وروستي:

ضمير متوجه کړئ

حامد افغان

د جاپان په وړاندي يوه موخه وه چي هغه خپل تجارت پر مخ بيول او هغه ته وده وركول و، دې موخي په جاپانيانو كي د كار وړتيا پيدا كړه د دوی موخي او هدف دوي ته پوهه ، زغم ، مخ اړول او د اړتيا په اندازه د ګړيدلو چل وروښود،  دوی ته خپلي موخي دا خبره ورزدكړه چې دوی باید خپله ماضي هيره كړي اوتيري جګړې او ستونزي دي په يو اړخيزه توګه هيري كړي څو دوی ته هدف ته د رسيدلو لاره هواره شي.

 څوک چې یوه موخه او هدف لري د هغوی نفسيات تل همداسي وي برابره خبره ده چې د هغوی په وړاندي تجارتي موخي پرتې وي او كه نوري موخي وي،  او كه څوک دا وړتيا له لاسه وركړي نو دا معنا چې  موخه لرل او هغي ته رسيدل یې له لاسه وركړي دي،  ځكه د دوی په وړاندي كومه موخه نشته،  او په دې صورت کې د كار وړتيا هم له لاسه وركوي.

 په موجوده وخت كې زمونږ دقوم ترټولو لويه نيمګړتيا داده چي هغوی د كار وړتيا نه لري،  تاسو په هر ډګر كې دا تجربه كولی شئ،  او سمدستي به درته معلومه شي چې كومو خلكو د كار وړتيا له لاسه وركړې وي هغوی نه شي كولی كوم منظم كار پر مخ بوځي،  كله هم چې له هغوی نه د كار اخيستلو تكل وشي هغوی د كچه خښتو په څير وخيږي او د ديواله له پاره د پخو خښتو په څير نه شي كيدلي.

 د دې نيمګړتيا اساسي لامل دادی چې نن زمونږ قوم د موخي شعور بايللی دی هغوی د يوې بې موخي ډلي په څير ګرځيدلي دي،  د دوی په وړاندي نه د دنيا د جوړولو نښي شته او نه داخرت. اودا د دوی اساسي نيمګړتيا ده،  كه په خلكو كې يوځل بيا د موخي شعور ژوندی كړل شي نو يوځل بيا به هغوی ژوندی قوم وګرځي، هغوی به بيا داسي قوم شي چې د كار وړتيا به لري لكه مخكي چې دوی دا وړتيا لرله، كله چي په قوم كې د موخي شعور پيداكړل شي نو ګواكي په دوی كې هرڅه پيداشول. موخه د انسان پټ ځواكونه رابيداروي او له هغه نه نوی انسان جوړوي.