نامتو مسلمان فاتحين، دکابل فاتح عبدالرحمن بن سمرة رضي الله عنه[1]
مفتي حبيب الله قاسمي
داسلام د تاريخي پېښو څېړونکی اود ديني علومو مدرس
يادونه : اسلام په خپل تاريخ ګڼ ستر فاتحين لري چې دهغوی دلورينو له برکته په نړۍ کې داسلام بلنه خپره شوه ، دلته په لنډ ډول دهغو سترو فاتحينو يادونه اوپېژندنه کووچې نومونه يې په لاندې ډول دي :
۱- دکابل فاتح حضرت عبدالرحمن بن سمرة رضی الله عنه :
۲- دبلخ اوهرات فاتح حضرت احنف بن قيس رحمه الله
۳-دفارس فاتح سعدبن ابي وقاص رضی الله عنه
۴ـ دمصر اوبيت المقدس فاتح حضرت دحضرت عمروبن العاص رضی الله عنه
۵- دعراق فاتح حضرت خالدبن وليد رضی الله عنه
۶- دافريقا فاتح حضرت عقبه بن نافع. رحمه الله
۷ـ داندلس فاتح : طارق بن زياد . رحمه الله
۸ـ ــ دمنځنۍ اسياء فاتح قتيبه بن مسلم باهلي رحمه الله
۹- ــ دسندهـ فاتح محمد بن قاسم رحمه الله
۱۰-دبيت المقدس فاتح صلاح الدين ايوبي رحمه الله
په دې فاتحينوکې لومړی دکابل فاتح نامتوصحابي حضرت عبدالرحمن بن سمرة رضی الله عنه پيژندنه اويادونه کوو چې دنوموړي په وخت کې داسلام بلنه تر کابله را ورسېدله . که څه هم ترده دمخه د اسلام بلنه دهرات له لارې دلومړی ځل له پاره دنامتو تابعي حضرت احنف بن قيس رحمه الله په لاس رارسيدلی وه .که خدای کول دهغه يادونه ترحضرت عبدالرحمن بن سمرة رضی الله عنه وروسته کوو:
[۱]دحضرت عبدالرحمن بن سمرة رضی الله عنه پيژندنه
عبدالرحمن بن سمرة رضی الله عنه قريشي و اودنسب لړۍ يې په دريم پښت کې له پيغمبرصلی الله عليه وسلم سره يوځای کيږي. نوموړي دمکې دفتحې په ورځ ايمان راووړ ، د لوړ حيثيت او لويې سينې خاوند و، دتبوک له کړاوه ډکه غزا کې يې هم ګډون کړی و. نامتو فاتح و، دری کاله دسيستان والي و،ډير متواضع انسان و ، ټول کارونه به يې په خپل لاس کول ، دروازې به يې تل د عاموخلکوپرمخ پرانيستې وې او د باران په ورځ به يې له عامو خلکوسره دښار کوڅې پاکولې .
دحديثو په کتابونو له دغه نوميالی صحابي څخه څوارلس حديثونه روايت شويدي چې دوه حديثونه يې امام بخاري اوامام مسلم هم روايت
کړي دي .[1]
[۲] : دحضرت عبدالرحمن بن سمرة رضی الله عنه داسلام راوړلو کيسه
د مکې دفتحې په ورځ پيغمبرصلی الله عليه وسلم د کعبې دروازه پرانېستله د حضرت بلال رضی الله عنه او حضرت اسامه رضی الله عنه په ملتيا ورننوت ، اودروازه په ځان پسې يي وتړله، دا مهال په کعبه کې دننه اودباندې ٣٦٠بتان ولاړوو , لومړی يې په کعبه کې دننه ټول يې ونړول دوه رکعته نفل يې وکړل، په ټوله خونه کې راوګرځيد دالله اکبر نارې يي ووهلې د کعبې دروازه يې چې پرانېستله ګوري چې دحرم غولى له مشرکانو ډک دى اودټول دځان په اړه دپېغمبرصلی الله عليه و سلم د وروستۍ پرېکړې په اړه اندېښمن ناست وو او انتظار يې يوست چې د دوی په اړه به څه وروستۍ پريکړه څه کيږي .
پېغمبرصلی الله عليه وسلم دكعبې مبارکې د دروازې دواړه بازوګان ونېول اوله حمد اوثنا وروسته يې وفرمايل: تاسوڅه فکر کوئ چې زه به له تاسوسره څه ډول چلند وکړم ؟ ټولوپه يوغږ ورته وويل : ته لورونکى اود لورونکي ورور ځوی مويې ، بياپيغمبرصلی الله عليه وسلم ورته وويل : نن پرتاسي هېڅ ملامتيانشته ورځئ ټول ازادياست.
