اوکراين کې لومړنی اسلامي مرکز پرانېستل شو
اوکراين کې اسلامي ټولنيز مرکز «الرائد» د اوکراين پلازمېنه لويديځ کې د لفيف ښار کې د محمد اسد په نوم لومړنی اسلامي مر کز پرانيست.
دا لومړنی مرکز د جومات او اسلامي کتابتون تر څنګ عامو مسلمانانو ته د درس ور کولو لپاره درس خوني هم لري.
د دې سېمې زرګونه مسلمان زده کونکو، او د دې ترڅنګ مسلمانو تاتاريانو لپاره چې له قرم څخه دې هېواد ته تللې دي او هلته مېشت دي دا مرکز ډېر ستر اهميت لري.
مرکز د لفيف ښار يو ستر داعي او اسلامي مفکر محمد اسد په نوم نومول شوی دی.
نوموړی په ۱۹۰۰ ز کال کې په دې ښار کې زېږېدلي او ۱۹۹۲ ز کال کې په هسپانيه کې وفات شوی نوموړي په اسلامي فکر کې يو شمېر کتابونه هم ليکلي دي.
تکل ويب پاڼې څخه په مننه