وروستي:

سوريه، د رژيم بېلري بمونو لسګونه کسان وژلي

عام وژنه، دسوريې درژيم الوتکو دحلب په ښار او دحلب ولایت په الباب ښار   دبېلري بمونو بمباري کړې، چي په ترڅ کي یې لږترلږه ۶۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

سوري فعالانو ویلي، چي درژیم چورلکو دحلب ولایت دالباب ښار په الهال بازار بېلري بمونه غورځولي، چي په ترڅ کي يې تر ۴۰ زیات کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

دسوريې دبشري حقونو سازمان ویلي، چي کېدلی شي دوژل شویو کسانوشمېره تر دې هم لوړه شي، ځکه دیوشمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

دا په سوريه د دې کال تر ټولو خونړۍ بمبارۍ دي.

له بله پلوه درژیم الوتکو دحلب ښار په الشعار سیمه کي یومرکزي واټ بمبار کړی، چي په ترڅ کي يې تر۲۰ زیات کسان وژل شوي، چي ښځي او ماشومان هم پکي شامل دي.

راپورونه وايي، چي دالشعار دسیمي په مرکزي واټ درژيم الوتکو بېلري بمونه غورځولي، چي دوژل شویو کسانو ترڅنګ لسګونه کسان یې په ترڅ کي ټپیان شوي دي.

سوري فعالانو ویلي، چي دځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی، چي ښايي دوژل شویو کسانو شمېره لوړه شي.

دسوريې دبشري حقونو سازمان ویلي، چي په وژل شویو کي څلور میرمني او درې ماشومان هم شامل دي، یاد سازمان ویلي، چي په وژل شویو کي ديوې کورنۍ اته غړي هم شامل دي.

دسوریې دبشري حقونو سازمان دنن ورځي هوايي بریدونه   په عام وژنو نومولي.

دبشارالاسدرژیم چي دسوريې زیاته برخه یې له واکه وتلې او ورځ تربلي يې دواک کړۍ تنګیږي، دانقلابیانو تر ولکې لاندي سیمو باندي دبېلري بمونو بمباري کوي، چي زیات ويجاړی رامنځ ته کوي او تراوسه یې په ترڅ کي لسګونه زره کسان وژل شوي دي.

په ورته وخت کي دانقلابیانو دالفتح لښکر په ادلب ولایت کي داريحاښار او نورو اړوندو ښارګوټو تر نیولو وروسته دساحل لوري ته خپل پرمختګ ته دوام ورکړی دی.

دالفتح لښکر  مشرانو چي له ۲۱ وړو او سترو ډلو جوړ شوی ویلي، چي ددوی راتلونکې جګړه به دسوريې په ساحل وي، دالفتح قومندانانو ویلي، چي دوی دساحل دجګړې لپاره ډیري او داسي وسلې لري، چي تراوسه يې نه دي کارولي.