وروستي:

د مننې په موخه د تحليل حکم

فتوی شمېره: ۱۱۸

درنه مفتي صیب

السلام علیكم ورحمة الله وبركاته

كه یو څوك خپله ښځه په مغلظ طلاق سره طلاقه كړي، بیا وروسته په دې عمل خاوند او ښځه دواړه پښېمانه وي، د شریعت په رڼا كې كه یو دریم شخص د احسان لپاره تحلیل وكوي او د عقد په وخت كې توقیت و نه شي، نو ایا دا تحلیل د شرعي د نصوصو له مخې جائز دی او كه نه ؟ یا دا چې د شریعت له مخې دا ستونزه څنگه حل كیدای شي ؟

مستفتي
عبدالله
كابل

ځواب

حامدا  ومصلیا:

دتحلیل په موخه نكاح كولو سره كه څه هم میرمن لومړي خاوند ته حلالیږي خو داسې نكاح مكروه ده .

۱-لمايقول الله تعالى في سورة البقرة ایت رقم ۲۳۰

فإن طلقها فلا تحل له من بعد حتى تنكح زوجا غيره.

۲- وفي الترمذي ۱/۴۹۲ حدیث رقم ۱۱۲۰ ط:الطاف.

 عن عبدالله بن مسعود رضی الله عنه  قال: لعن رسول الله صلى الله عليه وسلم المحلل والمحلل له.

قال الترمذي هذا حديث حسن صحيح

۳- وفي اعلاء السنن ۸/۳۹۱۳ ط : دارالفكر بیروت .

قوله عن عبدالله بن مسعود رضي الله عنه… قال المؤلف: الحديث ليس محمولا علی الإطلاق و إلا لزم أن يكون المزوج  والواهب والبائع ملعونين، فإنهم يحللون لشخص شيأ كان حراما عليه قبل، الأمر ليس كذلك فالملعون هو المحلل الخاص و هو الذي يشترط ذلك في العقد، والنية لا إعتبار لها في هذه الباب ولا يمكن الاستدلال بالحديث علی بطلان النكاح، فانه صلی الله عليه وسلم لما جعله محللا علم أن العقد قد صح و إلا فكيف يكون محللا؟ فالنكاح يصح ويكره.

۴- وفي البدائع ۴/۴۰۹ ط :دارالكتب العلمیة .

 فإن تزوج بزوج آخر، ومن نيتها التحلیل، فإن لم يشترطا ذلك بالقول، وإنما نويا، ودخل بها علی هذه النية- حلت للأول فی قولهم جمیعا لأن مجرد النية في المعاملات غير معتبر،  فوقع النكاح صحيحا لإستجماع شرائط الصحة فتحل للأول؛ كما لو نویا  التوقيت وسائرالمعاني المفسدة….. إلا أنه كره النكاح بهذ الشرط لغيره، وهو إنه شرط ينافي المقصود من النكاح و هو السكن و التوالد والتعفف، لأن ذلك يقف علی البناء، والدوام علی النكاح، وهذا- والله اعلم- معنی الحاق اللعن بالمحلل في قوله صلی الله عليه وسلم: لعن الله المحلل والمحلل له.

والله تعالی اعلم

كتبه :عبدالحق حماد

۴/۵/۱۴۳۴هـ

الجواب صحیح

مفتي عبدالحق حقاني