وروستي:

د روژې حکمت او فلسفه

ليکنه: مولوي عبدالحق حماد

د انسان د پيدايښت مقصد

الله جل جلاله انسان د خپل عبادت لپاره پيدا کړی دی، لکه چې فرمايي : ((وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْاِنْسَ اِلَّا لِيَعْبُدُوْنِ)) [الذاريات:۵۶] يعني: ما پيريان او انسانان يوازې د خپل عبادت لپاره پيدا کړي دي؛ نو ځکه دنيا ته د انسان د راتلو يوازينۍ موخه د الله جل جلاله عبادت، او د آخرت ابدي ژوند ته توښه برابرول دي.

ايا پرښتې د عبادت لپاره بس نه وې؟

اوس که د چا په زړه کې دا سوال پيدا شي چې د دې مقصد لپاره خو الله جل جلاله له پخوانه پرښتې پيدا کړي وې؛ نو بيا د انسان د پيدا کېدو اړتيا څه وه؟ ددې ځواب دادی چې پرښتې الله جل جلاله د عبادت لپاره پيدا کړي وې؛ خو دهغوی جوړښت داسې دی چې خلقتا په عبادت مجبوره وې؛ ځکه چې د هغوی په فطرت کې د عبادت ماده نغښتې وه او له عبادت پرته يې په خلقت کې د معصيت او نافرمانۍ ماده نه وه نغښتې؛ خو د انسان جوړښت ددې برعکس دی، د هغه په جوړښت کې يې د ګناه او معصيت ماده هم نغښتې ده او بيا يې ورته امر کړی چې د خپل رب عبادت کوه، له همدې امله پرښتو ته عبادت کول آسان کار و او له انسان سره خواهشات، جذبات، خوځښتونه، اړتياوې او د ګناهونو هڅونکي شته؛ سره له دې ورته الله جل جلاله امر کړی چې له دې ټولو شيانو به ځان ژغورې او زما عبادت به کوې.

عبادات په دوه ډوله دي

دلته يوه بله خبره په پام کې نيول اړين دي هغه دا چې له يوې خوا ويل کيږي چې د مومن هر کار عبادت دی يعنې که يو مومن ښه نيت ولري او داسلام له لارښوونو سره سم ژوند تېروي؛ نو د هغه خوراک ، خوب، خندا، کاروبار، له مېرمنې سره خندا او خبرې، راشه درشه، دا ټول په عبادت کې شمېرل کيږي، اوس پوښتنه دا ده چې که له يوې خوا د مؤمن دا ټول حرکات په عبادت کې شمېرل کيږي او له بلې خوا لمونځ هم عبادت دی نو بيا ددې دواړو عبادتونو ترمنځ توپير څه دی؟  نو ددې دواړو خبرو ترمنځ توپير پېژندل اړين دي او ځينې خلک ددې توپير د نه پېژندلو له امله له بېلاريو سره مخ کيږي.

لومړی ډول: بلا واسطه عبادت

د دې دواړو عبادتونو ترمنځ توپير دادی چې يو ډول عبادت هغه دی چې مخامخ عبادت دی چې موخه ترې يوازې د الله جل جلاله رضا ترلاسه کول دي او بل مقصد نه لري، دغه ډول  عبادتونه يوازې د الله جل جلاله د بندګۍ لپاره ټاکل شوي دي لکه: لمونځ، له لمانځه څخه يوازينۍ موخه دا ده چې الله جل جلاله ته سر ښکته کړل شي او بندګي يې وشي؛ نو دا د الله جل جلاله مخامخ عبادت دی چې بله موخه نه لري، دغه راز روژه، زکات، حج، عمره، ذکر، تلاوت، دا ټول هغه عبادتونه دي چې دالله جل جلاله له رضا پرته بله موخه نه لري.

دويم ډول: بالواسطه عبادت

د لومړي ډول برعکس ځينې اعمال هغه دي چې اصل مقصد يې نور څه وو، لکه دنياوي اړتياوې او خواهشات پوره کول؛ خو الله جل جلاله د خپل ځانګړي فضل له مخې مؤمن ته وويل چې که ته خپل دنياوي کارونه هم په ښه نيت، زما د دين په چوکاټ کې او زما د محبوب صلی الله عليه وسلم له طريقو سره سم ترسره کړې؛ نو زه د همداسې کارونو په بدل کې هم هغه ثواب درکوم لکه د لومړي ډول عبادت په بدل کې يې چې درکوم؛ له همدې امله دا مخامخ عبادت نه دی؛ بلکې بالواسطه عبادت دی او دا دعبادت دوهم ډول دی.

