روژه د تقوا میاشت (5/1)
حامد افغان
تقوا څه شی دی؟
اسلامي شریعت زښت زیات کوښښ کړی دی چې مومنان باید د تقوا په ګاڼه ځانونه وپسولي ځکه تقوی په دنیا کې د مومن پر ژوند خورا دروند اغیز کوي او د تقوی په برکت مومن په اخرت کې هم ستر انعامونه او لویې ګټې ترلاسه کوي، نو ځکه اسلام هرځای متقیان ستایلي او هرځای یې مومنان هڅولي چې د متقیانو له کاروان سره مله شئ، د شریعت امرونه او هغه شیان چې منعه ورنه راغلې ده که له زړه سره اړیکه لري یا له اندامونو سره په دې اړه ټول شرعي نصوص په همدې حقیقت ټينګار کوي.
اوس راځو په دې ګړیږو چې تقوي څه شی ده؟ تقوي د زړه حالت ده او د ایمان خورا لوړ مقام ده، دې مقام ته رسېدل ډیرې هڅې او لویه مجاهده غواړي، متقي انسان په پټه او ښکاره دواړو یوشان له خپل خالق نه ویریږې، او د ژوند په هر پړاو کې د الله امرونو او د الله د دین غوښتنو ته متوجه او بیدار وي، د شریعت له لاري په کمه کږیدنه او د شیطان په وسوسو سره سمدستي متوجه کیږي او بیرته د حق لارې ته ځان برابروي، متقي انسان د شیطان د وسوسو او د هغه د ټولو حرکاتو په اړه پوره حساس او سخت بیدار وي که ډیره وړه شیطاني اندیښنه یې په سر کې راتاو شي سمدستي یې خپله تقوي ورته متوجه کوي.
د تقوا او متقیانو د حالت د ښه وضاحت له پاره دا لاندي ایت درته ژباړو: { إِنَّ الَّذِينَ اتَّقَوْا إِذَا مَسَّهُمْ طَائِفٌ مِّنَ الشَّيْطَانِ تَذَكَّرُوا فَإِذَاهُم مُّبْصِرُونَ } (الأعراف : 201) ، یعني بېشکه هغه خلک چې تقوا یې خپله کړې ده چې کله یې شیطان ګناه ته وبولي د الله وعده او وعيد ور یاد شي نو بیا دوی ليدونکي وي.
امام ابن عساکر په خپل تاریخ کې لیکي چې یوه ځوان په یوه جومات کې عبادت کاوه یوې ښځې نه پرېښوده او بد کاري ته یې هڅاوه بله ورځ له دې ښځې سره د بدکاري په نیت روان شو په لاره کې یې دا ایت وریاد شو او بې هوښه ولویدی، چې کله بیدار شو ښځې بیا بلنه ور کړه دی دویم ځل ولویدی او وفات شو، عمر رضی الله عنه یې پلار ته د تسلیت له پاره ورغی او هغه یې په شپه کې دفن کړی و عمر او ورسره ملګري یې د ځوان قبر ته ولاړل په هغه یې د جنازې لمونځ وکړ، عمر یې قبر ته ودریدی او ویې ویل: ای ځوانه! ولمن خاف مقام ربه جنتان ) [ الرحمن : 46 ] یعني څوک چې د الله له شان نه وويریږي هغه ته دوه جنتونه دي، هغه ځوان له قبر نه ورته وویل: ای عمره ماته الله جل جلاله دواړه راکړل. د تفسیر ابن کثیر په حواله.
کله چې کوم انسان رښتینې تقوا غوره کړي دا تقوا یې هیڅ ډول ګناه او بدکاري ته نه پریږدي ګواکي له لاسه یې ټینګ نیولی وي ښو کارونو ته یې هڅوي او له بدو یې منعه کوي، تقوا له انسان سره هر وخت مله وي او داسي ورسره نښتې وي لکه د بدن جامې یې، قرانکریم وایې: وَلِبَاسُ التَّقْوَى ذَلِكَ خَيْرٌ ذَلِكَ مِنْ ءَايَاتِ اللَّهِ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ }(الأعراف : 26) یعني او تاسو ته مو د تقوا جامې درکړې دي دا ډيرې غوره دي داد الله له نښو نه دي څو دوی پند او تذکیر ترلاسه کړي.