وروستي:

اقصی مسجد کې ۲۰۰ زرو مسلمانانو د روژې د لومړۍ جمعې لمونځ ادا کړ

په بیت المقدس کي داسلامي اوقافو ادارې ویلي، چي نن  شاوخوا ۲ سوه زرو مسلمانانو په مسجداقصی کي دروژې دلومړۍ جمعې لمونځ ادا کړ.

نن سهار وختي دلويديځي غاړي له بېلابېلو ښارونو او په ۱۹۴۸ کال کي داشغال شویو سیمو  څخه ډلي ډلي مسلمانان داسرائيلي  اشغالګرو له مخنیوي سره سره دبيت المقدس په لوري روان وو او په مسجداقصی کي يې دروژې دلومړۍ جمعې په لمانځه کي ګډون وکړ.

ویل شوي، چي له غزې څخه هم سلګونو کسانو دجمعې په لمانځه کي ګډون کړی دی.

راپورونه وايي، چي زرګونه اسرائیلي اشغالګر پولیس دبیت المقدس په زاړه ښار او شاوخوا سیمو کي ځای په  ځای شوي وو.

اسرائیلي اشغالګرو ویلي، چي دوی به په راتلونکو جمعو کي هم په بیت المقدس کي خپل اشغالګرپولیس ځای په ځای کوي او حرم قدسي ته دننوتلو اجازه به هغو کسانو ته ورکوي، چي عمرونه يې له ۴۰ کلونو پورته وي.

دمسجد اقصی دروازې لا سهار وختي  له خلکو ډکي وې او دلمانځه په وخت کي په صفونو کي زیاته ګڼه ګوڼه وه.

دبیت المقدس داوقافو ادارې ویلي، چي تیره شپه ۷۰ زرو مسلمانانو دتراویح په لمانځه کي ګډون کړی وو.

په قدس کي داسلامي اوقافو مشر شیخ عزام الخطیب تر لمانځه وروسته وویل، چي ددوی له شمېرنو سره سم نن په لمانځه کي شاوخوا ۲ لکو کسانو ګډون کړی وو، چي مسجد او دمسجد شاوخوا ساحې له لمونځ کونکو ډکې وې.

راپورونه وايي، چي اسرائیلي اشغالګرو یوشمېر کسان مسجداقصی ته له ور تللو منعه کړي دي.

هغو کسانو چي مسجداقصی ته نه دي ور پرېښودل شوي ویلي، چي دوی له دې امله مسجداقصی ته له ورتللو منعه کړای شول، چي عمرونه يې له څلويښتو کلونو کم وو.

راپورونه وايي، دسهار تر لمانځه وروسته په زیات شمېر کي فلسطیني ځوانان په میدانونو کي راټول شوي وو او دمسجد اقصی دملاتړ شعارونه یې ورکول.