وروستي:

د نړۍ ۲۵ سلنه زندانيان په امريکا کې دي

دامریکا دمحاسبې ادارې ویلي، چي په امریکا کي دزندانیانو شمېره  ۲،۳ ميلیونو کسانو ته رسیږي، چي دا دنړۍ دټولو زندانیانو څلورمه برخه جوړوي.

دکانګريس اړوند دغې ادارې په خپل راپور کي ویلي، چي له ۱۹۸۰ کال راهیسي په امریکا کي دزندانیانو شمېر ۸ برابره شوی دی.

په راپور کي ویل شوي، چي دزندانیانو لګښت هم ډیر شوی، چي په ۲۰۱۴ کال کي دزندانیانو دساتني لګښت تر ۷ میلياردو ډالرو زیات شوی دی.

دامریکا دازادۍ مدني ټولني اعلان کړی، چي امریکا دنړۍ ۵ سلنه نفوذ ته په خپل ځان کي ځای ورکړی دی، خو دنړۍ دزندانیانو ۲۵ سلنه برخه يې تر ځان پوري ځانګړې کړې ده، چي په دې ډول امریکا په ترټولو ستر زندان بدله شوې ده.

دامریکا عدليه وزارت په پام کي لري، چي دلګښتونو دکمولوپه موخه او دبشري حقونو دسازمانونو دنیوکو له امله دزندانيانو  شمېره کمه کړي.

ویل کیږي، چي دامریکاپه زندانونو کي دبېلتون غوښتونکو په ګډون په بېلابېلوجرمونو تورن کسان زندانیان دي، چي زیات شمېر  کم عمره کسان هم پکي شامل دي.