د حق ویلو او حق منلو په زړه پوري بیلګه
حق ویل او حق منل دواړه سخت کارونه دي که څوک حق ونه وایي او نور یې ونه مني پریمانه حقوق به ترپښو لاندي شي، د صحابه کرامو او تابعينو رضي الله عنهم د زمانې د حق ویلو او منلو یوه په زړه پوري ښايسته بیلګه درته بیانوم په دې هیله چې د حق په ویلو او حق منلو کې تکړه او زړور شو، که په ناحقه څوک وینو په ډاګه حق ورته بیان کړو او که خپله موږ حق ته وبلل شو په ورین تندي یې ومنو. دا بیلګه د ابو مسلم الخولاني رحمه الله او معاويه رضي الله عنه په یوه کیسه کې ده او کیسه دا ده.
عبد الله بن ثوب رحمه الله چې په ابو مسلم الخولاني سره یې شهرت لاره مشر او د لوړي درجې تابعي دی، امام الذهبي رحمه الله په (سیر الأعلام النبلاء) کې لیکي: دی د تابعينو سرخیل او د وخت زاهد و، ابو مسلم الخولاني رحمه الله په سپین ګویي او حقه وینا کې ښه زړور او ډېر مشهور و، په دې اړه یې د وخت له امیر معاويه رضي الله عنه سره یوه کیسه را اخلم.
معاويه رضي الله عنه دا وخت امیر و او خلکو ته یې ورکړي او معاشونه ځنډولي وو، یو وخت معاويه په جومات کې په منبر ناست و ابو مسلم ااخولاني رحمه الله ورته راغی او په ډک جومات کې یې ورته وویل: ای معاويه! خلکو ته مو معاشونه او ورکړي ولې ځنډولې دي، بیت المال نه کسات ده، نه دي د پلار ده او نه دډير د مور ده.او څو نوري خبري یې هم ورته وکړې.
معاويه رضي الله عنه هم د حق له وینا سر نه شوی غړولی، که څه هم د هغه خبري ډېري ترخې وې خو ده د حق په منلو او حق ته غاړه کېښودلو کې زموږ له پاره په زړه پوري بیلګه پرې ایښې ده، که څه هم معاويه رضي الله عنه د ده په خبرو سخت غوسه شو، خو څه یې ونه ویل، له منبر نه راښکته شو او له جومات نه ووت، چې راغی غسل یې کړی و، منبر ته وخوت او حق ته د تسليمي په اړه یې دا لاندې خبري وکړې.
معاويه رضي الله عنه وویل: د ابو مسلم خبرو زه غوسه کړم او ماله رسول الله صلی الله علیه وسلم نه اوریدلي چې ویل یې: غوسه له شیطان نه ده او شیطان له اوره پیدا دی او اور په اوبو مړ کیږي نو کله چې تاسو کوم یو غوسه شئ غسل کوئ. عَنْ مُعَاوِیَة أَنَّهُ سَمِعَ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، يَقُولُ: إِنَّ الْغَضَبَ مِنَ الشَّيْطَانِ ، وَإِنَّ الشَّيْطَانَ خُلِقَ مِنَ النَّارِ ، وَإِنَّ النَّارَ يُطْفِئُهَا الْمَاءُ ، فَإِذَا غَضِبَ أَحَدُكُمْ فَلْيَغْتَسِلْ. معاويه رضي الله عنه زیاته کړه: نو زه ځکه ولاړم غسل مې وکړ، ابو مسلم سمه خبره وکړه بیت المال نه زما ده، نه مې د پلار ده او نه مې د مور ده، راشئ خپل ماشومه مو واخلئ. الجامع للأصول في أحادیث الرسوللابن الاثیر ۵۲/۵. سیر الأعلام النبلاء ۷/۴.
امام الذهبي رحمه الله لیکي: سوره ورځ ابو مسلم الخولاني رحمه الله معاويه رضي الله عنه ته ورغی او ورته ویې ویل: ای مزدوره! .. خلکو ورته وویل دا څه وایې؟! خوله بنده کړه، معاويه رضي الله عنه ورته وویل: پرېږدئ یې هغه پخپلو خبرو پوهیږي، او ورته ویې ویل: ابو مسلمه علیک السلام، بیا یې وعظ ورته وکړ او په عدل یې ټینګار ورته وکړ. سیر الاعلام النبلاء. ۱۳/۴.