صدقه وپېژنئ!!
ليکنه: مولوي زکريا غزنوي
صدقه هغه څه ده چې پر هغې دالله جل جلاله خوښي،لورونه او نژدېوالی لاس ته راځي ،دبي وزلو،مسکینانو،یتیمانواوبیچاره خلکو اړتیاوې اوستونزې پرې له منځه ځي .
رسوالله صلي الله علیه وسلم فرمایلي دي :په صدقه ورکولود شر اويا دروازې تړل کېږي ،په بل روایت کې راځي :تاسو بلاوې وشړئ په صدقه ورکولو که څه هم دغه صدقه دمرغۍ د سر په اندازه وي ،همدارنګه په بل روایت کې راځې: د سوالګر اړتيا پوره کړئ که څه هم د وزې په سوي نوک سره وي ، په بل روایت کې راځې : تاسو د دوزخ له اوره ځان خوندي کړئ که څه هم دخرما په يوه ټوټه سره وي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم به صدقه به په خپل لاس ورکوله ،په یو روایت کي راځي: که چا يوبې وزله ته جامه د صدقې په توګه ورکړه؛ نو د هغې صدقې ورکوونکی به تر هغه مهاله د الله جل جلاله په ساتنه اوحفاظت کې وي تر څو چې يوه ټوټه له هغې جامې د بې وزله په تن وي، عیسي علیه الصلاة والسلام ويلي دي: که چا سوالګر پرته له څه ورکولوځواب کړ؛نو د هغه کور ته به تر اوو ورځو پورې پرېښتې ورنه شي .نخعي رحمه الله وایي:پخوانيو خلکو به داسې فکر کوی چې که يو مظلوم تن صدقه ورکړي؛نو له هغه څخه به مصيبت لېرې کړل شي او صدقه کوونکي به بې وزله ته صدقه په داسې ډول ورکوله او د هغې د منلو غوښتنه به يې ترې کوله ګواکې همغه صدقه کوونکی سوالګر دی .
عمر بن عبد العزیز څخه روایت دی وایې لمونځ سړی نيمايي لارې ته رسوي ،روژه يې د پاچا دروازې ته رسوي او صدقه يې د پاچا کورته ور دې ننه کوي .یوه شپه ربیع ابن خیثم دشپې پر مهال را ووت ګوري چې يو سوالګر سوال کوي؛نو سملاسي يې خپلې ورواېستلې او دغه آيت یې ولوستی ( لن تنالوا البرحتی تنفقوا مما تحبون ) ژباړه تاسو تر هغه ښېګڼه نشئ ترلاسه کولای څومو د الله په لار کې هغه نه وي لګولي چې خوښوئ يې.
یحي بن معاذرحمه الله ویلي دي : زه د صدقې له دانې پرته په وزن کې بله هېڅ دانه د دنيا دغرونوبرابره نه وینم .له عبد الله بن عمیر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي :خلک به له قبرونو څخه د داسې لوږې په حالت کې راپورته کېږي چې له دې مخکې به يې داسې لوږه نه وي ليدلې او د داسې تندې په حالت کې چې له دې مخکې به يې داسې تنده نه وي ليدلې نوچاچي دالله جل جلا له لپاره چاته خواړه ورکړي وي هغوی ته به خواړه ورکړل شي ،چاچې دالله جل جلاله لپاره په چا اوبه څښلې وي هغوی ته به اوبه وکړل شي .له شعبي رحمة الله علیه څخه روایت دی او وايي: که صد قه کوونکی خپل ځان ثواب ته ترهغه هم زيات اړ ونه ګڼي څومره چې صدقه اخېستونکی صدقې ته اړتيا لري؛نو صدقه يې باطله او بې ګټې ده .دحسن ابن صالح دستور اوعادت و چې کله به سوالګر ورته راغی نوکه به يې په لاس کې سره زر و او که سپين زر او يا د خوراک بل څه هرومرو به يې هغه سوالګرته ورکول او که به له نوموړو شيانو څخه کوم شی نه وو، بيا به يې غوړي يا بل داسې څه ورکول چي هغه ورڅخه ګټه واخېستلای شي او که به دغه هم نه وو بيا به يې رانجه ورکول یابه يې ستن اوسپڼسی راواېستل او جامې به يې ور وګنډلې .
