وروستي:

روژه د تقوا میاشت (5/3)

حامد افغان

صحابه کرام او تقوا

له رسول لله صلی الله علیه وسلم وروسته د ده د صحابه کرامو لومړی وصیت هم تقوا وه، ابوبکر الصدیق رضی لله عنه چې خلیفه وټاکل شو او لومړۍ خطبه یې وویله له حمد او صلوة وروسته یې د پیل جمله داوه: أوصيكم بتقوى الله . مصنف ابن أبي شيبة : 8/144 . داراز عمربن الخطاب رضي الله عنه له ده وروسته خلیفه ته د تقوي وصیت کړی و: أوصي الخليفة من بعدي بتقوى الله . مصنف ابن أبي شيبة : 8/577 ، السنن الكبرى للنسائي : 6/485 .

آن تردې پوري چې په مدینه منوره کې به کومه ناوې ودیدله هغه به یې ام المؤمنین عائشه رضی لله عنها ته ور وستله هغې به یې په سر لاس ورکېښود او دعا به یې ورته وکړه او بیا به یې ورته وویل چې هر وخت به له الله نه ویریږې او د خپل میړه پیروي به کوې، وكُنَّ نساء أهل المدينة إذا أردن أن يبنين بامرأة على زوجها ، بدأن بعائشة فأدخلنها عليها ، فتضع يدها على رأسها تدعو لها ، وتأمرها بتقوى الله وحق الزوج .مصنف ابن أبي شيبة : 3/398 . داراز پنځم راشد خلیفه عمر بن عبدالعزيز رحمه لله خپل یوه والي ته لیکلي : « أوصيك بتقوى الله » . الإبانة الكبرى ، لابن بطة .

په قران کې د تقوا یادونه

په قرانکریم کې له شپیته ځایه زیات د تقوا امر شوی ده او د (التقوی) ماده او نور مشتقات یې له یو سل او نوي 190 ځایه زيات ذکر شوي دي، له دې نه په روښانه توګه معلومولی شو چې قرانکریم تقوي ته څومره زيات اهمیت ور کړی ده. که د قرانکریم دې ایتونو ته ځغلنده نظر وکړو معلومه به شي چې په کومو شیانو امر شوی ده او له کومو منعه راغلې ده له دې نه مطلب تقوا ترلاسه کول دي. لکه په ټولیزه توګه بندګانو ته د عبادت امر شوی ده او مطلب یې دا بیان کړی ده څو تقوي ترلاسه کړئ قرانکریم وایې: { يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُم ْتَتَّقُونَ } (البقرة : 21) .

داراز د قصاص په اړه قرانکریم وایې چې د قصاص حکمت داده څو تاسو تقوا ترلاسه کړئ: { وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ } (البقرة : 179) ، یعني ای د عقل خاوندانو ستاسو له پاره په قصاص کې ژوند ده څو تقوی ترلاسه کړئ. لکه د روژې د فرضيت حکمت هم تقوا ترلاسه کول بلل شوي دي: { يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُم ْتَتَّقُونَ } (البقرة:183).

داراز بل ځای الله جل جلاله امر کوي چې زما د سمې لارې (اسلام) پیروي وکړئ د ګڼو لارو پیروي مکوئ بیابه له سمې لارې کاږه شئ، د دې خبرې تاسو ته وصیت شوی ده څو تقوي ترلاسه کړئ : { وَأَنَّ هَذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلاَ تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِ ذَلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ } (الأنعام : 153) ، لکه په روژه کې د اعتکاف په مهال مسلمانانو ته امر شوی ده چې په دې شپو کې به خپلو ښځو ته نه ور نږدې کیږئ دا د الله حدود دي او مه ورنږدې کیږئ دا ډول الله خلکو ته خپل ایتونه بیانوي څو هغوی تقوي ترلاسه کړي : { وَلَا تُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنْتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ تِلْكَ حُدُودُ اللَّهِ فَلَاتَقْرَبُوهَا كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ آَيَاتِهِ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ} (البقرة : 187) .

داراز د حج د مناسکو په بیان کې د اضحیې او قرباني په اړه الله جل جلاله وایې چې د دې غوښې او وینې الله ته نه رسیږي بلکي الله جل جلاله ته ستاسو تقوي رسیږي: { لَن يَنَالَ اللَّهَ لُحُومُهَا وَلاَ دِمَاؤُهَا وَلَكِن يَنَالُهُ التَّقْوَى مِنكُمْ }(الحج : 37) . په دې ایت کې داخبره بیخي واضحه بیان شوې ده چې د دې عبادت موخه تقوي ده .