد المسند ، رقم 1335 . داراز الله به د تقوي په برکت متقیانو ته داسي لید او بصیرت ورکوي چې دوی به په هغه سره د حق او باطل په منځ کې توپیر کولی شي او الله به یې د تقوي په برکت ګناهونه بښي او مغفرت به ورته کوي لکه قرانکریم وایې : { يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا إِنْ تَتَّقُوا اللَّهَ يَجْعَلْ لَكُمْ فُرْقَانًا وَيُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ } (الأنفال : 29) .

داراز د تقوي په برکت سره به متقي انسان د دنیا او اخرت له ستونزو او تنګسیا نه نجات مومي او د تقوي په برکت به الله له داسي لارو روزي ورکوي چې د ده په خیال کې به هم نه وي لکه قرانکریم وایې: { وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مَخْرَجًا * وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لاَ يَحْتَسِبُ }(الطلاق:2-3)، او په تقوي سره به یې ګناهونه بښل کیږي او ثوابونه به یې زیاتیږي: { وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يُكَفِّرْ عَنْهُ سَيِّئَاتِهِ وَيُعْظِمْ لَهُ أَجْرًا } (الطلاق : 5) .

د تقوي ګڼ شمیر نور فضيلتونه هم قرانکریم بیان کړي دي موږ په همدې بسنه کوو، لکه مخکي موږ وویل روژه د تقوي میاشت ده او د روژې د فرضيت موخه همداده چې مومنان تقوي ترلاسه کړي، په رښتینې توګه نفسونه پاک او د الله د دین رښتیني تابعدار واوسي، روژه او د روژې عبادتونه باید مخلصانه او یواځي د الله او د الله د جنت ګټلو په موخه ترسره شي او دا څو ورځې محدود عبادتي کورس او د نفس تزکیه مومن ته د دې لاره هواره کړي چې په رښتینې توګه تقوي ترلاسه کړي، بیانو اخرت د متقیانو ده الله جل جلاله دي موږ ته د تقوي لاره اسانه کړي.