په یوه کيسه کې راځې وایي: يو سړی او مېرمن يې ډوډۍ ته ناسته وواو سور کړی چرګ يې مخې ته پروت وی چې يوسوالګر په دروازه کې د څه غوښتلواواز وکړ د کور څښتن ور ووت او هغه سوالګر يې پرته له څه روکولو ځواب کړ خو يو څه موده وروسته دغه سړی ډېر تنګ لاسی شو د کور لګښتونه يې نه شوای پوره کولای آن تردې چې ښځه يې هم له ډېرې تنګ لاسۍ څخه طلاقه کړه،هغه ښځه ولاړه له بل چا سره يې نکاح وکړه بله ورځ دغه ښځه له خپل دويم مېړه سره په ډوډۍ ناسته وه او سور کړی چرګ يې مخې ته پروت وی چې يو سوالګر په دروازه کې د څه غوښتلو آواز وکړ مېړه يې ورته وويل ولاړه شه دغه چرګ ورکړه ځکه بې وزله دی ،کله چې ښځې په دروازه کې ولاړ بې وزله ته سور کړی چرګ وړاندې کړ ګوري چې هغه د دغې ښځې پخوانی مېړه دی ؛نو ښځه په ژړاکورته راغله مېړه يې پوښتنه ترې وکړه چې ولې ژاړې هغې ټوله کيسه له سره تر پايه ورته وکړه نو دغه دويم مېړه يې ورته وويل چې ستاهغه پخواني مېړه ماته دغه سپکې سپورې خبرې کړې وې ځکه ستا دروازې ته زه د خيرات غوښتلو لپاره درغلی وم او هغه مهال زه داسې بې وزله او مسکين وم .
مکحول رحمه الله وایې :یوسړی ابوهریره رضی الله تعالی عنه ته راغی ورته ويې ویل زمازوی ورک دی زه وېرېږم چې مړ به وي ،ته له الله جل جلاله څخه د هغه د سلامتۍغوښتنه وکړه ،ابوهریره رضی الله عنه ورته وویل :داسي څه درته ونه ښیم چي تردعا ډیرګټور او زرقبلېدونکي وي ،هغه وویل ولې نه راته وې ښيه ابوهریره رضی الله عنه ورته وویل : صد قه وکړه اودهغه د ساتنې اوسلامتي نیت پکې وکړه ،بس سړی دابوهریره رضي الله عنه له مجلسه را ووت اوصد قه یې وکړه چې یو سوالګرته يې یودرهم ورکړ او ويې ویل داصدقه زما دزوی دخلاصون او سلامتي لپاره ده ،په همغه ګړۍ په درياب کې یواواز کوونکي اواز وکړ چې صدقه يې قبوله شوه زید خلاص شو کله چې ورک شوی تن کورته راغی پلاریې ورڅخه پوښتنه وکړه ،هغه خپل حا ل ورته داسې بیان کړ :ای پلاره ما په درياب کې په فلانۍ ورځ او فلاني وخت داسې يو عجيب حالت وليدی ؛نو پلار يې چې فکر وکړ همغه د صدقې ورځ او د ورکړې ګړۍ وه هغه عجيب حالت داسې و چې نژدې وه چې زه په درياب کې ډوب شم خو يو اوزا مې وارېدی چې ويل کېدل صدقه قبوله شوه او زيد خلاص شو داسې خلک راغلل چې سپينې جامې يې اغوستې وې او کښتۍ يې راوستله ،موږ يې پکې سپاره کړو او نژدې جزيرې ته يې واېستلو او روغ رمټ دلته راورسېدو.