يو فلسطینی ځوان پر اسرائیلي عسکر تر بریدوروسته شهیدکړای شو
یوه فلسطیني ځوان داشغال شوي بیت المقدس په باب العمود سیمه کي یو اسرائیلی افسر په چاقو وواهو او ژور يې ټپي کړ، چي وروسته داسرائیلي اشغالګرو په ډزو کي بریدکونکی فلسطینی په شهادت ورسیدو.
داسرائیلي پولیسو ویاندې لوباالسمري ویلې، چي دلويديځي غاړي اوسیدونکي ۱۸ کلن فلسطیني ځوان یو اسرائیلی سرحدي پولیس په چاقو په غاړه کي وواهو اوژور یې ټپي کړ، چي وروسته په بیت المقدس کي دهداسا عین کارم روغتون ته وليږدول شو.
السمري ویلې، چي له برید وروسته اسرائیلي عسکرو په بریدکونکي ډزي کړي څومرمۍ يې ویشتلی او سخت يې ژوبل کړی دی.
په سیمه کي عیني شاهدانو ویلي، چي له پيښي وروسته سیمي ته په زیات شمېر کي اشغالګر عسکر رارسيدلي او سیمه يې کلابنده کړې ده، ویل شوي، چي چورلکي هم راغلي دي او په سیمه پروازونه کوي.
تراوسه دشهید شوي فلسطیني ځوان نوم او داوسیدلو ځای نه دی په ډاګه شوی، یوازي دومره ویل شوي، چي دلويديځي غاړي اوسيدونکی دی.
دغه پېښه په داسي مهال رامنځ ته کیږي، چي دوه ورځي وړاندي په لويدیځه غاړه کي دحماس داسلامي جهادي تنظیم په یوه برید کي یو یهودی ووژل شول او بل ژوبل شو.
داسرائیلو په اړه په یوه بل خبر کي ویل شوي، چي نن یکشنبه ۷ اسرائیلي عسکر په یوه ترافیکي پېښه کي ټپيان شوي دي.
اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چي په اغوار کي داسرائیلي پوځیانو موټر چپه شوی، چي په ترڅ کي يې ۷ پوځیان ټپيان شوي دي، چي دځینو ټپیانو ټپونه ژور ښودل شوي دي.