د مالک بن دینار د اینځرو کیسه
حامد افغان
په زړه پوري کیسه، مهم عبرت او پایله
ابو يحى مالك بن دینار (مړ: 127هـ) مشهور تابعي او کره عالم دی، د حسن البصري، سعید بن جبیر، سعید بن ابي عروبه رحمهم الله او.. په څیر امامانو استاد و، د ده د ژوند حالات لیکونکو مؤرخینو لیکلي چې ده به قرانونه لیکل او له دې لاري به یې روزي ترلاسه کوله، ده به د خپل لاس د روزي په اهمیت ډېر ټینګار کاوه او ویل به یې: په تورات کې مې لیدلي دي څوک چې د خپل لاس په ګټه ګذاره کوي د هغه به ژوند او مرګ دواړه ښه وي.سیر الاعلام النبلاء للذهبي
کیسه کا: یوه ورځ مالک بن دینار رحمه الله په بازار کې روان و یو سړی یې ولید اینځر یې خرڅول، د ده اینځرو ته ډېره مينه پیدا شوه خو دا وخت یې په جیب کې پیسې نه وې، اینځرخرڅوونکي ته یې وویل: په پور یو څه اینځر راکړه وروسته به پیسې درکړم، هغه ونه منله او نغدي یې غوښتلې، لیږ وروسته مالک بن دینار ورته وویل: خپل بوټونه به ګرو درته کیږدم وروسته به پیسې درته راوړم، سړي بیا هم ونه منله او مالک ولاړی.
وروسته اينځر خرڅوونکي ته چا وویل: دا سړی څوک و پیژانده دي؟ هغه وویل: نه، ورته ویې ویل دا مالک بن دینار و! ، اينځر خرڅوونکی ډېر خپه شو، خپل غلام ته یې وویل: د اینځرو ټوله عربۍ هغه ته وروله، او غلام ته یې شرط ولګاوه چې د اینځرو دا عربۍ دي که په هغه ومنله نو ته مې ازاد کړی یې.
غلام عربۍ د هغه په لور روانه کړه، له ځانه سره یې کړه چې ټول کوښښ به کوم څو اينځر په هغه قبول کړم، کله چې ورغی مالک بن دینار ته یې کیسه وکړه او ورته ویې ویل اوس مهرباني وکړئ دا اینځر واخلئ، مالک بن دينار رحمه الله ورته وویل: ورشه بادار ته دي ووایه چې مالک بن دینار د دین په بدل کې اينځر نه خوري او هغه ته ووایه چې مالک تر مرګه پوري اينځر په ځان حرام کړي دي او قسم یې کړی دی. غلام ورته وویل: د دې اینځرو په قبلولو کې زما ازاديدل دي نو زما له پاره یې ومنه، هغه ورته وویل: سمه ده خو د دې اینځرو په اخیستلو کې زما غلامي ده نو زما د غلامي په بیه ازادي ته زړه مه ښه کوه.
پایله:
مالک بن دینار رحمه الله پوه شو چې د نفس غوښتنو او خواهشاتو له سپکاوي سره مخامخ کړ، نو د نفس د تربیې په نیت یې له اینځرو توبه کړه، اينځر خرڅوونکي چې کله مالک نه پیژانده نو په پور او ګروي کې یې لیږ اينځر هم نه ورکول، له پیژندلو وروسته یې پوره عربۍ اينځر ځکه ورولیږل چې د مالک بن دینار علم او تقوا ورته معلومه وه او د متقي عالم درنښت، احترام او خوشالول یې ضروري بلل، خو مالک بن دستار دا ورکړه د دین او تقوا په بیه وشمیرله ځکه یې هغه په کلکه رد کړه، ډېر داسي خلک شته چې خپل علم، عبادت او مسؤلیت د دنیا ترلاسه کولو ذریعه ګرځوي لکه یو څوک چا ته وایي: زه عالم یم او د علم خدمت کوم مرسته راسره وکړئ، زه دعوتکر یم او داسي نور، په دې توګه له خلکو مرسته او کومک غوښتل غلط او ناسم کار دی او په دین سره د دنیا ګټل دي.