تاجکستان.. له ۳۵ کلونو کم عمره کسان حج ته نشي تلی
دتاجکستان دديني چارو کمېټې ویلي، چي سږ کال له ۳۵ کلونو څخه کم عمره کسان دحج دفريضې دادا کولو لپاره نشي تللی.
دیادي کمېټې مشر ویلي، چي دوی دا پرېکړه ځکه کړې، ترڅو حج ته دتللو موکه دلوړ عمر خاوندانو ته په لاس ورشي.
ددغې پرېکړي له امله دتاجکستان مسلمانان سخت په غوسه شوي دي او دا پرېکړه يې غندلې ده.
دتاجکستان ۹۵ سلنه وګړي مسلمانان او احناف دي.
تیر کال له تاجکستان څخه یوازي ۶۳۰۰ تنو ته اجازه ورکړل شوې وه، چي دحج دفريضې دادا کولو لپاره ولاړ شي.
تر دې وړاندي په یوه ورته حکم کي دتاجکستان حکومت ویلي وو، چي له ۱۸ کلونو کم عمره کسان جوماتونو ته تللی نشي، په دې برسېره یې پرېکړ ه کړې، چي تر ۱۸ کلونو کم عمره کسان له هیواده بهر دیني مدرسو ته نشي تللی.
دتاجکستان زرګونه زده کونکي له هیواده بهر په دیني مدرسو کي زده کړي ترسره کوي، چي تیر کال يې دتاجکستان حکومت ۱۵۰۰ تنه بیرته خپل هیواد ته ور وګرځول.
له دې وړاندې په تاجکستان کي په حجاب هم بندیز لګول شوی وو، چي مسلمانان يې سخت په غوسه کړي وو، دکار په ځای کي دلمانځه په ادا کولو هم بندیز لګول شوی دی.
ویل کیږي، چي داسلام په خلاف دتاجکستاني حکومت اقداماتو په خلکوکي خفګان پيدا کړی دی.