وروستي:

اروپا ته تلونکو کډوالو ۱۲ عيسايي کډوال سمندر ته غورځولي

(افغان بنسټ، د وري ۲۷مه) اروپا ته دتلونکو کډوالوترمنځ تر شخړي وروسته ۱۲ عیسايي کډوال سمندر ته اچول شوي دي.

دغه پېښه په داسي مهال رامنځ ته شوې، چي دمديترانې سمندرګي له لاري اروپا ته دتلونکو کډوالو بهیر پراخ شوی دی.

راپورونه وايي، چي ايټالیايي پولیسو دسيسلي په ساحلي ښار پاليرمو کي ۱۵ مسلمان کډوال سمندر ته د۱۲ عیسايي کډوالو داچولو په تور نیولي دي.

عيني شاهدانو ویلي، چي دکډوالو ترمنځ شخړه رامنځ ته شوه، چي په ترڅ کي يې ۱۲ تنه عیسايي کډوال سمندر ته واچول شول.

دغه عیسایان دناجيریا او ګیني اوسیدونکي وو.

له بله پلوه دليبیا او ايټالیاترمنځ په سمندر کي دکډوالو یوه کشتۍ ډوبه شوې، چي په ترڅ کي یې ۴۱ تنه وژل شوي دي.

ايټالیايي ساحلي پولیسو ویلي، چي دوی ته ددې کډوالو دوژل کېدلو معلومات وروسته ترهغه وشول، چي دوی داسي څلور کډوال وژغورل، چي له ناجیریا، ګیني او نايجیر سره يې تعلق وو، هغوی پولیسو ته ویلي، چي دوی ۴۵ تنه کډوال دليبیاله ساحل څخه په یوه کشتۍ کي سپاره شول، چي وروسته یې کشتۍ ډوبه شوه.

تیره اونۍ هم یوه کشتۍ دليبیااو ايټالیاترمنځ ډوبه شوه، چي تر۴۰۰ زیات کسان پکي ووژل شول.

ملګرو ملتونو ویلي، چي دروان کال له پيل راهیسي اروپا ته تلونکي تر ۵۰۰ زیات کډوال په سمندر کي وژل شوي دي، دغه شمېرې دتیر کال په پرتله ۳۰ سلنه لوړي دي.

ویل شوي، چي په ۲۰۱۴ کال کي ۳۴۰۰ کسان اروپا ته دتلو په مهال وژل شوي دي.

تیر کال څه کم ۳ لکه کسان په غیرقانوني توګه اروپا ته تللي دي، چي ډیری یې دافریقا او دهغو هیوادونو دي، چي جګړې ځپلي دي.