وروستي:

يونان کې پر مسجد بريد شوی

دا ځل په یونان کي په یوه جومات بريد شوی او سوځول شوی دی.

دیونان په لويديځ دتراکیاپه سیمه کي افراطیانو په یوه جومات برید کړی او جومات يې سوځولی دی.

دسیمي خلکو ویلي، چي نامعلومو کسانو جومات ته اور ور اچولی، چي په ترڅ کي یې دجومات یوه برخه په بشپړه توګه سوځېدلې او دجومات چت هم ډیر زیانمن شوی دی.

دسیمي مسلمانانو ویلي، چي تر دې برید وړاندي افراطیانو دیوه بل جومات دباغچې ټولي وني غوڅي کړې وې.

دمسلمانانو ټولني دا برید غندلی دی.

پولیسو تراوسه دبرید کونکو په اړه څه ویلي نه دي، خو تر دې وړاندي په مسلمانانو او اسلامي مقدساتو برید کونکي نیول شوي نه دي.

په یونان کي جوماتونه ډیر لږ دي، دیونان حکومت دنویو جوماتونو جوړولو او دپخوانيو زړو جوماتونو رغولو ته اجازه نه ورکوي.

په دې وروسیتو کي په اروپايي هیوادونو کي په مسلمانانو، جوماتونو او اسلامي ټولنو بریدونه زیات شوي دي، چي دپولیسو له لوري يې عاملین نه نیول کیږي.

تیره اونۍ په جرمني کي په یوه جومات برید وشو او اور ور واچول شو.

ویل کیږي، چي دروان کال له پيله په اروپايي هیوادونو کي په جوماتونو بریدونه لا زیات شوي دي، چي تراوسه يې دپولیسو له لوري عاملین نه دي نیول شوي او نه هم کومه سزا ورکړل شوې ده.

په جوماتونو، مسلمانانو او اسلامي ټولنو دبریدونو زیاتېدلو په لويديځ کي میشت مسلمانان سخت اندېښمن کړي دي.

داسي ویل کیږي، چي لويديځ حکومتونه او چارواکي ددغو بریدونو تر شا لاس لري او غواړي له دې لاري په لويدیځ کي داسلام دچټک پرمختګ مخه ونیسي.