وروستي:

چين کې د بېړۍ ډوبېدو سلګونه کسان وژلي

چینايي چارواکو ویلي، چي دهیواد په ختیځ دیانګزي په سمندر کي یوه بیړۍ ډوبه شوې، چي ۴۵۰ تنه پکي سپاره وو.

دچين رسمي اژانس شينهوا ویلي، چي دايسټرن سټار په نوم دغه بیړۍ دنانجينګ له ښار څخه دچونګ کينګ ښار ته روانه وه ، چي دسختو طوفانونو له امله  دچیانلي په سیمه کي ډوبه شوې ده.

دشينهوا خبري اژانس نن سهار خبر ورکړ، چي د۱۰ ساعتونو په تیريدلو سره یوازي ۱۰ تنه ژغورل شوي دي.

راپورونه وايي، چي په پېښه کي دمسافرو زیاته برخه وژل شوي دي.

سیمي ته دژغورني ټيمونه رسيدلي او دژغورني چاري يې پيل کړي دي، ژغورونکي وايي، چي دطوفانونو او اورښت له امله یې دژغورني چاري  ټکنۍ شوي دي.

ژغورونکو ویلي، چي دوی له بیړۍ څخه دځینو کسانو دژغورني غږونه هم اوريدلي دي.

دهوبيئ ایالت ته چيرته چي دغه پېښه رامنځ ته شوې دچین دلومړی وزیر په ګډون یوشمېر لوړ پوړي چارواکي رسيدلي دي او دپيښي له ځای څخه یې ليدنه کړې ده.

دچین ولسمشر چارواکو ته امر کړی، چي دژغورني چاري چټکي کړي او په کشتۍ کي دبندو پاته کسانو په ژغورلو کي ډیر کوښښ وکړي.

په جنوري میاشت کي هم دچین په یانګزي سمندر کي دکشتۍ دډوبېدلو له امله ۲۲ تنه ووژل شول.