روژې ته هرکلی – اهلا رمضان
لیکنه: حامد افغان
روژه د ښو او بدلون میاشت
روژې ته د زړه له کومي هر کلی وایو، روژه هغه مبارکه میاشت ده چې لوی څښتن زیات فضيلتونه او برکتونه ورکړي دي، روژه د تقوا او صفا پسرلی ده، او د مومنانو د زړونو او روحونو د خوشالي موسم ده، قرانکریم د روژې په اړه مبارک ایتونه د روژې میاشتي په نوم ( شَهْرُ رَمَضَانَ)پیل کوي او وایي: د روژې میاشت هغه ده چې قران په کې نازل شوی دی، یعني د قدر په شپه کې یې نازلیدل پیل کړي دي، د خلکو له پاره د حق هدایت ده، په دې میاشت کې د هدایت دلایل روښانه شوي دي او د حق او باطل ترمنځ په توپیر. شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدىً لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ .
دا مبارکه میاشت د رحمتونو او برکتونو میاشت ده، په دې میاشت کې له اسمانه برکتونه رااوریږي او ځمکه د الله له رحمتونو ډکه وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم لکه صحابه کرامو ته چې زیری ورکوي هغوی ته فرمایي: تاسو ته د روژې مبارکه میاشت راغله، الله عز وجل یې پر تاسو روژې فرض کړې دي، په دې کې د اسمانونو دروازې خلاصيږي، او د جهنم دروازې په کې بندیږي، او سرکښه شيطانان په کې تړل کیږي، د الله په دې میاشت کې یوه شپه ده له زرو میاشتو غوره ده، څوک چې یې له خبره محروم شي نو هغه محروم شو. أَتَاكُمْ رَمَضَانُ شَهْرٌ مُبَارَكٌ، فَرَضَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ عَلَيْكُمْ صِيَامَهُ، تُفْتَحُ فِيهِ أَبْوَابُ السَّمَاءِ، وَتُغْلَقُ فِيهِ أَبْوَابُ الْجَحِيمِ، وَتُغَلُّ فِيهِ مَرَدَةُ الشَّيَاطِينِ، لِلَّهِ فِيهِ لَيْلَةٌ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ، مَنْ حُرِمَ خَيْرَهَا فَقَدْ حُرِمَ .رواه البخاري ومسلم.
دا میاشت د الله د رحمت او هغه ته د عبادت د تمرين میاشت ده، د کال په لوړو کې انسان دنیوي بوختياوو عږغافل کړی وي، الله او د هغه رسول په مومن غږ کوي چې په دې میاشت کې ځان له غفلته وڅنډوه، بیدار او اوڅار شه! او د الله بندګي ته تکړه شه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوه حدیث په یوه برخه کې راغلي دي: د روژې په لومړۍ شپه کې … او اوازکوونکی اواز وکړي: ای د خیر غوښتونکیه! مخ راواړوه، او ای د شر غوښتونکیه! نور بس کړه او الله په هره شپه کې خلک له اوره خلاصوي. وَيُنَادِي مُنَادٍ : يَا بَاغِيَ الْخَيْرِ أَقْبِلْ ، وَيَا بَاغِيَ الشَّرِّ أَقْصِرْ ، وَلِلَّهِ عُتَقَاءُ مِنَ النَّارِ ، وَذَلِكَ فِي كُلِّ لَيْلَةٍ.رواه البخاري ومسلم.
د دې مبارکي میاشتي مهم کار دا دی چې مومن له ځانه غفلت وڅنډي، بیدار شي، او د زړه له میني د الله عبادت او بندګي وکړي، باید یوې خبري ته ډېر متوجه شو، او هغه دا چې روژه او د روژې عبادت باید مخلصانه وګرځوو، باید دا عبادت د روح له تله وي، په مینه، اخلاص او زیاته توجه سره وي، زموږ ستونزه او مصیبت دا دی چې ډېری او د ډېرو عبادتونه تش رواجي او عادي غونده دي، روژه، عبادتونه، خیراتونه او نفلونه ټول له روح او نشاط نه خالي وي، څرنګه چې اکثره عبادتونه همداسي وي ځکه یې اغیز او اثر هم کم او په نشت شمار وي، بناء د عبادت کمیت ضروري نه ده کیفیت یې مهم ده .
بله مهمه خبره دا ده چې په ځانګړې توګه شتمن باید د مسکینانو او غریبانو لوږه او تنده احساس کړي، په روژه کې د شتمنو له پاره همدا مهم درس او عبرت دی چې د غریبو او خوارانو د لوږي او تندي احساس وکړي، نو په روژه کې د غریب او مسکین د ستونزو احساس د شتمن له پاره مهم عبادت ده، خو له بده مرغه ډېری شتمن په روژه کې خپل ځان او اولاد ته متوجه وي، د روژې له پاره په تياري کې د اصراف او بذر په ګناه ځانونه ولړي، که دوی د اصراف پر ځای اعتدال خپل کړي او له نهو اړتیاوو زیات شی غریبانو ته خیرات کړي د اصراف له ګناه به یې ځان ژغورلی وي او هم به یې د غریبانو د ستونزو د احساس عبادت ترسره کړی وي.