د جُلیبیب کیسه
حامد افغان
ابو برزه الاسلمي رضي الله عنه وایي: جلیبیب داسي سړی و چې له ښځو سره به یې خبري او مجلسونه کول، ما خپلي ښځي ته وویل: ګورئ هغه تاسو ته رانه شي او خبري ورسره ونه کړئ، او کنه داسي او هاسي به درسره وکړم. ابو برزه وایي: د انصارو دا عادت و چې خور او لور به یې پیغله شوه او کوژده کوله به یې نو لومړی به رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلل، او که د هغه به اړتیا وه ورته نو نه به یې کوژده کوله.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د انصارو یوه کس ته وویل: دا لور دي په نکاح راکړه، هغه ورته وویل: ولې نه، او په دې زه وياړم، هغه ورته وویل: زه یې ځان ته نه غواړم، انصاري وویل: نو چا ته یې غواړې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: جلیبیب ته یې غواړم، هغه ورته وویل: زه به یې له مور سره مشوره وکړم او بیا به درته ووایم.
انصاري خپلې ښځي ته ورغی او ورته ویې ویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم زموږ اور غواړي، هغه خوشاله شوه خو ده ورته وویل چې ځان ته یې نه غواړي جلیبیب ته یې غواړي، ښځه یې غوسه او خپه شوه او ویې ویل: نه نه نه، جلیبیب ته یې نن ورکوم، قسم ده که یې هغه ته کوژده کړم.
انصاري له کوره روانیدی څو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورشي او ورته ووایي چې د ميرمني یې نه ده خوښه، په دې وخت کې یې لور مور او پلار ته وویل: تاسو ته زما له پاره خطبه چا رالیږلې ده؟ هغوی ورته وویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم، دې ورته وویل: نو تاسو د هغه خبره ردوئ؟! ما د هغه خوښي ته وسپارئ هغه به هیڅکله ما نه ضایع کوي. پلار یې رسول الله ته ورغی او کیسهذیې ورته وکړه، او هغه پیغله یې جلیبیب ته کوژده کړه.
رسول الله صلی الله علیه وسلم غزا ته ووت، کله یې چې فتحه ترلاسه کړه خپلو ملګرو ته یې وویل: کوم ملګری خو به نادرکه نه یې؟ هغوی وویل: فلانی او فلانی نه وو، ده ورته وویل: تاسو نور هم وګورئ، هغوی وویل: نه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: جلیبیب نشته؟ دی وایي: هغوی یې پلټنه وکړه او د مړیو په منځ کې یې پیدا کړ، اووه کسان یې وژلي وو وروسته دی هم وژل شوی و، هغوی رسول الله ته ورغلل او د ده کیسه یې ورته وکړه،
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورغی، د هغه خواته ودریدی، او ویې ویل: ده اووه کسان وژلي او بیا دی وژل شوی دی، دا زما دی او زه د ده یم، دا زما دی او زه د ده یم، دا خبره یې دوه یا دری ځله وکړه، بیا یې هغه ته قبر برابر کړ هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم په غیږ کې نیولی و او پخپله یې په قبر کې کېښود، او په روایت کې دا خبره نشته چې هغه ته یې غسل ورکړ.
راوي وایي: د جلیبیب میرمن ډېر څه لرل، په انصارو کې یوې ښځي هم د دې په څیر لګښت نه کاوه، په بل روایت کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د جلیبیب ميرمني داسي دعا وکړه: یا الله! دې ډېر خیر ورکړه او ژوند یې مه خرابوه. اللهُمَّ صُبَّ عَلَيْهَا الْخَيْرَ صَبًّا ، وَلَا تَجْعَلْ عَيْشَهَا كَدًّا كَدًّا . رواه أحمد في ” المسند ” (33/28)، و البیهقي في ” شعب الإيمان ” (3/114)، ورواه البغوي في ” شرح السنة ” (14/196)، و ابن حبان في ” صحيحه ” (9/342).
یادونه: د جلیبیب رضي الله عنه کیسه واعظان او مقررین ډېره کوي، او له ځانه خپل مواد هم ښه پریمانه په کې تیروي، د ده کیسه په کره روایاتو کې داسي راغلي ده او هغه کتابونه هم دا لوړ ما لیکلي دي.