روژه د تقوا میاشت (5/2)
حامد افغان
تقوا او روژه
د تقوا د خپلولو له پاره الله جل جلاله بندګانو ته مختلفې لارې چارې بیان کړې دي او داراز مختلف وختونه یې تعیین کړي دي چې یو مهم عمل او ځانګړی وخت یې د رمضان مياشت او په هغه کې روژه ده دا میاشت د تقوا ترلاسه کولو له پاره کلنی معلوم او محدود وخت ده، د دې د فرضيت په اړه چې کوم ایت راغلی ده د هغه په پای کې د روژې نیولو موخه او هدف تقوا ترلاسه کول ښوول شوي دي: { لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ } (البقرة : 183) .
امام الرازي رحمه الله د دې جملې په تفسیر کې ليکي: په روژه سره تقوا ترلاسه کیږي ځکه په روژه سره شهوتونه او نفسي غوښتنې کمزوري کیږي روژه د ګیډې او فرج شهوتونه وژني او خلک په دنیا کې د دې دوو شیانو له پاره منډې ترړي وهي څوک چې په سمه توګه روژه ونیسي د دې دواړو بغاوت ایل کړي، د ګناهونو او شهوتونو لارې یې وتړل شي او په دې توګه تقوی ترلاسه کولو ته لاره هواره شي. مفاتيح الغيب ، للرازي ، في تفسير قوله تعالى : ( كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ ) الآية.
په قرانکریم کې په شپږو ځایونو کې په تشریعي موضوعاتو له خبرو وروسته { لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ }، راغلي دي او په شپږو نورو ځایونو کې { لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ } راغلي دي. دا راز تیرو ټولو امتونو او موږ ته د تقوا امر او وصیت شوی ده قرانکریم وایې: وَلَقَدْ وَصَّيْنَا الَّذِينَ أُوتُوا الكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ وَإِيَّاكُمْ أَنِ اتَّقُوا اللَّهَ (النساء : 131) ، یعني ستاسو مخکي چې کومو خلکو ته کتاب ور کړل شوی ده او تاسو ته موږ وصیت کړی ده چې تقوا غوره کړئ.
رسول الله صلی لله علیه به کله کله ځیني صحابه کرامو ته د تقوا وصیت کاوه ابوذر رضي الله عنه ته یې یو وخت وویل: : « اتقِ الله حيثما كنت » هرځای چې یې له الله نه ويریږه. ( أخرجه الترمذي : كتاب البر ، رقم 1987 ، وقال : هذا حديث حسن صحيح) .
عرباض بن سارية – رضي الله عنه – وایي: موږ ته رسول الله – صلى الله عليه وسلم د سهار لمونځ په جماعت راکړ له هغه وروسته یې ډیر په بلاغت سره وعظ راته وکړ داسي چې سترګو اوښکې وبهولې او زړونو ته ډار ننوت یوه کس ورته وویل داسي برېښي لکه دا چې د خدای پاني وعظ وي، موږ ته وصیت وکړه، رسول لله صلی لله عليه وسلم وویل: تاسو ته وصیت کوم چې له الله نه ويریږئ د امیر خبره اورئ او پیروي یې کوئ. عن العرباض بن ساریه رضی الله عنه قال صلی بنا رسول الله صلی الله علیه وسلم الصبح فوعظنا موعظة بليغة ذرفت منها العيون ووجلت منها القلوب ، فقال قائل : يا رسول الله ! كأنها موعظة مودع ؛ فأوصنا ! فقال: أوصيكم بتقوى الله والسمع والطاعة … رواه الترمذي : كتاب العلم ، رقم 2676 ، وقال : هذا حديث صحيح .
أنس – رضي الله عنه – وایې: رسول الله صلى الله عليه وسلم ته یو سړی راغی او ورته ویې ویل: يا رسول الله ! په سفر ځم د سفر توښه راکړه هغه ورته وویل: « زوّدك الله التقوى » یعني الله دي تقوا زیاته کړه. وروسته یې نوري خبرې هم ورته کړې خو پیل یې په تقوا وکړ.الترمذي : كتاب الدعوات ، رقم 3444 .
رسول الله – صلى الله عليه وسلم – به چې د غازیانو ډله لیږله د هغو مشر ته به یې د تقوا وصیت کاوه. أخرجه مسلم : كتاب الجهاد ، رقم 1731 . که په قرانکریم کې د نورو انبیاو لکه نوح، هود، صالح، او لوط علیهم السلام وصیتونه وګورو هغوی هم خپلو امتونو ته همدا د { أَلاَ تَتَّقُونَ } وصیت کړی ده.