دبښنې دغه ستر اعلان دمکې پراوسيدونکو ښه اغېږ وکړ اوزيات شمېريې ايمان راووړ اوپه دغو ايمان راوړونکوکې يوهم يونوی ځوان او زموږ دکابل فاتح حضرت عبدالرحمن بن سمرة رضی الله عنه و. کله يې چې دايمان راړولو اعلان دپيغمبرصلی الله عليه وسلم په وړاندې کاوه نوپيغمبرصلی الله عليه وسلم ته يې ځان داسې ور وپېژانده : د خدای رسوله ! زه ستادتره زوی ((عبدالکعبة)) يم، پيغمبرصلی الله عليه وسلم په ډيره مينه ورته وويل : له نن ورسته به ستا نوم عبدالرحمن وي. [2]
[۳] : حضرت عبدالرحمن بن سمرة رضي الله عنه دسيستان والي په توګه:
. يووخت زموږ دهېواد جنوبي سيمي دپخواني سسيتان هېواد برخې چې پکې داوسني کابل ښار اوهرات او کندهار په ګډون اودهېواد جنوبي سيمې راتلې.[3]دحضرت عثمان رضی الله عنه په زمانه کې د خراسان او اوسني افغانستان خلکو چې زياته سرزورۍ وکړې نو د خراسان[4] والي عبدالله بن عامر رضی الله عنه دحضرت عثمان رضی الله عنه په مشوره نوميالی صحابي اودپوهې خاوند حضرت عبدالرحمن بن سمرة رضی الله عنه دسيستان د والي په توګه له اته زره مجاهدينو را واستاوه ،نوموړي دسيستان بغاوت ارام کړ اودخپلو فتوحاتولمن يې ترزابله ورسوله. حضرت عبدالرحمن بن سمرة رضی الله عنه دری کاله د سيستان والي پاتي شو[5]
…نور بيا
[1] دمشري غوښتنې دغندنې په اړه يې مشهور حديث يې په صحيح البخاري: 13 / 110،صحيح مسلم (1625)سنن نسائي په کتاب الامارت کې او مسند احمد: / 476.، 5 / 61، اوالمستدرك: 3 / 444کې راوايتونه په همدې شميرو موندل کيږي.
[2] ددغه نامتو صحابي پېژندنه له لاندې کتابونو څخه راواخېستل شوه :
لومړی : دامام ذهبي رح سير اعلام النبلاء : دوهم ټوک ۵۷۱ .
دوهم : دامام ابن معين التاريخ: 349،
دريم : دنامتو خليفه رح :طبقات خليفة: 11، 174.
څلورم :دنامتو خليفه رح : تاريخ خليفة: 211.
پنځم: دامام بخاري رح التاريخ الكبير: 5 / 243 242.
شپږم:دامام قتيبه رح المعارف: 304، 556.
اوم : دامام فسوي رح تاريخ: 1 / 283.
اتم: دامام رازي رح الجرح والتعديل: 5 / 238.
نهم:دامان ابن عبدالبر رح الاستيعاب: 2 / 835.
لسم:دامام ابن عساكر رح تاريخ دمشق : 9 / 481 / .
يولسم: دامام ابن اثير رح :أسد الغابة: 3 / 454.
دولسم:دامام مزي رح تهذيب الكمال: 793.
ديارلسم : دامام ذهبي رح تاريخ الاسلام: 2 / 231.
څوارلسم : دامام ذهبي رح العبر: 1 / 55.
پنځلسم :دحافظ ابن حجر رح تهذيب التهذيب: 6 / 191ـ 190.
شپاړسم:الاصابة: 6 / 284.
اولسم:خلاصة تذهيب الكمال: 228.
اتلسم:شذرات الذهب: 1 / 53 و 54 و 56.
نولسم :تاريخ افغانستان بعد ازاسلام . ۱۶۰- ۱۶۱مخونه داستاد عبدالحی حبيبي ليکنه .
شلم: دافغانستان لنډ تاريخ دپوهاند عبدالحي حبيبي ليکنه او د استاد عبدالروف بينوا ژباړه .
[3] دافغانستان لنډ تاريخ دپوهاند عبدالحي حبيبي ليکنه او د استاد عبدالروف بينوا ژباړه . ۲۰مخونه .
[4] دهېواد نامتومورخ استاد کهزادپه خپل کتاب تاريخ افغانستان : ۶۹۴کې دخراسان معنا په مطلع الشمس دلمرخاته ځای په نامه سره کوي داسې چې دخر دلمر په معنا او (سان) ژور ځای اودواړوپه مطلعه شمن سره نامتو ابوالفدا په تقويم البلدان کې همدامعناکړيده .
[5] طبقات الکبری : اوم ټوک ۱۵۷مخ اوعبارات يې داسي دي (وروى الحسن عن عبد الرحمن بن سمرة أنه غزا معه كابل والأندقان والأندغان وزابلستان ثلاث سنين)
اوپه همدې طبقات کبري دحنس بصري روايت ده : قال حدثنا عبد المؤمن أبو عبيدة قال سمعت رجلا سأل الحسن فقال يا أبا سعيد هل غزوت قط قال نعم غزوة كابل مع عبد الرحمن بن سمرةاوم ټوک ۱۷۵مخ