د روژې فضائل (2)
مولوي عبدالحق حماد
- – رمضان د صبر مياشت ده او صبر چې په روژه کې څومره ښکلا خپلوي په نورو عبادتونو کې يې نه خپلوي، په دې مياشت کې مسلمان خپل نفس له شهواتو او خوښو شيانو څخه راګرځوي، له همدې امله روژې ته نيم صبر ويل شوی او د صبر جزا جنت دی، الله پاک فرمايي: اِنَّمَا يُوَفَّى الصّٰبِرُوْنَ اَجْرَهُمْ بِغَيْرِ حِسَابٍ. [الزمر 10]
ژباړه: او يقينا چې صبر کوونکو ته بې حسابه پوره پوره بدله ورکول کيږي.
- – رمضان د دعاګانو د قبلېدو مياشت ده، الله پاک د روژې له يادونې سمدستي وروسته داسې فرمايي: وَاِذَا سَاَلَكَ عِبَادِيْ عَنِّىْ فَاِنِّىْ قَرِيْبٌ ۭ اُجِيْبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ اِذَا دَعَانِ . [البقرة: 186]
ژباړه : او چې بندګان مې زما په اړه تا کله وپوښتي نو (ورته ووايه چې) زه بالکل نژدې يم، د غوښتونکو سوال قبلوم کله چې ما وربولي.
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: ثَلَاثَةٌ لَا يُرَدُّ دُعَاؤُهُمْ الْإِمَامُ الْعَادِلُ وَالصَّائِمُ حَتَّى يُفْطِرَ وَدَعْوَةُ الْمَظْلُومِ.([1])
ژباړه: د درې کسانو دعا نه رد کيږي : د عادل امام دعا، د روژه نيونکي، چې ترڅو روژه ماتوي،او د مظلوم ښيرا.
- – رمضان د سخاوتونو او ښېګڼو مياشت ده، له همدې امله روايتونو کې راځي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به په رمضان کې ترهغه باد هم ډېر سخي و چې هر چاته ګټه رسوي. ([2])
- – رمضان د ليلة القدر مياشت ده، هغه چې د هغې يوې شپې عبادت الله پاک د زرو مياشتو له عبادت نه زيات ګنلی، او څوک چې ددې شپې له خير څخه بې برخې شي، هغه له ټولو خيرونو څخه بې برخې دی، په يو حديث کې راځي چې يو ځل د رمضان له راتلو سره سم رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابه کرامو ته وويل: قَدْ جَاءَكُمْ رَمَضَانُ شَهْرٌ مُبَارَكٌ افْتَرَضَ اللَّهُ عَلَيْكُمْ صِيَامَهُ، تُفْتَحُ فِيهِ أَبْوَابُ الْجَنَّةِ وَيُغْلَقُ فِيهِ أَبْوَابُ الْجَحِيمِ وَتُغَلُّ فِيهِ الشَّيَاطِينُ فِيهِ لَيْلَةٌ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ مَنْ حُرِمَ خَيْرَهَا قَدْ حُرِمَ. ([3])
ژباړه: د رمضان مياشت پر تاسو را ورسېدله، دا ډېره مبارکه مياشت ده، الله تعالی ددې مياشتې روژې پر تاسو فرض کړي دي، په دې مياشت کې د جنت دروازې پرانستل کيږي او د دوزخ دروازې تړل کيږي، او شيطانان په ځنځيرونو تړل کيږي، او په دې کې يوه داسې شپه ده چې له زرو مياشتو نه غوره ده، څوک چې د هغې (شپې) له خير څخه بې برخې شي، هغه (له ډېر خير نه) بې برخې شو.
