داغستان کې تاريخي مسجد سوځېدلی
روسيې ته څېرمه په داغستان کي یو ستر تاریخي جامع مسجد سوځېدلی دی.
راپورونه وايي، چي پرون سهار دداغستان په قزلیارسیمه کي مرکزي جامع جومات اور اخیستی دی او زیاته برخه يې سوځېدلې ده.
په جومات کي تر اورلګېدني وروسته داوروژني ډلي سیمي ته ورسېدلې، خو ترهغه وخته دجومات زیاته برخه سوځېدلې وه.
دداغستان چارواکو ویلي، چي اور په جومات کي دسهار ترلمانځه وروسته لګېدلی دی او چاته پکي زیان نه دی رسېدلی.
دغه جومات چي د۲۵۰۰ مترو په اندازه لويوالی لري په سیمه کي تر ټولو ستر جومات دی.
سیمه ييزو چارواکو ویلي، چي تراوسه څرګنده نه ده، چي دغه اور دکوم چا له لوري په قصدي توګه جومات ته ور اچول شوی او که اور په خپله لګېدلی دی.
چارواکو ویلي، چي دپيښي په اړه یې پلټني پيل کړي دي.
دیادوني وړ ده، چي دداغستان ۹۵ سلنه وګړي مسلمانان دي او په دغه جمهوریت کي ډیر تاریخي او پخواني جوماتونه موجود دي.