وروستي:

پرځان باور (1)

حامد افغان

استاد د سلو افغانیو نوټ پورته کړ او پوښتنه یې وکړه: دا څوک غواړي؟ ټولو شاګردانو لاسونه پورته کړل، وروسته یې په دواړو لاسونو وچرموړه او بیا یې شاګردان وپوښتل: دا څوک غواړي؟ هغوی بیا ټولو لاسونه پورته کړل، وروسته یې په ځمکه وغورځاوه او په پښه یې په قوت سره په ځمکه وموښه او په خاورو یې ولاړه، راوایې خیست او بیا یې شاګردانو  ته ونیو چې څوک یې غواړئ؟ هغوی ټولو لاسونه پورته کړل چې غواړي يې.

 استاد نوټ له خاورو پاک کړ په لاس کې یې نیولی و او شاګردانو ته یې وویل: دا ستاسو د نن ورځي درس ده، تاسو ولیدل چې د دې نوټ حالت په څو ډوله بدل شو خو بیا یې هم ارزښت تغیر ونکړ په خپل حال پاته ده، تاسو هم کټمټ د دې نوټ په څیر یئ، که هرڅومره له سپکاوي سره مخامخ شئ، د ژوند په اوږده لاره وښوئيږئ، څوک مو د اهمیت د کمولو کوښښ وکړي او آن له ډبولو او ترټلو سره مخامخ شئ ستاسو ارزښت، وړتیا او صلاحیت هیڅ تغیر نشي کولی په خپل حال به پاته وي، ځکه له  دې ټولو تغیراتو او ښکته پورته حالاتو وروسته تاسو کولی شئ بیرته ولاړ شئ او د عزم او هوډ لاره ونیسئ.

  ستاسو ارزښت او وړتیا یواځي هغه وخت له منځه ځي چې پرځان باور له لاسه ورکړئ، که پر ځان مو باور له لاسه ووت نو زما دا خبره پخه واورئ او زړه ته یې واچوئ چې هرڅه مو له لاسه ووتل. لاسمح الله.