- – ابوهريره رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: الصِّيَامُ جُنَّةٌ فَلَا يَرْفُثْ وَلَا يَجْهَلْ وَإِنِ امْرُؤٌ قَاتَلَهُ أَوْ شَاتَمَهُ فَلْيَقُلْ إِنِّي صَائِمٌ مَرَّتَيْنِ وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَخُلُوفُ فَمِ الصَّائِمِ أَطْيَبُ عِنْدَ اللهِ تَعَالَى مِنْ رِيحِ الْمِسْكِ يَتْرُكُ طَعَامَهُ وَشَرَابَهُ وَشَهْوَتَهُ مِنْ أَجْلِي، الصِّيَامُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ وَالْحَسَنَةُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا. ([4])
ژباړه: روژه (د مسلمان له پاره له ګناهونو او دوزخ څخه) ډال دی، نو نه دي پکې ناوړه خبرې کوي او نه دې چاسره جنجال کوي او که څوک ورسره جنګ کوي او يا ورته سپکې سپوري ووايي؛ نو دی دې ورته ووايي چې ما روژه نيولې ده، دا يې دوه ځله وويل او بيا يې وفرمايل: په هغه ذات مې دې قسم وي چې زما روح يې په ولکه کې دی! د روژه نيونکي د خولې بوی د الله په نيز له مشکو نه ډېر خوږ دی، (بيا يې وويل: الله تعالی فرمايي: زما بنده چې ) خوراک، څښاک او شهوت زما د امر له امله پرېږدي نو زه پخپله جزا ورکوم؛ ځکه چې روژه زما ده او زه به د هرې نېکۍ په بدل کې لس نېکۍ ورکوم “
- – حضرت سهل بن سعد رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: إِنَّ فِي الْجَنَّةِ بَابًا يُقَالُ لَهُ الرَّيَّانُ يَدْخُلُ مِنْهُ الصَّائِمُونَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ لَا يَدْخُلُ مِنْهُ أَحَدٌ غَيْرُهُمْ يُقَالُ أَيْنَ الصَّائِمُونَ فَيَقُومُونَ لَا يَدْخُلُ مِنْهُ أَحَدٌ غَيْرُهُمْ فَإِذَا دَخَلُوا أُغْلِقَ فَلَمْ يَدْخُلْ مِنْهُ أَحَدٌ.([5])
” د جنت يوه دروازه ده چې “ريان” ورته ويل کيږي، له هغې دروازې څخه به يوازې روژه نيونکي (مسلمانان) داخليږي او اعلان به کيږي چې: روژه نيونکي چيرې دي!! نو هغوی به را ولاړ شي او چې ننوځي هغه دروازه به د نورو خلکو پر مخ وتړل شي”
- – رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: الصيام والقرآن يشفعان للعبد يقول الصيام أي رب أني منعته الطعام والشهوات بالنهار فشفعني فيه ويقول القرآن منعته النوم بالليل فشفعني فيه فيشفعان. ([6])
ژباړه: روژه او قرآن د الله په دربار کې بنده لپاره د بخښنې سپارښتنه کوي، روژه به وايي: اې ربه! داسړی ما د ورځې له خوراک، څښاک او جماع څخه منع کړی و؛ نو دده په حق کې زما شفاعت قبول کړه، او قرآن به وايي: اې ربه! (ستا دغه بنده) ما د شپې له خوب څخه منع کړی و، دده په حق کې زما شفاعت قبول کړه، نو الله پاک به د دواړو شفاعت قبول کړي.
- – دروژې لومړنۍ لس ورځې د رحمت، منځنۍ لس يې د بخښنې او وروستۍ لس يې له اور څخه د خلاصون ورځې دي.([7])
- – روژه د الله تعالى او بنده تر منځ يو راز دى، هغه چې بل چاته نه ښکاري، معنا دا چې په روژه کې که څوک وغواړي کولای شي له خلکو پټ روژه وخوري؛ خو د الله پاک له وېرې يې نه خوري؛ ځکه مومن باور لري چې الله مې په هر ځای کې ويني، له همدې امله دا عبادت د الله او بنده ترمنځ راز دی او نور عبادتونه داسې نه دي. ([8])
- – ابوهريره رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: كل عمل بن آدم يضاعف الحسنة عشر أمثالها إلى سبعمائة ضعف قال الله عز وجل إلا الصوم فإنه لي وأنا أجزي به يدع شهوته وطعامه من أجلي للصائم فرحتان فرحة عند فطره وفرحة عند لقاء ربه ولخلوف فيه أطيب عند الله من ريح المسك. ([9])
ژباړه: مسلمان ته د هر نېک عمل په بدل کې له لسو څخه تر اووه سوه پورې نېکۍ ورکول کيږي؛ خو الله پاک وايي چې روژه زما ده او زه به پخپله د دې بدله ورکوم؛ (ځکه چې بنده) زما د امر له امله خپل شهوات پرېږدي او خوراک او څښاک نه کوي، روژه نيونکي ته دوه خوشحالۍ دي: يوه د روژه ماتي پر وخت او بله هغه وخت چې له خپل رب سره مخامخ شي، او د روژه نيونکي د خولې بوی د الله په نېز له مشکو هم خوږ دی.
