وروستي:

امريکا، ايريزونا ايالت کې د يوې مراکشي کورنۍ ۵ غړي وژل شوي

دامریکادايريزونا ايالت په فينکس ښار کي ديوې مراکشی الاصله کورنۍ ۵ غړي په خپل کور کي په ډزو وژل شوي دي.

دوژل شویو کسانو دنومونو او عمرونو په اړ ه پولیسو څه ویلي نه دي، خو ویل شوي، چي په وژل شویو کسانو کي ۳ نارينه او دوه میرمني شاملي دي.

سیمه ييزو رسنیو خبر ورکړی، چي وژل شوي درې سره نارينه وروڼه دي، یوه وژل شوې میرمن يې مور او بله وژل شوې ښځه دیوه وژل شوي نارینه میرمن ده.

له پيښي څخه دوه میرمني او دوه ماشومان ژغورل شوي دي، هغوی دډزو په مهال چي دوه دقيقې يې دوام کړی له کوره تښتدلي وو.

یوې ژغورل شوې میرمنې وړاندې له دې چي له کوره وتښتي پولیسو ته زنګ وهلی او ددوی په کور يې دبرید خبر ورکړی دی.

داسي هم ویل شوي، چي دپولیسو دخبرېدلو په مهال څوک وژل شوي نه وو او وروسته دغه کسان وژل شوي دي.

پولیسو ویلي، چي کله دوی کور ته ور دننه شول، په ټولو کوټو کي يې پلټني پيل کړې، چي پنځه تنه وژل شوي وو او دیوه وژل شوي تن په څنګ کي یوه تومانچه هم پرته وه.

تراوسه دپيښي په اړه پلټني رواني دي، ځینو کسانو ویلي، چي دا وژني دشخصي شخړي په پایله کي رامنځ ته شوي دي.