بلا واسطه عبادت غوره دی

له دې تفصيل څخه دا څرګنده شوه چې مخامخ عبادت له بالواسطه عبادت څخه غوره دی، او ددې درجه ترهغه بل زياته ده؛ له همدې امله الله تعالی چې د پيريانو او انسانانو د پيدايښت هغه خبره د کوم عبادت لپاره کړې ده، له هغې څخه لومړی ډول عبادت مراد دی، نه دوهم ډول چې بالواسطه عبادت دی. ([1])

د روژې حکمت او فلسفه

د رمضان روژې په فرضيت کې د الله جل جلاله لوی حکمتونه، غوره مقاصد او ښې پايلي نغښتي دي چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

۱- په زړه کې اخلاص او تقوی رغېدل، ځکه چې له روژې څخه د روژه نيونکي يوازينۍ موخه د الله جل جلاله رضا او آخرت ته توښه برابرول او د الله وېره مقصد وي، له همدې امله د روژې د فرضيت آيت هم په دې ټکو پای ته رسېدلی چې: لعلکم تتقون. معنا دا چې ښايي تاسو د همدې فرضيت په ادا کولو د تقوی درجې ته ورسيږئ او ځانونه له هغه څه څخه وساتئ چې نه درسره ښايي.

۲- روژه روح ته غزا ورکوي، نفس ته د استقامت ځواک ورکوي او د زړه په پاکوالي کې مرسته کوي.

۳- روژه په انسان کې ارادي ځواک، د تکل رښتينوالی، او د نفس د ناوړه عادتونو له منځه وړلو ځواک پياوړی کوي او د صبر په مټ د تکليفونو ګاللو وړتيا وربخښي. دغه راز روژه د انسان عقل پر شهواتو غالبوي چې بيا د همدې په مټ د شر پر ځای د خير کارونو ته ډېر متوجه کيږي.

۴-  روژه بشري نفس ته هم روزنه ده، د انسان عادت دادی چې د يو نعمت په ارزښت هله پوهيږي چې ورڅخه بې برخې شي او يا ورته اړ شي؛ نو روژه نيونکی چې کله د لوږې درد وويني، د نېستمنو او بې وزله خلکو له حاله خبريږي او د هغوی مرستې او لاسنيوي ته يې پام را اوړي.

۵- په روژه نيولو کې له روحاني مخلوق او مقربو پرښتو سره مشابهت دی؛ نو مسلمان ته ښايي چې په روژه کې د پرښتو په شان يوازې د الله په ذکر، تسبيحاتو، تلاوت او دعاوو بوخت وي او يوازې د خيټې په غم کې نه وي ورک.([2])

۶- روژه انسان ته د امانتدارۍ او د الله د څارنې درس دی؛ ځکه چې روژه نيونکی له خلکو پسې شا هم د خوراک-څښاک له نعمتونو ځان محروموي معنا يې داده چې يوازې له الله ډاريږي.

۷- روژه انسان ته نظم او انضباط ور ښيي، ځکه چې د انسان نفس په بېلابېلو وختونو کې د خوراک-څښاک غوښتنه کوي؛ خو روژه يې دا غوښتنې محدودوي او په دې ډګر کې يې هم د نړۍ په لروبر کې له مسلمانانو سره يووالي ته رابولي، هغوی چې ټول په يو وخت روژه نيسي او په يو وخت يې ماتوي؛ ځکه چې د ټولو رب يو او عبادت يې يو دی.

۸- روژه له نفس سره جهاد دی او د دنيا د ګندګيو او ګناهونو څخه  د پاکوالي او د خواهشاتو د ماتولو لپاره ښه چاره ده، رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي: اې د ځوانانو ډلې! له تاسو چې څوک وس لري هغه دې نکاح وکړي؛ ځکه چې دا د سترګو ښه ټيټوونکی او د شرمځای پاکوونکی دی، او څوک چې وس نه لري هغه دې روژې ونيسي؛ ځکه چې دا ورته د شهوت له منځه وړونکی دی.

کمال بن همام وايي: روژه له توحيد او رسالت وروسته د اسلام دريم رکن دی، الله د يو شمېر ګټو لپاره مشروع کړې ده چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

روژه د اماره نفس ساکنوونکې او د بدن د ټولو جوارحو او حواسو د سرغړونو مخ نيونکې ده؛ ځکه چې له روژې سره د جوارحو حرکات کمزوري کيږي، له همدې امله ويل کيږي چې کله خېټه مړه شي، د بدن نور غړي وږي شي او چې خېټه وږې شي، نور غړي ماړه شي.

بله دا چې په روژې نيولو سره د فقيرانو او نېستمنو له حالت  او لوږې سره مشابهت دی، چې له امله يې د الله په وړاندې د مسلمان درجې لوړيږي. ([3])


([1]) اصلاحي خطبات ۱۰/۶۴-۶۷ ليكوال: مفتي محمد تقي عثماني

([2])  حكمة التشريع وفلسفته: ۱۳۲-۱۳۷ط: المكتبة الحقانية

[2] : الفقه الاسلامي و ادلته ۲/۵۰۰