وروستي:

امريکا ډرون بريدونه له جرمني څخه پر مخ بيايي

له ډيري مودې راهیسي دا حقيقت څرګند شوی، چي دامریکابې پيلوټه الوتکي دجرمني له رمشټائن اډې څخه رهبري کيږي، خو اوس دشپيګل اونيزي ویلي، چي دامریکادبې پيلوټه الوتکو دترورستي بریدونو مرکزي قومندانۍ دجرمني په لويدځ کي درمشټائن پوځي اډه ده.

رمشټائن پوځي اډه له امریکاڅخه بهر دامريکایانو ستره پوځي اډه ده، چي ۳۵۰۰۰ نظامي او ۶۰۰۰ ملکي امریکایان کار پکي کوي.

دا پوځي اډه دجرمني درايلنډ پالڅ په ايالت کي دکايزرس لاوټرن ښار ته څېرمه موقعیت لري.

شپيګل دهغو محرمانه اسنادو په بنسټ دغه راپور ورکړی، چي دوی ترلاسه کړي دي، یادي اونیزي ليکلي دي، چي امریکا په افغانستان، قبائلو، يمن او صومالیا کي دبې پيلوټه الوتکو ټول تروريستي بریدونه دجرمني له رمشټائن پوځي اډې څخه رهبري کوي او دا يې دتروريستي بریدونو مرکزي قومنداني ده.

شپيګل ویلي، چي دا اسناد يې له یوې امریکايي سرچينې څخه ترلاسه کړي، چي دامریکانظامي محرمانه اسنادو ته لاس رسی لري.

ویل شوي، چي دبې پيلوټه الوتکو دبریدونو په اړه دجرمني معلومات له هغو څخه چي دوی یې ادعا کوي زیات دي.

تراوسه به جرمني په پيوسته توګه ویل، چي دبې پيلوټه الوتکو په تروريستي بریدونو کي درمشټائن دپوځي اډې درول په اړه تائید شوي معلومات نه لري.

اوس څرګنده شوه، چي جرمني په بشپړه توګه له امریکاسره په دغو تروريستي بریدونو کي برخه لري.

په راپور کي ویل شوي، چي بې پيلوټه الوتکو ته د لارښوني سيګنالونه دجرمني له همدې اډې څخه ور کول کیږي.

تیرکال هم داسي راپورونه خپاره شول، چي دامریکادبې پيلوټه الوتکو په تروريستي بریدونو کي دجرمني درمشټائن پوځي اډه مهم رول لري.

برېنډن بريانټ چي مخکي يې دبې پيلوټه الوتکو دکنترول په خونه کي کار کاوو یوشمېر جرمني رسنیو ته ویلي وو، چي له جرمني پرته به دبې پيلوټه الوتکو بریدونه نه وای.

نوموړي ويلي وو، چي له جرمني پرته به دبې پيلوټه الوتکو بریدونه ممکن نه وای.

دشپيګل په نوي راپور کي ویل شوي، چي امریکايي پوځ درمشټائن له پوځي اډې څخه په ټوله نړۍ کي بې پيلوټه الوتکو ته لارښوني کوي.

شپيګل ليکلي، دا چي له جرمني څخه به ددغو عملیاتو رهبري چي په زرګونو بې ګناه کسان پکي وژل شوي دجرمني له قوانینو سره څومره موافقه وي، ښايي دجرمني حکومت ته ستونزي او سرخوږی راو لاړ کړي.

دامریکادبې پيلوټه الوتکو بریدونه چي تراوسه یې په افغانستان، قبائلو، یمن او صومالیا کي زرګونه مسلمانان شهیدان او زرګونه نور يې ټپیان کړي له ټولو نړیوالو قوانینو په سرغړوني ترسره کیږي.

دبشري حقونو سازمانونو ویلي، چي دا بریدونه له نړیوالو قوانينو سرغړاوی دی او هیڅ قانوني حيثیت نه لري، خو امریکاله دې سره سره دغو بریدونو ته دوام ورکړی دی او په پيوسته توګه په دغو بریدونو کي مسلمانان شهيدانوي.

ديادوني وړ ده، چي امریکادنړۍ هیڅ قانون ته ژمنه نه ده او دنړیوالو قوانینو درناوی دخپلو ګټو تر حده کوي.