عن أبي هريرة- رضي اللّه عنه- أنّ أعرابيّا جاء إلى رسول اللّه صلّى اللّه عليه وسلّم فقال: يا رسول اللّه، دلّني على عمل إذا عملته دخلت الجنّة، قال: «تعبد اللّه لا تشرك به شيئا، وتقيم الصّلاة المكتوبة، وتؤدّي الزّكاة المفروضة، وتصوم رمضان»، قال: والّذي نفسي بيده لا أزيد على هذا شيئا أبدا، ولا أنقص منه. فلمّا ولّى قال النّبيّ صلّى اللّه عليه وسلّم: من سرّه أن ينظر إلى رجل من أهل الجنّة فلينظر إلى هذا. ([10])
ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه روايت دی چې يو اعرابي رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی او ويې ويل: اې د الله رسوله! ماته داسې عمل وښيه چې په ترسره کولو يې جنت ته ولاړ شم، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: د الله عبادت کوه او شريک مه ورسره نيسه، فرض لمونځ کوه، فرض زکات ورکوه او د رمضان روژه نيسه، هغه وويل: قسم مي دې په هغه ذات وي چې زما تن يې په ولکه کې دی! نه به په دې څه زيات کړم او نه به ورڅخه څه کم کړم، کله چې نوموړی بېرته روان شو رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: څوک چې غواړي له جنتيانو څوک وويني، دغه ته دې وګوري.
عن أبي سعيد الخدريّ- رضي اللّه عنه- أنّ ناسا في زمن رسول اللّه صلّى اللّه عليه وسلّم قالوا: يا رسول اللّه! هل نرى ربّنا يوم القيامة؟ قال رسول اللّه صلّى اللّه عليه وسلّم: «نعم» قال:… الحديث وفيه: فو الّذي نفسي بيده! ما منكم من أحد بأشدّ منا شدة للّه، في استقصاء الحقّ من المؤمنين للّه يوم القيامة لإخوانهم الّذين في النّار.
يقولون: ربّنا! كانوا يصومون معنا ويصلّون ويحجّون فيقال لهم: أخرجوا من عرفتم…([11])
ژباړه: ابوسعيد خدري رضي الله عنه وايي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې ځينو خلکو پوښتنه وکړه: اې د الله رسوله! ايا د قيامت په ورځ به موږ خپل رب جل جلاله وينو؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: هو… راوي وايي: ورپسې دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: په هغه ذات مې دي قسم وي چې زما ځان يې په ولکه کې دی! د قيامت په ورځ په تاسو کې هيڅوک له موږ نه زيات له الله څخه د خپلو هغو مومنانو وروڼو د حق په غوښتلو کې سخت نه دی چې په دوزخ کې وي.
وايي به: زموږ ربه! دې خلکو له موږ سره يو ځای روژې نيولې، لمونځونه او حجونه يې کول؛ نو الله به ورته ووايي: څوک چې پېژنئ هغه را وباسئ…
([1]) مسند أحمد، مسند المكثرين من الصحابة، مسند أبي هريرة، حديث رقم (8079).
([2]) صحيح البخاري، كتاب الصوم، باب: أجود ما كان النبي صلي الله عليه وسلم يكون في رمضان، حديث رقم (1902).
له دې تشبيه څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر زيات سخاوت مراد دی.
([3]) مسند أحمد، مسند المكثرين من الصحابة، مسند أبي هريرة، حديث رقم (7179).
([4]) صحيح البخاري، كتاب الصوم، باب فضل الصوم، حديث رقم (1894).
([5]) صحيح البخاري، كتاب الصوم، باب: الريان للصائمين، حديث رقم (1896).
([6]) (رواه البيهقي في شعب الايمان، كذا في مشكوة المصابيح۲/۳۴۰ ط: مكتبة البشرى
([8]) تفسير القرطبي 2/183-184، طبعة دار الكتب العلمية (1426هـ – 2005م).
([9]) صحيح مسلم، كتاب الصيام، باب فضل الصيام، حديث رقم (2705).