وروستي:

د رمضان د هرکلي سمه طريقه

ليکنه: مولوي عبدالحق حماد

په ننيو اسلامي ټولنو کې ځينې خلک د رمضان د هرکلي په موخه له هغه نه څو ورځې وړاندې مجلسونه او ناستي جوړوي او د قرآنکريم په تلاوتونو او ديني ويناوو د روژې هرکلی کوي او خلکو ته په دې ډول دا ښيي چې موږ ګواکې روژې ته خوشحاله يو او هرکلی ورته وايو، دا ډېر ښه فکر دی؛ خو د وخت په تېرېدو کيدايشي دا چاره يو ضروري ديني رنګ خپل کړي چې خدای مکړه بيا به په دين کې له ځانه د يو کار د داخلولو په معنا وي، د رمضان د هرکلي اصلي طريقه دا ده چې د رمضان له راتلو وړاندې خپل د ژوند مهالوېش بدل کړل شي او ډېره برخه يې د الله جل جلاله عبادت ته ځانګړې کړل شي، د رمضان له راتلو وړاندې فکر وکړئ چې زه څنګه کولای شم خپل ورځنۍ بوختياوې کمې کړم، که څوک په دې مياشت کې خپل ټول وخت د الله جل جلاله عبادت ته ورکړي تر دې غوره خبره نشته او په دوولسو مياشتو کې يوه مياشت يواځې د الله جل جلاله عبادت ته ځانګړې کول ښايي د انسان ټول ژوند نېکمرغه کړي او يوولس نورې مياشتي يې هم ورته برکتي کړي، که داسې نه وي بيا نو کم ترکمه فکر وکړل شي چې کوم کارونه ډېر ضروري نه دي هغه دې په رمضان کې ودرول شي او يا دې محدود کړل شي تر څو د الله جل جلاله عبادت ته کم ترکمه له نورو مياشتو ډېر وخت ورکړل شي، او که دا يو هم ونه شي؛ نو رمضان به راشي او همداسې به تېر شي او هيڅ به په لاس را نشي.

رمضان د الله جل جلاله له لورې پر مسلمانانو يو ځانګړی رحم دی او هر مسلمان کولای شي په دې وخت کې له لږ پاملرنې سره آخرت ته ښه پانګه برابره کړي، موږ بايد د دې مياشتې هره ګړۍ غنيمت وګڼو او ګټه ورڅخه واخلو بيا الله جل جلاله خبر دی چې تر راتلونکي روژې پورې به څوک مړه او څوک ژوندي وي!؟.

او دا چې روژه د تربيې مياشت ده؛ نو بايد مسلمان د روژې له دې مياشتې وروسته هم هماغسې واوسي لکه په روژه کې چې و، خدای مکړه داسې نه وي چې په روژه کې يو ډول وي او وروسته بيا ناوړه کارونو ته مخه کړي.

ځينو علماوو د رمضان د چمتووالي لپاره څو ټکي په ګوته کړي دي چې په پاملرنې سره ورته مسلمان له رمضان څخه ښه ګټه پورته کولای شي.

لومړی چمتووالی… دعا:

د رمضان له راتلو وړاندې بايد دعاګاني وشي چې الله جل جلاله مو د دې مياشتې له برکتونو برخمن کړي او د روژو نيولو توفيق راکړي، په يو حديث کې دي چې يو ځل رسول الله صلی الله عليه وسلم د رجب يا برات مياشت وليده؛ نو داسې دعا يې وکړه: اللهُمَّ بَارِكْ لَنَا فِي رَجَبٍ، وَشَعْبَانَ، وَبَلِّغْنَا رَمَضَانَ “.([1])

ژباړه: يا الله! موږ ته په رجب او شعبان کې برکت کېږده, او تر رمضانه مو ورسوه. يعنې موږ ته دومره عمر راکړې چې د رمضان مياشت مو نصيب شي.

دوهم چمتووالی….. د خوراکي توکو بشپړول:

د رمضان له راتللو وړاندې بايد د کور خوراکي توکي بشپړ کړل شي په ځانګړې توګه هغه شيان چې په روژه ماتي او پېشلمي کې ورته اړتيا وي، په دې سره به مو وخت وژغورل شي، بازار ته به مو د ډېر ورتګ اړتيا نه وي او عبادت ته به خلاص يو.

