وروستي:

جرمني کې پر مسجد بريد شوی

دجرمنی په شمال کي افراطیانو په یوه جومات برید کړی او جومات یې سوځولی دی.

راپورونه وایي، چي داسلام دښمنانو دجرمنی په شمال د رین وستفالیاایالت په وټین ښار کي په جومات برید کړی.

دسلطان احمدپه نوم دغه جومات دترکیې ددیني چارو دریاست اړوند وو، چي تیره شپه دبرید په ترڅ کي سوځول شوی دی.

پولیسو ویلي، چي دوی دپيښي په اړه پلټني پيل کړي دي، دپولیسو په وينا، چي تراوسه څرګنده نه ده، چي جومات ته په قصدي توګه اور اچول شوی اوکه يې په غیرقصدي ډول اور اخیستی دی.

په وټین ښار کي دمسلمانانو ټولني ویلي، چي له امنیتي کمرو څخه ډیر څرګند ښکاریږي، چي جومات ته په قصدي ډول اور ور اچول شوی دی.

دمسلمانانو دټولني چارواکو ویلي، چي برید کونکي دشپې داوس خوني له لاري جومات ته ننوتلي او په جومات او دځوانانو په تعلیمي مرکز يې تیل شندلي دي او وروسته یې اور ور اچولی دی.

دجومات دټولني رئيس ویسل ارسلان ویلي، چي جومات ته دشپې اور ور اچول شوی وو، چي کله دوی سهار لمانځه ته ورغلل، دجومات ډیره برخه سوځېدلې وه، دنوموړي په خبره، چي وروسته یې داوروژني ډلي راوغوښتلې او اور يې مړ کړ.

دمسلمانانو ټولنو دابرید غندلی او ویلې دي، چي په اروپا کي په مسلمانانو او په اسلامي مقدساتو بریدونو ټول مسلمانان اندېښمن کړي دي.

دالومړی برید نه دی، چي په اروپاکي په جوماتونو ترسره کیږي، بلکه تر دې وړاندي په جوماتونو او مسلمانانو سلګونه بریدونه ترسره شوي دي، چي تراوسه یې عاملیونو ته دپام وړ سزا نه ده ورکړل شوې او نه دډیرو پيښو عاملین دپولیسو له نیول شوي.

تیر کال په سويډن کي په جوماتونو شاوخوا ۱۴ بریدونه ترسره شول او په مسلمانانو هم بریدونه وشول، په فرانسه کي دروان کال له پيله په مسلمانانو او جوماتونو او اسلامي ټولنو سلګونه بریدونه ترسره شوي دي.

په بريتانیا کي هم روان کال په مسلمانانو او اسلامي ټولنو او جوماتونو یوشمېر بریدونه ترسره شوي دي.

دیادوني وړ ده، چي په لويدیځ کي دمذهبي او دیني ازادي له ادعا سره سره دیني او مذهبي ازادي نشته، ویل کیږي، چي ددغو بریدونو ترشا لويدیځ حکومتونه دي، چي غواړي په غرب کي دمسلمانانو اثر ختم کړي.