وروستي:

امريکا: اريزونا کې اسلام ضد وسله وال لاريون شوی

امرالله پيروزي

د اريزونا ولايت  وينکس ښار د مسلمانانو جومات څخه بهر خواو شا ۲۰۰ تنه لاريون کونکو لاريون وکړ، چې ځينو يې وسلي او ځينو يې د محمد صلی الله عليه وسلم کاريکاتورونه په لاسو کې نېولي و.

لاريون کونکو د اسلام او محمد صلی الله عليه وسلم پر ضد شعارونه ور کول.

د برتانيې يوې دولتي راډيو د راپور له مخې پروني لاريون کې چې د وينکس اسلامي مرکز څخه بهر وشو ځيني لاريون کونکی وسلي هم را اخيستې وي.

راپور کاږي: په لاريون کونکو کې ځيني وسله وال هم ول چې د پوليسو جامې يې اغوستې وې او ځيني نورو بيا د محمد صلی الله عليه وسلم کاريکاتور په لاسونو کې نېولی و.

لاريون د يو پخواني پوځي جون ريټزهايمر له خوا چې په خوا يې د عراق په بريد کې هم برخه اخيستې وه تر تيب شوی و.

ريټزهايمر په يوه اعلاميه کې وويل: دا لاريون د هغه څه پرضد شوی دی چې په دې وروستيو کې په تيکساس کې شوې و.

نوموړي لاريون کونکو ته په لاريون کې د خپلې دفاع لپاره د وسلې را اخيستلو امر هم وکړ.

له بلي خوا د اسلامي مرکز د جومات امام اسامه الشامي مسلمانو لمونځ کونکو ته د تاوتريخوالي څخه ډډه کولو امر وکړ، او ويې ويل: موږ بايد پر خپلو ځانونو فکر وکړو چې د خطايي ځواب په خطايي سره ور نه کړو بلکې په خير او رحمت او زړه سوي سره.

په پای کې لاريون پرته له کومي ستونزې او تاوتريخوالي پای ته ورسېد.

له تکل ويب پاڼې څخه په مننه