دريم چمتووالی….. د ليدنو بشپړول:

له ځينو خلکو سره ليدنه ضرور نه وي او يا هره ورځ يې ليدل ضرور نه وي او په مياشت کې يې يوځل ليدل بسنه کوي، له داسې ليدنو هم بايد له رمضان راتلو وړاندې ځان فارغ کړل شي چې په رمضان کې مو بې ځايه ليدنې د عبادت په لار کې خنډ نشي، د الله د رضا لپاره د يو چا ليدنې ته ورتلل، د ناروغانو او خپلوانو پوښتنه کول په رمضان کې هم ثواب لري، خو دا مياشت د غيرضروري ليدنو لپاره هم نه ده؛ بلکې د دې مياشتې ډېری برخه بايد يوازې د الله تعالی عبادت ته ځانګړې کړل شي.

څلورم چمتووالی….. د حقونو ادا کول:

که پر چا د الله تعالی يا بندګانو حقونه پاتې وي، بايد د رمضان له راتلو وړاندې يې ادا کړي او د حقونو د ادا کولو د څرنګوالي لپاره دې له يو عالم څخه پوښتنه وشي.

پنځم چمتووالی…… رښتينې توبه:

هر مسلمان ته ښايي چې د رمضان له را رسېدلو وړاندې د ژوندانه د تغير په لړ کې له ګناهونو توبه وباسي، که چا پخوا کوم ګناهونه کړي وي او يا يې -الله مکړه- اوس کوي، نو د رمضان له راتللو وړاندې ښايي په خپلو عملونو له سره کتنه وکړي او له ټولو ګناهونو لاس په سر شي، الله ته وژاړي او بخښنه ورڅخه وغواړي، ځکه چې څوک الله ته رښتينې توبه وباسي الله يې ټولې ګناوې بخښي، اګر که شرک هم وي؛ خو شرط يې دا دی چې په راتلونکي کې به کلک هوډ کوي چې نور به ګناه ته نه نژدې کېږي، هسې خو هر وخت له ګناهونو توبه ايستل غوره کار دی؛ خو د رمضان له راتللو وړاندې ډېر غوره دی ځکه چې په رمضان کې الله ته په پاک زړه وړاندې کېدل مسلمان د دې جوګه کوي چې د الله د هغو رحمتونو پوره برخه ترلاسه کړي چې په رمضان کې يې پر مسلمانانو را وروي.

شپږم چمتووالی….. دګناوو له اسبابو لرې کېدل:

اوس زموږ ټولنه هم د نورو په څېر د هغو بد اخلاقيو ښکار ده چې په عام ډول يې خلک ترقي او پرمختګ بولي؛ خو په حقيقت کې يوه ستره ګناه ده، ټلوېزيون يو له هغو اسبابو دی چې د يوې پر ځای ډېرې ګناوې زېږوي او نوي نسل د بېلارۍ يوه ستره ذريعه ده؛ خو نن سبا دغه فتنه دومره عامه شوې ده چې د ډېرو بې وزلو او آن  ديندارو خلکو کورونو ته يې هم لار  پيدا کړې ده.

هسې خو بايد په هر وخت کې له دې فتنې ځان وژغورل شي؛ خو که څوک دومره ايماني ځواک ونه لري، بيا نو کم تر کمه بايد په روژه کې هرومرو دا لعنت له ځانه لرې کړي او يوازې د خپل رب عبادت ته پاملرنه وکړي.

اووم چمتووالی…. له ځانګړو وختونو ګټه پورته کول

په رمضان کې ځينې ځانګړي وختونه داسې دي چې الله پکې د مسلمان دعا ډېر ژر قبلوي، يو له هغو څخه د روژه ماتي وخت دی، ځينې خلک په روژه ماتي کې ډېر وخت د روژه ماتي په چمتو کولو يا بې ځايه خبرو تېروي، حال دا چې بايد مسلمان له داسې وخت څخه استفاده وکړي، د قرآن کريم تلاوت او دعاګانې وکړي، او په بې ځايه وخت تېرولو د الله پاک د رحمت لويه پانګه له لاسه ور نکړي.


([1]) مجمع الزوائد ۲/۱۶۵